مهم معلومات
د .....................سره له la carte Breizh Go Solidaire سره
په نښه شوي خلک
قیمت
د بغتین ښار کې نقل او حرکت کول
دا څه دي ؟
د SNCF اداره تاسو ته د بریزګو پیوستون کارت په مرسته په بغتین ښار کې د نقل او حرکت او سفر کول امکانات په کم لګښت برابره وې.
د Breizh Go پیوستون کارت په ټول بغتین ښار کې په ریل ګادې او بسونو کې د سفر کولو لپاره قابل د استفادې دی، او د ولایت په سطحه په TER کې د سفر کولو لپاره او همدارنګه د Pays de la Loire په سیمه کې قابل د استفادې دی.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
نوموړی کارت لاندې کسانو ته ورکول کیږي:
د کار غوښتونکو لپاره چې د څلورو میاشتو څخه زیاتې مودې راهسي د بغتین د کار موندنې (Pôle Emploi Bretagne) په مرکز کې ثبت شوې او د بیکارۍ معاوضه نه ترلاسه کوي او یا د سمک د 80% څخه کمه معاوضه ورکول کیږي.
د فعاله پیوستون مرستو (ASS) ګټه اخیستونکو ته
د پناه غوښتونې مرستو (ADA) ګټه اخیستونکو ته
د اضافي فعالیت پرته د RSA ګټه اخیستونکو ته
د AHA ګټه اخیستونکو ته ( لویو معلولو کسانو ته مرسته)
د ASPA ګټه اخیستونکو ته (دسپنګیرو کسانولپاره د پیوستون مرسته)
د ادغام تړون څخه ګټه اخیستونکو ته: PACEA (د کارموندنې او خود مختاري په لورد ملاتړ تړون) ، CUI (د ادغام ځانګړی تړون) ، CDDI (د معینې نیټې د ادغام تړون)
د بغتین د سیمه ایزې شورا لخوا تادیه شویو ستاج کونکو کسانو ته
د بغتین (Bretagne) په ټوله سیمه کې د ټرانسپورټ شبکې څخه ګټه پورته کړئ. ستاسو دغه د ټرانسپورت څخه د استفادي حق د پوره یو کال لپاره کار ورکوي.
څنګه یې وکړو ؟
په ویب پاڼه کې آنلاین غوښتنه او تقاضا وکړئ: دلته کلیک وکړئ
د لازمو اسنادو سره یوځای د خپل کارت ترلاسه کولو لپاره تاسو ته نږدې سټیشن ته ورشئ!
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي