Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په خطر کې ماشومان: د 119 تلیفون شمیرې له لارې مرسته ترلاسه کړئ

د .....................سره د Allô enfance en danger سره

د.........لخوا وړاندیز شوي Délégation interministérielle pour l'accueil et l'intégration des réfugiés ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

119 : تاسو کولی شئ پدې وړیا شمیره زنګ ووهئ که تاسو خپله قربانیان یاست یا د ماشومانو او یا لویانو په وړاندې د تاو تریخوالي شاهدان یاست.

دا شمیره د ماشومانو او لویانو لپاره ده چې د رواني، فزیکي او جنسي تاوتریخوالي قربانيان دي، په ځانګړي توګه په کورنۍ کې او یا کوم ځای کې چې تاسو اوسیږې، یا په ښوونځي کې.

مهمه یادونه: د بیړني یا سمدستي خطر په صورت کې، 17 شمیرې ته زنګ ووهئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي خطر په وخت کې دغه وړیا شمیره تاسو ته سمدستي ځواب درکوي، که تاسو ماشوم او یا ځوان یاست.

دغه شمیری ته زنګ د هر تلیفون څخه په هر وخت کې په ورځ کې 24 ساعته ، د کال هره ورځ وهل کیدای شي .

زنګ د ټولو تلیفونونو څخه وړیا دی: د کور یا فکس لاینونو، موبایلونو څخه.

تاسو د یو داسې ماشوم والدین یاست چې له تاوتریخوالي سره مخ دی، تاسو کولی شئ د مرستې او مشورې لپاره پدې شمیره اړیکه ونیسئ.

تاسو دداسی یو حالت شاهدان یاست چیرته چې په یو ماشوم او یا کوم تنکي ځوان فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي کیږي، تاسو کولی شئ پدې شمیره زنګ ووهئ.

د متخصصینو یوه ډله ستاسو په خدمت کې ده، او کولی شي تاسو ته مشوره او له تاسو سره مرسته وکړي. د اړتیا او د فوري خطر په حالت کې پولیسو ته ستاسو د وضعیت په اړه خبرورکول کیداشي.  

119 د تلیفون په هیڅ بیان یا بل کې نه ښکاري، هیڅوک نه پوهیږي چې تاسو دې شمیرې ته زنګ ووهئ.
هغه مسلکیان چې تاسو ته غوږ نیسي د تلیفون محرمیت ته درناوی کوي، دوی ستاسو هویت نه شریکوي.

څنګه یې وکړو ؟

د یو خپلوان یا کورني غړي د حفاظت او خوندیتوب په موخه، د یو چا د وضعیت په اړه خبرې کولو، د مشورې غوښتنه کول لپاره نوموړي شمیرې ته زنګ ووهئ.

په ژوندی خبرو کې د مسلکي سره خبرې کول ، لیکل کول ، بیرته راوبلل کیدل ، د اشارې ژبې تبادلې پلیټ فارم ته لاړشئ.

دلته کلیک وکړئ.

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • andressa bittencourtاډمین
  • simon karleskindد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • silvana zomaiaد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • denissد صفحي پورته برخه
  • nalothmanد صفحي پورته برخه
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه

Liens utiles