روغتیایی معاینات وکړئ
سره د l'Institut Pasteur de Lille سره
دا څه شی دی؟
د لیل پاسټور انسټیټوت l'Institut Pasteur de Lille کډوالو ته د بشپړ روغتیایي معایناتو پیشنهاد کوي. هدف ددي کار یوه ارزونه ، لارښود او د اړتیا په صورت کې د طب د عامه قانون سره په تړون د مراقبت او پاملرنې اجراآتو پیل کول دي.
دا د چا لپاره دی؟
باید د سی ایس ایس CSS ګټه اخیستونکې اوسئ
یوه ورځ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
59 - Nord
باید د سی ایس ایس CSS ګټه اخیستونکې اوسئ
یوه ورځ
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
59 - Nord
ولې دا په زړه پورې ده؟
پاملرنې اوصحي خدماتو ته اسانه لاسرسی
دا روغتیایي معاینات د دې امکان برابره وې چې ابتداي معلومات او راپور ستاسو د صحي وضعیت په اړه اماده شي او د سیمي له صحي شریکانو سره د پاملرنې اجراآت پیل کړای شي لکه ( شخصي ډاکټر ، متخصصینو ، CHRU ، او داسې نور). دا کولای شي مشخصو صحي خدماتو، وقایوې خدماتو لکه (واکسینونه ، ساري ناروغۍ ، او داسی نور) او همدارنګه شخصي پاملرنې ته چې تاسو پکې خپلواکه اوسئ د لاسرسي لومړنۍ دروازه شي.
وړیا روغتیایی کتنه
د لیل پاسټورانسټیټیوټ L'institut Pasteur de Lille وړیا روغتیايي معایناتو خدمات وړاندې کوي
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
ځینې اجراآت او اداري چاري
- د CPAM په ویب پاڼه کې خپله دوسیه بشپړ کړئ او یا یي مستقیم په l'IP غوښتنه وکړئ
- د ورځې لخو د ملاقات دوخت اخیستو لپاره لاندې شمیرې ته زنګ ووهئ: 0320877800