مرسته ترلاسه کړئ، که چیرته تاسو د کورني یا د خاوند لخوا د تاوتریخوالي له قربانیانوڅخه یاست
سره له Violences Femmes Info سره

مرسته ترلاسه کړئ، که چیرته تاسو د کورني یا د خاوند لخوا د تاوتریخوالي له قربانیانوڅخه یاست

سره 
له Violences Femmes Info سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 19 juil. 2022

دا څه شی دی؟

د خاوند او یا داخلي کورنۍ تاوتریخوالي قرباني شویو میرمنو لپاره وړیا شمیره. که هغه فیزیکې تشدد وې یا جنسي لکه وهل ټکول، زخمي کول، تجاوز کول، او یا هم شفاهي او رواني شکنجه وي، لکه جنسي آزار اذیت، توهین په کورنۍ کې یا د کارپه محیط کې.

تاسو کولی شئ دغه شمیرې ته (وړیا) زنګ ووهئ:

  • ترڅو ستاسو شکایت واوریدل شي، اومشوره درکړل شی.
  • معلومات ترلاسه کړئ.
  • یوه اسوسیشن ته لاس رسی پیدا کړی چې له تاسو سره مرسته او ملاتړ وکړي.

دې شمیرې ته چې کله زنګ ووهئ نو خپل شخصې معلومات مه ورکوې کله ستاسو نوم، دا کومه بیړنۍ شمیره نده لکه 17.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
مهم!

دا د زنګ وهلو یوه بیړنۍ شمیره نه ده

د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
هرڅوک
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
مهم!

دا د زنګ وهلو یوه بیړنۍ شمیره نه ده

د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

د تلیفون له لارې اوریدل او ملاتړ تر لاسته کول

دا شمیره ستاسو مشکل اوري او تلیفونکونکو کسانو ته د ملاتړاو مرستي پروګرامونو په هکله معلومات او لارښودنه کوي، ترڅو مربوطه ادارې له دوی سره مرسته وکړي. 

وړیا او مخفي

دا شمیره د تلیفونکونکو مشخصات د مخفې ساتلو تضمین کوي

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

3919 شمیرې ته زنګ ووهئ

دغه شمیره د دوشنبي څخه تر شنبې پوري، د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې د لاسرسي وړ ده.

د بیړني حالت په صورت کې (17) شمیرې ته زنګ ووهئ.

د بیړني حالت په صورت کې پولیسو یا جنډرماري ته په (17) شميرې زنګ ووهئ.

 که چیرته ته یو ماشوم يې چې له ناوړه چلند او تاوتریخوالي سره مخ يې، نو "د ماشومانو ناوړه ګټه اخیستونکي " (119) شمیرې ته زنګ ووهئ.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
DIAIR

Délégation interministérielle pour l'accueil et l'intégration des réfugiés