په غینس Rennes ښار کې چکر او تفریح ته تلل
سره له la carte Sortir سره

په غینس Rennes ښار کې چکر او تفریح ته تلل

سره 
له la carte Sortir سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)22 nov. 2021

دا څه شی دی؟

دا کارت چې په رینس ښار کې زموږ د همکارو شبکو لخوا برابر شوی چې ډیرو فعالیتونو ته د لاسرسی امکانات درکوي. د 2019 کال د جولای له اولې نیټې راهیسې. دا کارت چې د SORTIR په نامه یادیږي! ستاسو د KorriGo خدماتو کارت کې چارج شوی دی.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

35 - Ille-et-Vilaine

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

35 - Ille-et-Vilaine

ولې دا په زړه پورې ده؟

یو فعالیت د یوځل تمرین کړئ

لکه د لامبو حوض ته تلل، سینما، میوزیم، او یخک باندی ګرزیدل ...

منظم فعالیت تمرین کړئ

لکه ورزش کول، رسم کول، او میوزیک ...

په تنظیمشویو تفریح او بهر ته وتو کې برخه واخلئ

لکه په تفریحي پارک کې د ورځې تنظیم کول،د یو ځای څخه لیدنه یا هم د یونندارتون رامینځته کول ...

د یوې ډله ایزې تفریحې پروژې تنظیمول

د خپل ګروپې فعالیت پروژې د تنظیم لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

ستاسو د ښاروالۍ د CCAS سره

د Sortir خدمات فعالولو لپاره! که هغه د لومړي ځل لپاره وي یا د هغه د نوي کولو په وخت کې تاسو باید لاندې سندونه واړندې کړئ:

  • د KorriGo خدماتو کارت (پرته لدې که چیرته تاسو د زاړه نسل KorriGo کارت ولری)
  • د هویت سند یا ايډې کارډ
  • د CAF سند او د کور د ادرس ثبوت
  • د مالیې د ورکړې وروستی سند او یا که دا نه وې درسره نو د مالیې د اعلام یو نقل چې د اصل کاپې وي
  • په تیرو 3 میاشتو کې د کار مندنې دفترPôle Emploi لخوا تادیه سند یا د Pôle Emploi لخوا د رد کیدو سند

که چیرته تاسو کار کوې :

  • د CDD ، موقتي کارګران ، CDI او ملکي کارمندان چې د ګمارنې نیټه یې د جنوري n-1 وروسته يي: ستاسو د تیرو 3 میاشتو معاشونو ثبوت
  • سي ډي آی CDI او ملکي کارمندان چې د ګمارنې نیټه یې د جنوري له اولې نیټې (n-1) څخه مخکې یي: ستاسو دولسم (12) او وروستی د معاش ثبوت N-1 (د نومبر یا دسمبر چې ستاسو په ګمارونکي پورې اړه لري)

که تاسو معاش ونلرئ:

که چیرته تاسو د برنامې پورې اړوند شرایط نه پوره کوی، نو تاسو د دې امکان لرئ چې APRAS ته د خپلې عریضې په لیږلو سره د معافیت غوښتنه وکړئ. ځان مطمئن کړئ چې اړین ملاتړ شوي اسناد ضمیمه کړئ له خپل غوښتنلیک سره.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
13دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Vous êtes responsable de cette structure ? Contactez-nous !