د اروپایي ټولنې په یوه هېواد کې د ترلاسه شوي یا په رسمیت پېژندل شوي ډیپلوم سره د روغتیا په برخه کې کار کول

د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي годину тому
ایا تاسو د روغتیا په برخه کې داسې ډیپلوم لرئ چې د اروپایي ټولنې (UE)، د اروپا د اقتصادي سیمې (EEE) یا سویس په یوه هېواد کې مو ترلاسه کړی وي یا هلته په رسمیت پېژندل شوی وي؟
تاسو کولای شئ د ځانګړو شرایطو په پوره کولو سره د خپل ډیپلوم په اتوماتیک ډول په رسیمت پېژندنه ترلاسه کړئ یا په فرانسه کې د خپل مسلک د ترسره کولو اجازه واخلئ.
مهم معلومات: که تاسو په فرانسه کې د نړیوالې ساتنې بل ډول ګټهاخیستونکي یاست، د ډیپلوم د پېژندنې یا د مسلک د ترسره کولو د اجازې د ترلاسه کولو په برخه کې د فرانسوي وګړو په څېر له ورته حقونو څخه برخمن یاست.
کړنلارې ستاسو د مسلکي وړتیا (Qualification) له مخې توپیر لري: طبي، درمل جوړونې یا پارامیډیکل برخې.
د طبي او درمل جوړونې د مسلکونو لپاره باید د لاندې دوو حالتونو ترمنځ توپیر وشي:
- د دپلوم په اتوماتیکه ډول په رسمیت پېژندنه (Reconnaissance automatique): کله چې تاسو خپل ډیپلوم په اروپایي ټولنه (UE) یا د اروپا په اقتصادي سیمه (EEE) کې ترلاسه کړی وي او ډیپلوم مو د اروپایي مقرراتو ټاکل شوي شرایط پوره کړي.
- د مسلک د ترسره کولو د اجازې غوښتنه (Demande d’autorisation d’exercice): په ځانګړې توګه هغه وخت چې تاسو خپل ډیپلوم له اروپایي ټولنې څخه بهر ترلاسه کړی وي، خو وروسته د اروپایي ټولنې یا د اروپا د اقتصادي سیمې په یوه هېواد کې په رسمیت پېژندل شوی وي.
د پارامیډیکل مسلکونو (Professions paramédicales) لپاره باید په فرانسه کې د خپل اروپایي مسلکي وړتیا پر بنسټ د مسلک د ترسره کولو اجازه وغواړئ. دا کړنلاره د دې له مخې توپیر نه کوي چې ډیپلوم مو په اروپایي ټولنه یا د اروپا په اقتصادي سیمه کې ترلاسه کړی وي، او که د نافذه مقرراتو له مخې له اروپایي ټولنې بهر ترلاسه شوی او وروسته د اروپایي ټولنې یا د اروپا د اقتصادي سیمې په یوه هېواد کې په رسمیت پېژندل شوی وي.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
زده کړې
کار
روزنه
زده کړې کول او کار کول
د روغتیا په برخه کې زده کړې ترسره کول یا بیا پیل کول
خپلې زده کړې تمویل کول
د روغتیا په برخه کې کار کول
یوشرکت او یا یوه اتحادیه جوړه ول
د روغتیا په برخه کې یوه روزنه موندل
12 مرسته کونکي فعالیت کوي
xavidumاډمین
irایډیټر او کره کتونکی
niknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
nouد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
Aleksandra.tokmakovaد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه