فرانسوي ټولنه پیژندل
سره له Duos de demain سره

فرانسوي ټولنه پیژندل

سره 
له Duos de demain سره

دا څه شی دی؟

د دې فعالیت هدف له محلې خلګو سره ستاسو په تماس کې کول دي، ترڅو د فرانسي، د فرانسي ټولنه، کلتور پیژندنه کې اوپه فرانسه کې د ژوند کولو طورطریقې په هکله له تاسو سره مرسته وکړي.

 د ښاری سپانسرشپ هدف په منظم ډول د یو داسې شخص سره ملاقات کول دي چې ستاسو سره ستاسو ادغام کې مرسته کوي. دا منظمې غونډې (لږترلږه په میاشت کې یو ځل، د لږ تر لږه شپږو میاشتو لپاره) به تاسو ته اجازه درکړي چې فرانسوي ژبه تمرین کړئ؛ د فرانسوي طرز ژوند، کلتور، مدني ارزښتونه او نهادونه په ښه توګه وپیژنئ او همدارنګه د ښار او سیمې، یادګارونو، پارکونو څخه لیدنه وکړئ.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

ستاسو د فرانسوي ژبي پرمختګ لپاره

په فرانسوي کې د هغه چا سره خبرې او تبادله کول چې ستاسو سره د ژبي په وده کې مرسته کوي.

د نوي خلکو سره لیدو لپاره

تاسو کولی شئ د خپل خداي پلار یا خداي مور له ملګرو سره وګوري او هغوی هم د ځان ملګري کړې. 

د فرانسوي کلتور پیژندل

تاسو له محلي اوسیدونکو سره په لیدو کتو او خپل وخت تیرولو سره په فرانسه کې د ژوند طورطریقي او کلتوري کوډونه، د فرانسې تاریخ او جمهوري ارزښتونه زده کوي. 

د خپل هیواد کلتور او تاریخ شریکولو لپاره

تاسو کولی شئ خپل سپانسر ته د خپل هیواد د تاریخ ، کلتور ، خواړو او ژبې په اړه معلومات ورکړئ.

خپل چاپیریال پیژندلو لپاره

تاسو کولی شئ د ښار څخه لیدنه وکړئ او موزیمونه، کلتوري، سپورتي او تفریحي ځایونه، کوم چې تاسو ته نږدې دي، وګورئ.

د نوي شوقونو تمرین کولو لپاره

لوبې وکړئ، نوي پخلي پخول زده کړئ، کنسرټ ته لاړ شئ، تیاتر، سینما ته لاړشئ او د خپلي علاقې نوې ځایونو سره اشنا شئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

تاسو کولی شئ لاندې پوښتنلیک بشپړ کړئ

د اړتیا په صورت کې د خپل ټولنیز کارکوونکي څخه د مرستې غوښتل مه هیره وئ.

 دلته زور ورکړی

لومړۍ ناسته تنظیم شوې ده

دا فعالیتونه ستاسو د حضور او ستاسو د علاقې وړ ساحو پورې اړه لري، موږ د یوې ناستي له لاري ستاسو او هغه کومک کونکې شخص تر منځ د ملاقات وړاندیز کوو، تر څو تاسو وپیژنئ او خپل کومک اوهکاري له تاسو سره پیل کړي.

کله چې تاسو وغواړئ خپل خدای مور یا پلار سره ملاقات وکړئ

تاسو او له تاسو سره همکاري کونکی شخص کولی شي په ګډه پریکړه وکړئ، چي سه کول غواړی په دغه موده د همکاري کي، د غونډې وخت اوتعداد (په میاشت کې لږترلږه یوه ناسته).

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
8 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
FTDA

France Terre d'Asile