مهم معلومات
د .....................سره le Service d'Orientation et d'Insertion Professionnelle
په نښه شوي خلک
ستاسو په شخصي پروژه او د کار لټون کې ملاتړکیدل
دا څه دي ؟
که تاسې د عالي لیسې زده کونکي، زده کونکي، د دندې په لټه کې ځوانان یا معاش لرونکي کارمندان یاست، د لورین پوهنتون تاسو ته د میټز، نانسي او وانډیوور کیمپسونو کې د مسلکي ادغام او لارښووني خدمات (SOIP) چمتو کوي.
یو ټیم ستاسو د پروژې په جوړولو کې (زده کړې او مسلکیتوب)، او همدارنګه ستاسو په مسلکي ادغام کې (د انټرنشپ لټون، دندې، د کار او روزني (الترنناس) پروګرام، او داسي نور) کې مرسته کوي.
سيوپ SOIP تاسو ته اسناد او د معلوماتو سرچینې چمتوکوي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
ملاتړ او همکاري د معلوماتو د یو مسلکي مشاور لخوا ترسره کیږي
معلومات:
- د لورین پوهنتون لخوا وړاندیز شوی روزنه، او د نوم لیکني لپاره طرزالعملونه او اجراآت،
- په عمومي توګه لوړې زده کړې،
- ریشتي،
- د انټرنشپونو یا ستاج موندلو میتودونه، دندې او د کار او روزني (الترنناس) پروګرامونه
تاسو لاندې خدماتو ته لاسرسی لرئ:
- مستند سرچینې، د وړیا یا لارښود لاسرسي سره، د زده کړې، مسلک، مسلکي ادغام په اړه
- د کارموندنې او ستاج په اړه آنلاین مشورې او سرچینې.
څنګه یې وکړو ؟
په محل کې، د ملاقات وخت اخیستلو پرته:
À Metz
Ile du Saulcy
57012 Metz cedex 1
0372740362
دوشنبه تر جمعې : د ماسپښین له 1:00 بجې څخه تر 5:00 بجو پورې (جمعه تر 4:30 پورې)
À Nancy
Campus Lettres et sciences humaines
Maison de l’Étudiant
Bâtiment D – Entrée D2 – 2e étage
23, boulevard Albert 1er
54001 Nancy
03 72 74 03 61
دوشنبه تر جمعې: د ماسپښین 1:00 څخه د مازدیګر تر5 پورې (جمعه تر 4:30 پورې)
À Vandœuvre
Espace de services Aiguillettes – ESA
Campus Aiguillettes
Rue du Jardin Botanique
54600 Villers-lès-Nancy
03 72 74 03 60
دوشنبه تر جمعې: د ماسپښین 1:00 څخه د مازدیګر تر5 پورې (جمعه تر 4:30 پورې)
تاسو کولی شئ د تلیفون له لارې د ملاقات وخت واخلئ، د سهار له 9 بجو څخه تر 11:30 پورې او د ماسپښین له 1:00 بجې څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې.
- په میټز کې: 0372740362
- په نانسي کې: 0372740361
- په واندوور کې: 0372740360
یا د بریښنالیک له لارې : soip-contact@univ-lorraine.fr
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
15 مرسته کونکي فعالیت کوي