خپلو حقونه وپیژنئ او لاسرسی ورته ومومئ
سره له J'accède à mes droits سره

خپلو حقونه وپیژنئ او لاسرسی ورته ومومئ

سره 
له J'accède à mes droits سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)19 juil. 2022

دا څه شی دی؟

دا ویب پاڼه په فرانسه کې اوسیدونکو بهرنیانو او په ځانګړي توګه د ایین Ain په ساحه کې میشتو کسانو سره مرسته کوي ترڅو هغوی په خپلو حقونو خبرکړي او ادارې اجراآت ترسره کړي، د مثال په توګه :

- د استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور ترلاسه کولو یا د استوګنې جواز نوي کول ،

- خپله کورنۍ فرانسې ته راوستل ،

- د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کول ،

- د فرانسوي موټر چلولو جواز یا لایسنس سره د خپل بهرني موټر چلولو جواز بدلول، او داسې نور.

تاسو باید له پورتنیو اجراآتو څخه په یوه کلیک وکړئ، بیا به سایټ ګام په ګام تاسو ته د اړونده اجراآتو په اړه شرایط او کړنې توضیح کړي.

د دې سایټ د خدماتو له برکته اوس دی یوې دوسيې د اجراآتو په اړه پوهاوی اسانه شوی، او همدارنګه چا ته خپلې غوښتنې ولیږو، کوم اسناد باید بشپړاو له دوسیې سره واستول شي (فورمې او ملاتړ کونکي اسناد)، د ځواب ترلاسه کولو دمخه څومره انتظارباید وکړو، دغوښتنې د منل کیدو او یا رد کیدو په صورت کې څه باید وکړو، او داسی نور.

په لاندې لینک کلیک کړئ او خپلو حقونو ته لاسرسی ومومئ - په عین کې د بهرنیانو حقوق:

J’accède à mes droits – Droits des étrangers dans l’Ain

دا سایټ د Alfa3a ادغام منځګړیتوب خدمت لخوا د یوې پروژې د برخې په توګه رامینځته شوی چې د FAMI (د پناه غوښتونکو او مهاجرینو د ادغام فنډ) او DDCS de l'Ain (د ټولنیز یووالي ډیپارټمنټ ریاست) لخوا ملاتړ کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

1 - Ain

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 56 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

1 - Ain

ولې دا په زړه پورې ده؟

د مختلفو تګ لارو په هکله معلومات ومومئ

دا ویب پاڼه د څلورو اساسي حالتونو د پروسیجرونو او کړنلارو په اړه مفصل معلومات وړاندې کوي:

"زه یو بهرنی یم چې په فرانسه کې ژوند کوم، زه یو قانونې حالت لرم" ،

"زه غواړم د فرانسې تابعیت ترلاسه کړم" ،

"زه د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکی یا د سیاسي پناه لرونکۍ یم" ،

"نور".

بیا تاسو باید تګلاره غوره کړئ.

قدم په قدم همکاري او ملاتړ ترلاسه کړئ

چمتو شوي معلوماتي فایلونه تاسو ته معلومات در کوي او له تاسو سره سره ګام په ګام ملتیا کوي.

په هر ګام یا مرحله کې، د وضعیت یا دوسیې پورې اړوند د غوښتل شویو اسنادو لیستونو یا فورمو مطابق د لینکونو شتون. تاسو کولی شئ په فرانسه کې د ادارې بنسټونو ویب سایټونو لینکونه هم ومومئ، د کومو په اړه چې مونږ معلوماتي فایلونه لیکلي، لکه :د بهرنیانو استقبال، په فرانسه کې بهرنيان، ملکې- خدمات او پریفیکتورونه...

Accueil des étrangers, Étrangers en France, Service-public.fr, Préfectures...

په Ain کې خپل مسیر جوړول

په دې ځان پوه کول او خبروول چې څوک کولی شي زما د اوسیدو په منطقه کې زما په اجراآتو او کاروکې له ما سره مسرته او همکاري وکړي.

  • چیرته او له چا سره زه باید اړیکه ونیسم کله چې زه په ایین Ain کې ژوند کوم؟
  • څنګه، چیرته او کله دخپلو پروسجرونو او اجراآتو لپاره د ملاقات وخت واخلم؟
  • کوم ادرس ته خپله دوسیه ولیږم؟

په لاندې لینک کلیک وکړئ اود ویب پاڼې په صفحه د ملاقات وخت واخلئ:J’accède à mes droits – Droits des étrangers dans l’Ain.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د انټرنیټ صفحې ته مراجع وکړئ!

زموږ د انترنیټ صفحې موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ:

J'accède à mes droits - Droits des étrangers dans l'Ain

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
16دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Direction de l'Intégration Alfa3a

Direction de l'Intégration Alfa3a