Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د OpenClassrooms سره

OpenClassrooms
د.........لخوا وړاندیز شويOpenClassrooms

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2, C1

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د کار مندني مرکز Pôle Emploi لخوا تمویل شوي آنلاین روزنه ترسره کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

دا څه دي ؟

وړیا آنلاین روزنه د " لرې نه ازادې زده کړې (FOAD) 100 فیصده د کور څخه د زده کړو حل " برنامې د برخې په توګه ، د OpenClassrooms او کارمندنې مرکز Pôle Emploi ترمنځ په همکاری سره.

دا پروګرامونه له تاسو سره ستاسو د نوي مسلکي او شخصي ننګونو په پوره کولو کې مرسته کوي. د 15 روزنیزو کورسونو څخه یو تعقیب کړئ، د کور څخه د لاسرسي وړ، د نوي مهارتونو پراختیا او د ډیجیټل ټکنالوژس په برخه کې یو مسلک چې د دندې مندني زیات امکانات پکې شتون لري زده کړئ، د بیلګې په توګه:

  • د معلوماتي ټکنالوجۍ ماهر یا تخنیکي (پرته د ډیپلوم لرلو له شرطه)
  • د فول سټیک پیل (پرته د ډیپلوم له شرطه)
  • د معلوماتو شنونکی یا ډاټا انلیز (مخکینۍ اړتیا: Bac + 2 یا بیکلاوریټ (د لیسي 12 صنف سند) + څو کاله تجربه، د فرانسوي ژبې B2 کچه)

د روزنیزو پرګرامونو پشپړ لست په لاندې لینک کې شتون لري: oc.cm/oc-ref-info

د راجستر کیدو یا نوم لیکنې لپاره څلور شرایطونه شتون لري:

> د Pôle Emploi سره راجستر کیدل

> انټرنیټ او کمپیوټر ته لاسرسی لرل

> بشپړ وخت شتون لرل د زده کړو لپاره

> عالي انګیزه یا علاقه لرل.

یادونه: نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ؟ دلته د راتلونکي معلوماتي غونډې لپاره ځان راجستر او ثبت کړئ او خپلې ټولې پوښتنې په ژوندۍ بڼه وپوښتئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو مسلکي پروژې پرمخ وړئ، د داسې شرایطو سره چې د ریښتیني سوداګرۍ قضیو څخه الهام اخیستل کیږي. د بریا لپاره، تاسو د خپل ښوونکي (مسلکي رهنما یا لارښود) مرسته له ځان سره لرئ چې له تاسو سره هره اونۍ د ویډیو کنفرانس له لارې ګورئ. تاسو له لرې څخه زده کړه کوئ، مګر تاسو په ښه توګه ملاتړ او مرسته کیږئ! تاسو آنلاین ویډیو درسونو ته هم لاسرسی لرئ.

ستاسو د روزنې له تایید وروسته، تاسو د 5 (bac +2) څخه تر 7 (bac +5) کچې پورې سند ترلاسه کوئ. ستاسو ډیپلوم او مهارتونه به ورسته له تاسو سره په کار موندنه کې مرسته وکړي.

په نهایت کې، تاسو د مسلکي ادغام کوچ یا ټرینر سره د انفرادي ناستو څخه ګټه پورته کوئ. هغه به تاسو سره په چټکۍ سره د دندې یا د کار او زده کړې (الترنانس) مندلو کې مرسته وکړي چې (د روزنې موده ورسته په شرکت کې) چې ستاسو له شرایطو سره مناسب وي.

د کمپیوټر له لارې پرته له دې نه چې نقل مکان وکړئ، تاسو کولی شئ نوي مهارتونه زده کړئ او د هغه مسلک په لور پرمختګ وکړئ چې د ګمارونکو لخوا په لټه کې وي.

د کورس مواد هر وخت د لاسرسي وړ دي.

ټول کورسونه دکارمندني مرکز Pôle Emploi د " لرې نه د لاس رسي زده کړې - 100٪ آنلاین حل" برنامې لاندې 100 فیصده تمویل شوي، د هغو خلکو لپاره چې د کار غوښتونکو په توګه راجستر یا ثبت شوي، پرته د عمر له محدودیت څخه.

روزنه په ټوله فرانسه کې له لیرې یا د خپل کورڅخه د لاسرسي وړ ده.

  • ځینې کورسونه هیڅ شرایط نلري (دا ممکنه ده چې د ډیپلوم پرته ځان پکې راجستر کړئ)
  • ځینې کورسونه دې ته اړتیا لري چې لیسانس ولرئ، یا bac + 2 یا bac + 3
  • که ستاسو مورنۍ ژبه فرانسوي نه وي، ډیری کورسونه دې ته اړیتا لري چې د B2 کچه ولرئ
  • د ځینې روزنو لپاره تخنیکي مهارتونه اړین دي.

د هرې روزنې په اړه ټول دقیق معلومات دلته دي .

څنګه یې وکړو ؟

1. د معلوماتي غونډې لپاره نوم لیکنه کول: دلته

2. خپل غوښتنلیک مستقیم په لاندې ویب پاڼه کې وسپارئ: https://oc.cm/candidature-ref-info

- د تماس فورمه ډکه کړئ

- د نوماندۍ دوسیه واستوئ (سي وي CV، پوښښ لیک، مسلکي پروژه ...)

- په پروګرام کې د داخلې له مسؤول سره د ویډیو کنفرانس له لارې مرکه وکړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د
Pôle emploi
Pôle emploi

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

margotgltmargotgltاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
basheer al ghothanibasheer al ghothaniد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
isenninisenninد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
utilisateur_72712685utilisateur_72712685ایډیټر او کره کتونکی
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
oleoleد صفحي پورته برخه
openclassroomsopenclassroomsایډیټر او کره کتونکی