Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي زده کړئ ترڅو خپلې زده کړې له سره پیل کړئ

د .....................سره le DU Passerelle

د.........لخوا وړاندیز شوي Université de Lille ...میاشي کیږي چې نوي شوي 20 днів тому

ایا تاسو اړتیا لرئ چې د خپلو زده کړو له بیا پیل مخکې د فرانسوي ژبې کچه ښه کړئ؟

تاسو کولی شئ د DU Passerelle پروګرام ته نوم لیکنه وکړئ! دا پروګرام هر کال شاوخوا 150 زده‌کوونکو ته د فرانسوي ژبې کورسونه وړاندې کوي. همدارنګه، د مسلکي او تعلیمي لارښود (orientation) ملاتړ هم ورکول کېږي، او دا DU تاسو ته د بورس (bourse) او د CROUS استوګنې حق هم درکوي (د شرایطو له مخې).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ په هر سمستر کې د فرانسوي ژبې یو نوی کچه (A1، A2، B1، B2، C1) ترلاسه کړئ او تر هغه کچې پورې پرمختګ وکړئ چې د زده کړو د بیا پیل لپاره اړتیا وي.

د فرانسوي ژبې د کورسونو تر څنګ، د لارښوونې (orientation) ورکشاپونه، له زده‌کوونکو سره لیدنې، او په هغو زده کړو کې عملي ګډون (immersion) هم وړاندې کېږي چې تاسو ورسره دلچسپي لرئ.

کله چې تاسو د زده کړو د تعقیب لپاره اړین د فرانسوي ژبې کچه ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ د لاندې کارونو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ:

  • د ځانګړي (استثنايي) غوښتنلیک دوسیه بشپړول
  • اداري ثبت نام (inscription administrative) ترسره کول.
یادونه: د ځانګړې غوښتنلیک دوسیه هغه ځانګړې غوښتنه ده چې تاسو یې هغه وخت کاروئ کله چې د عادي پروسې له لارې زده کړو ته نه داخلېږئ.

تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرسته (د اړتیاوو پر بنسټ بورسونه) او د روزنې بشپړولو پرمهال د استوګنې ځای ترلاسه کړئ. د بورسونو او استوګنې لپاره غوښتنلیکونه په مستقیم ډول د زده کونکو خدماتو لپاره سیمه ایز مرکز (CROUS) ته ورکول کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

د غوښتنلیک فورمه باید بشپړه شي او د بریښنالیک له لارې بیرته راستانه شي:

etudiants-en-exil@univ-lille.fr

مهم معلومات: پاملرنه، د ځایونو شمیر محدود دی. تاسو کولی شئ د نیټو د معلومولو لپاره د پوهنتون ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ. د پوهنتون ویب پاڼه

Lieu d'accueil

Domaine Universitaire du Pont de Bois, 3 Rue du Barreau, 59650 Villeneuve-d'Ascq, France

etudiants-en-exil@univ-lille.fr

Chargement de la carte...

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • delphgatد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • abrhamد صفحي پورته برخه
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • alisanovakد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • louiseclt-ulilleایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles