ورزش وکړئ
سره له Ovale citoyen سره
دا څه شی دی؟
راشئ او د Ovale او Football Citoyen سره رګبي یا فوټبال لوبه وکړئ!
د اوول ستوین Ovale Citoyen یوه ټولنه ده چې هرچا ته اجازه ورکوي چې رګبي او فوټبال ته په مخلوط ډول لاسرسی ومومي! هرڅه چې ستاسو کچه، فزیکي حالت، او یا د ورزش په ابتدايي حالت کې او یا هم تجربه لري، د Ovale Citoyen او Football Citoyen ته لاسرسی بې کوم قید او شرط، وړیا او پرته له کوم محدودیت څخه دی. Ovale د هرنوع ورزش او سپورت لپاره ټول وسایل چمتو کوي: بوټان، جرابې، شرټ او پنتلون، د شاور لپاره اړین سامان لکه صابون او ځانپاکونکی.
دا د فرانسې په څو ښارونو کې شتون لري: بوردو، پو، نانټس، مانټس لا جولي ، نانټیر ، پیرس او ډیر ژر په تولوز کې هم.
Bordeaux, Pau, Nantes, Mantes la Jolie, Nanterre, Paris et prochainement Toulouse.
دا د چا لپاره دی؟
د زیات وخت امکانات!
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
د زیات وخت امکانات!
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
ولې دا په زړه پورې ده؟
په ګډه سپورت وکړئ او د یو ټیم له ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ!
د Ovale citoyen et football citoyen فعالیتونو موخه داده چې د سپورت ارزښتونه یو له بل سره شریک کړو، تفریح او تمرین وکړو اوپه ګډه مسابقې وکړو.
قانوني او اداري مرسته ترلاسه کړئ
قانوني، اداري او ټولنیز ملاتړ او مرسته لرل په دې معنی هم ده ترڅو زموږ د ټولو لوبغاړو ستونزو ته رسیدګې وکړي.
د شخصی ملاتړ ترلاسه کول
سربیره پردې، که چیرې د Ovale/Football Citoyen ګټه اخیستونکی په فرانسه کې د کار کولو قانوني اجازه ولري، نو موږ له هغه سره د کار پیدا کولو او یا هغه روزنه چې غواړي ترسره کړي مرسته او همکاري کوو.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
زموږ له ټیمونو سره اړیکه ونیسئ
تاسو کولی شئ له موږ سره په فېسبوک ، د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ!
له موږ سره د لیدنې لپاره
لطفا، د بوردو Bordeaux ښار کې له ټیم سره د لیدو لپاره راشئ