مهم معلومات
د .....................سره Le CAP'Intégration - Centre d'Accueil et de Préparation à l'Intégration
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د حقونو په اړه ځان خبرول او اداري مرسته ترلاسه کول
دا څه دي ؟
د فرانس تیر د ازیل (France terre d'asile) د ادغام لپاره د هرکلي او چمتووالي مرکز (CAP'I) د 2012 کال په جنوري کې کار پیل کړ، دا پروژه د ایل د فرانس د اقتصاد، کارموندنې، کار او پیوستون (DRIEETS) د سیمه ایز او بین الډیپارټمنټ ریاست لخوا تمویل شوي، چې موخه یې ټولنیز شمولیت ته وده ورکول او د فرانسوي ټولنې کې د نړیوال محافظت څځه ګټه اخیستونکو ادغام دی.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- تاسو کولی شئ پوښتنې وکړئ او د ورځني اداري پروسیجرونو اړوند لکه (د کار مندني مرکز Pôle Emploi، کاف CAF، صحي بیمه CSS، مالیات، ټرانسپورټ سولیداریتي، د بهرنیانو لپاره د اداري طرزالعملونو ترسره کولو ویبپاڼهANEF، د لیکونو لوستل، او داسي نورو) په اړه په کافي د ریفیوجي کې د مرستې غوښتنه وکړئ.
- تاسو به د دې وړتیا هم ولرئ چې د ځانګړو پروسیجرونو او طرزالعملونو لکه د کورنۍ بیا یوځای کیدو یا د فامیل فرانسې ته راوستل، د طبیعي کیدو یا د فرانسي تابعیت لپاره غوښتنلیک ... د حقونو ته د لاسرسي کاري دفتر سره د ملاقات د وخت په اخیستو سره د مرستې څخه ګټه پورته کړئ.
- تاسو کولی شئ د کلف د فرانس (Clef de France) پروګرام له لارې د جغرافیایي خوځښت یا نقل او حرکت له لارې د ادغام او کار موندنې لپاره د ملاتړ څخه هم ګټه پورته کړئ.
تاسو کولی شئ په مختلفو ورکشاپونو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړئ چې د مرکز لخوا جوړیږي او رهبرې کیږي، د بیلګې په توګه:
- د کورنۍ د بیا یوځای کیدو یا فرانسي ته د خپل فامیل راوستلو په اړه معلوماتي غونډې،
- د جغرافیایي خوځښت او نقل او حرکت په اړه د معلوماتو غونډې،
- د ډیجیټل ټکنالوژۍ وسیالو کارولو (SMART) په اړه د معلوماتو غونډې.
که تاسو د دندې یا روزنې په لټه کې یاست، تاسو کولی شئ پوښتنې وپوښتئ او د خپلې مسلکي پروژې پراساس د مشورو او لارښوونو څخه ګټه پورته کړئ.
تاسې همدارنګه کولی شئ چې د سي وي (CV) جوړولو ورکشاپ کې هم نوم لیکنه وکړئ.
تاسو کولی شئ معلومات ترلاسه کړئ او دخپلې کچې سره سم فرانسوي درسونو ته لارښوونه ترلاسه کړئ.
تاسو کولی شئ په کلتوري فعالیتونو کې برخه واخلئ، لکه (موزیم، تیاتر، سینما، کنسرټ، سرکس ...) او د سپورت فعالیتونو (تفریحي سفرونه، پیاده تګ، د فوټبال ټورنمنټونه ...).
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کډوال (BPI) یاست، تاسې کولی شئ پرته له ملاقات څخه په دې پته (69 - 71 Rue Archereau 75019) پاریس ته لاړ شئ، د دوشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار د 9:00 څخه پیل، ترڅو وکولی شئ د خپل وضعیت په اړه تشریحات او معلومات ورکړئ او د مرکز له خدماتو څخه ګټه پورته کړئ.
د کافې دې ریفیجوي (Café des Réfugiés)ته وخته راشئ! د سهار له 9:00 بجو څخه تر 12:30 بجو د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې خلاص وي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
16 مرسته کونکي فعالیت کوي