په پاریس کې ورځني استقبال ځای
سره France Horizon فرانس هورایزن

په پاریس کې ورځني استقبال ځای

سره 
France Horizon فرانس هورایزن

دا څه شی دی؟

د ورځني استقبال مرکزونه د استراحت ځایونه دي. همدارنګه د پناه غوښتنې د اجرااتو او د مهاجرینو لپاره د ترسره کیدونکو کړنلارو په اړه د معلوماتو ځایونه دي. په دغه مرکزونو کې حاضرټیمونه د فرانسوي ژبې زده کړه، کارمندنه او هستوګن ځای یا کور ته د لاسرسي په پروسه کې له تاسو سره مرسته اوهمکاري کوي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 99 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

75 - Paris

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 99 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

75 - Paris

ولې دا په زړه پورې ده؟

د ورځ په اوږدوکې د استراحت ځای

په پاریس کې دوه مرکزونه د ورځنې استقبال چې په مشخص ډول د بالای سینانو کډوالولپاره مرسته وړاندي کوی په لاندي ادرسونو شتون لري: 

- 1 bd du Palis ، 75004 پاریس

- 82 av Denfert-Rochereau,75014 Paris ډنفرټ - روشریو، پاریس

دغه مرکزونه له دوشنبي نه تر جمعې پورې د سهار له 9:00 بجو څخه د مازدیګرتر4:00 بجو پورې خلاص وي. دغه ورځني مرکزونه د غسل کولو لپاره ځای لري، د برق او چارج کولوځایونه او همدارنګه وایفي WIFI ته د لاسرسې امکانت لري.

د ضروري ټولنیزو او اداري پروسیجرونو په اړه معلومات ورکول کیږي. 

 په سایټ کې ټیمونه تاسو ته وخت درکوي چې ستاسو د ټولنیز او اداري وضعیت معلوم کړي. 

 د پناه غوښتنې عریضې او د مهاجرت لپاره اخیستونکو ګامونو په اړه معلومات درکول کیږي. 

په مرکز کې موجود کارمندان په مختلفو ژبو خبري کوي

د مرکزکارمندان ستاسود فرانسوي ژبه او تحصلي سویه ارزوي او همدارنګه ستاسو راتلونکي مسلکي پروژه ارزیابې کوي. له تاسو سره د کارمندني په پروسه کې همکاری کوي، په CV جوړولو کي مرسته، د کارمندني لپاره د رسمي عریضې لیکنه او د ګمارنې لپاره د مصاحبي چمتوکول،...

د هستوګنې او کور موندلو په پروسه کې ملاتړ

ستاسو د وضعیت په اړه ځان خبرول اود استوګنې او کور پیدا کولو په اړه د شته امکاناتوپه هکله معلومات چمتوکول. زمونږ کارکونکي له تاسو سره د اجرااتو په سرته رسولو او شروع کولو کې مرسته کوي.

دکارمندني په پروسه کي مرسته

زمونږ مسؤولین ستاسو د فرانسوي ژبي کچه، تحصلي سویه ارزوي او همدارنګه ستاسو مسلکي پروژه او پلان څیړي.له تاسو سره د دندې پیداکولو پروسه، سي وي CV جوړولو، د کارلپاره د رسمي عریضي په لیکلو او همدرنکه د کارلپاره د مرکي په چمتووالي کې مرسته کوي،...

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

ستاسو استقبال په مرکزکې


یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
8 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
France Horizon

France Horizon