مهم معلومات
د .....................سره پیوستون
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د کمپیوټر او اټي زده کړو پروګرام
دا څه دي ؟
دا د کمپیوټر لنډمهاله کورسونه دي چې د کمپیوټر کارولو څرنګوالي زده کړه کوي. روزنه د هرې کچې سره تطابق کیږي: پیل کونکی (د کمپیوټر کارول زده کول او په انټرنیټ کې لټون کول) ، منځګړی (سندونه جوړول) او پرمختللي (په سوداګرۍ کې د ایکسل په څیر سافټویر کارولو زده کړه ، پیژندل شوی سند چمتو کول چی (PCIE) په نوم یادیږي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو په ورځني شرایطو کې د کمپیوټر کارول زده کوئ: د عامه خدماتو پلاتفورمونو ته لاسرسی ، د لیدو لپاره انټرنیټ وپلټئ یا خپل شاوخوا ته لاره ومومئ ، د ورډ یا اکسیل سره د اسنادو جوړولو څرنګوالی زده کړئ. او داسې نور
د روزنې په جریان کې ، تاسو په ګروپي شکل او فرانسوي ژبي کې کار کوئ ، کوم چې تاسو سره د دندې موندلو کې مرسته کوي. تاسو په کمپیوټر کې د سي وي (CV) جوړلو زده کړه کوي.
دا "پرمختللي" روزنه تاسو ته اجازه درکوي چې د شرکتونو سره په ورکشاپونو کې برخه واخلئ کوم چې له تاسو سره د دندې په لټون کې کومک کوي. بیا تاسو کولی شئ د کمپیوټري زده کړو کې پیژندل شوې ډیپلوم ترلاسه کړئ چی PCIE په نوم یادیږي.
روزنه په اونۍ کې دوه ځله د دوه ساعتونو لپاره ترسره کیږي ، ماښام یا اونۍ (شنبه او یکشنبه) کې. "ابتدایی" او "منځمهاله" کچو لپاره پروګرام 6 اونۍ او د "پرمختللي" کچې لپاره 16 اونۍ دوام کوي.
روزنیزپروګرام ستاسو د پرمختګ او سابقه رشد سره په مخ ځی: که چیری ستاسو اوسني روزنه پای ته رسیدلې وي، نو بیا هم کولی شئ چي زده کړوته ادامه ورکې اود لوړي کچي پرګرام کې برخه واخلې او پرمختګ وکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
د کونیکسیود ویب پاڼی له لاری ثبت نام وکړي.
د کونیکسیو ټیم غړی به په لڼد وخت کې له تاسو سره اړیکه ونیسي ترڅو له تاسو سره د فزیکي مرکې مهالویش وټاکي او هغه کورس په ګډه وټاکي چې د خپلې کچې سره سم پکې برخه واخلئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
16 مرسته کونکي فعالیت کوي