مهم معلومات
د .....................سره Causons
په نښه شوي خلک
قیمت
یو رضاکار شئ
دا څه دي ؟
په کوزون (Causons) کې د رضاکار کیدو پدې معنی ده چې د یوې ټولني په ورځنې فعالیتونو کې برخه اخیستل او په يوه لویه کورنۍ کې ګډون کول دي، چیرې چې د هر چا ریښتیني ارزښت ته احترام کیږی.
د رضاکار کیدو سره به تاسو وکوالی شئ:
- د فرهنګي پروګرامونو همغږی کول
- زموږ د یوه ښوونکې سره همکاري کول
- د ټولني داخلي او بهرني اړیکو کې برخه اخستل
برسېره پر دې، د افکارو تبادلې د ودې او د اړیکو د جوړولو لپاره په منظمه توګه کلتوري فعالیتونه تنظیم کیږي.
کوزون یوه داسې ټولنه ده چې د ژبني او فرهنګي تبادلې له لارې د مهاجرینو په ټولنیز او مسلکي ادغام کي ملاتړ کوي. مهاجرین او کډوال پدې توګه د دوی د مورنۍ ژبې ښوونکي کیږي. د ترکي ، عربي، فارسي، روسي او انګلیسي کورسونه اوس په پاریس او لیون کې ورکول کیږي.
راځئ چې د ژبو په کارولو سره کلتورونه وصل کړو!
دا ولي په زړه پورې دي ؟
کوزون یو فرصت دی چې تاسو په خپل او د نورو په کلتور څان خبر او پوه کړئ. تاسو به وکولی شئ په دې غونډو کې برخه واخلئ او دهغوی په جوړولو کې برخه واخلئ ترڅو په پورژه کې د شریکو کډوالو فرهنګونه او هیوادونو په هکله معلومات او رڼاواچوئ اوهمدارنګه، تاسو به له ډیرو نویو کسانو سره لیدنې او کتنې وکړئ.
د کوزون Causons سره په فعالیت او دخیل کیدو تاسو همداسي د مهاجرینو سره کار کوي. د کوزون ټولې پروژې د کډوالو او کوربه ټولنې لخوا په ګډه جوړې شوې دي.
د کوزون په مرسته تاسو کولی شئ ژر تر ژره په ټولو برخو لکه غونډو، اړیکو، او نورو مواردو کې مهارتونه ترلاسه کړئ. تاسو به تل د ټیم لخوا نظارت او ملاتړ کیږئ.
څنګه یې وکړو ؟
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
17 مرسته کونکي فعالیت کوي