د Dijon په ښار کې فرانسوي زده کړئ
سره له ASL - Atelier sociolinguistique سره

د Dijon په ښار کې فرانسوي زده کړئ

سره 
له ASL - Atelier sociolinguistique سره

دا څه شی دی؟

ایا تاسو غواړئ فرانسوي زده کړئ؟
د CESAM روزونکي د فرانسوي ژبې زده کړه کې ستاسو ملاتړ کوي.

CESAM یو روزنیز مرکز دیجون کې موقعیت لري چې د دیجون میتروپول په ټولو ناحیو کې فرانسوي کورسونه وړاندې کوي: بوروچیس، فونټین لیس ډیجون چ، بالزاک ، لونګویچ ، چینیو ، ګریسلز ...

Bourroches, Fontaine les Dijon, Balzac, Longvic, Chenôve, Grésilles...

په ASL کې برخه اخیستل تاسو ته اجازه درکوي چې زده کړې وکړي. لیکل شوی او شفاهي فرانسوی او په خپل چاپیریال ځان ښه پوهول چې څنګه فعالیت کوي لکه: روغتیا، تعلیم، اداري سازمان، کلتور، سفرکول ... ټولنیز ژبنيکي ورکشاپونه د محلې ناحیو په مرکزونو کې ترسره کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 65 کاله
موده

له 6 څخه تر 24 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
غوښتل شوی توجیه نامه او دلیل
Titre de séjour
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 65 کاله
موده

له 6 څخه تر 24 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
غوښتل شوی توجیه نامه او دلیل
Titre de séjour
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

ولې دا په زړه پورې ده؟

فرانسوي زده کړئ پداسې حال کې چې د ماشومانو یا کار لپاره هم وخت او شتون ولرئ

ټولنيز ژبنيکي ورکشاپونه په اونۍ کې دوه نيمې ورځې ستاسو کور ته نږدې ترسره کيږي، په هغو ساعتونو کې چې ماشومان په ښوونځي کې وي. دغه زده کړي د ښوونځیو د رخصتیو پرمهال توقف وي.

په خپل چاپیریال د ښه پوهیدو لپاره فرانسوي زده کړئ

یاد اجراات آنلاین ترسره کړئ، د ماشومانو په ښوونځي کې زده کړي وڅارئ، د فعالیتونو تمرین وکړئ ... د CESAM روزونکي به تاسو ته توضیحات درکړي، چې ستاسو په ګاونډ او ښار کې شیان څنګه ترسره کیږي. تاسو کولی شئ چې له روزونکوسره وګورئ، له ښارونو څخه لیدنه وکړئ او نقل او حرکت په هکله ځان بلد کړئ. او همدارنګه د خپل ماشوم سره د لا بهتره کومک او ملاتړ په موخه به وپوهیږی چې ښوونځۍ څنګه کارکوي...

خپل ګاونډ ښه پیژنئ

ورکشاپونه د ګاونډ (ناحیو) په مرکزنو کې ترسره کیږي. تاسو به وکولی شئ د خپل ګاونډ (ناحيه) جشنونو کې برخه واخلئ، د نورو اوسیدونکو سره ګډ فعالیتونه تنظیم کړئ، کتابتون ومومئ، د ولسوالی شهروالۍ او له خپلو ګاونډیانو سره اشنا کیدل ...

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د نوم لیکنې لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ:

د بریښنالیک له لارې: cesam@cesamformation.org

د تلیفون له لارې: 03 80 73 91 40

تاسو کولی شئ راشئ او موږ سره په CESAM, 24 avenue de Stalingrad à Dijon کې هم وګورئ

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
6 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CESAM

CESAM