Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په ایل-دو-فرانس کې د DU Passerelle لپاره نوم لیکنه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 17 jours

د DU Passerelle روزنیز پروګرام په جلاوطنۍ کې خلکو یا کډوالو ته اجازه ورکوي چې د فرانسې په یو پوهنتون کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې اړینه کچه ترلاسه کړي.

مهم معلومات: په ایل-دی-فرانس کې، د MEnS شبکه او 13 پوهنتونونه د DU Passerelle لپاره یو واحد طرزالعمل او د غوښتنلیک فورمه وړاندې کوي.

پوهنتونونه دا دي:

  • Sorbonne Université
  • Université Paris Nanterre
  • Université Paris Dauphine-PSL
  • Université Paris Saclay
  • Université Paris Est Créteil
  • Université Paris Cité
  • École Nationale des Ponts et Chaussées
  • Université Sorbonne Nouvelle
  • Université Paris 1 Panthéon Sorbonne
  • Université Sorbonne Paris Nord
  • Institut Catholique de Paris
  • INALCO
  • Migrens - Ecole Nationale Supérieur

څنګه یې وکړو ؟

د DU Passerelle هر روزنیز کورس مختلف دی.

تاسو کولی شئ د دې سند له لارې د هر DU Passerelle پروګرام په اړه معلومات پرتله کړئ (د فرانسوي ژبې کچه، د کورس موقعیتونه، موده او د روزنې مهالویش، د عمر اړتیا) .

په 13 ګډون کوونکو پوهنتونونو کې د DU Passerelle لپاره د غوښتنلیک ورکولو څرنګوالی

د دې لپاره چې له دغو 13 پوهنتونونو څخه یوه ته غوښتنلیک ورکړئ، باید حتمي د ګډ آنلاین فورمې (Formulaire commun en ligne) له لارې نوم‌لیکنه وکړئ.

د غوښتنلیک نېټې

  • د غوښتنلیک فورمه د 2026 کال د اپرېل له 15مې څخه د مې تر 31مې پورې پرانیستی وي.
  • د غوښتنلیک دوهم پړاو به د 2026 کال د اکتوبر له 12 مې څخه تر 28مې نیټې پورې یوازې د B1 فرانسوي ژبې کچې لپاره د Université Paris Cité په چوکاټ کې ترسره شي.

په فورمه کې کوم معلومات غوښتل کېږي؟

تاسو باید د لاندې موضوعاتو په اړه معلومات ورکړئ:

ستاسو شخصي معلومات

  • جنسیت
  • عمر
  • تابعیت
  • د اوسېدو ښار
  • او نور شخصي معلومات

ستاسو تحصیلي سابقه

  • د فرانسوي ژبې کچه
  • ترلاسه شوي ډیپلومونه
  • پخوانی د زده کړو رشته یا تخصص
  • او نور تحصیلي معلومات

ستاسو د راتلونکي پلانونه

  • په پوهنتون کې د زده کړو پروژه
  • مسلکي یا کاري پروژه
  • ستاسو راتلونکي اهداف
مهم معلومات: پوهنتونونو سره مستقیم تماس نیول یا جلا غوښتنلیک لېږل ګټه نه لري. یوازې هغه غوښتنلیکونه ارزول کېږي چې د رسمي ګډ فورمې له لارې سپارل شوي وي. د فورمې د ډکولو پر مهال هیڅ ثبوتي سند (Document justificatif) ته اړتیا نشته. که ستاسو دوسیه ومنل شي، اړوند پوهنتون به وروسته له تاسو څخه د اړتیا وړ اسناد وغواړي.
یادونه: که د فورم د ډکولو پر مهال له کومې ستونزې سره مخ شئ، کولی شئ د لاندې برېښنالیک له لارې مرسته وغواړئ: du.passerelle.idf@gmail.com

د پوهنتونونو انتخاب

تاسو کولی شئ تر 4 پوهنتونونو پورې انتخاب کړئ.

خپل انتخابونه باید د خوښې له مخې په لاندې ترتیب سره وټاکئ:

  • لومړی انتخاب (Vœu 1) = ++++ (تر ټولو غوره انتخاب)
  • دوهم انتخاب (Vœu 2) = +++
  • درېیم انتخاب (Vœu 3) = ++
  • څلورم انتخاب (Vœu 4) = +

ستاسو غوښتنلیک به هغه پوهنتون ته ولېږل شي چې ستاسو له پروفایل، زده کړو او پروژې سره تر ټولو ډېر مناسب وي.

مهم معلومات: ستاسو دوسیه به د هغو 4 پوهنتونونو له خوا په یو وخت ونه ارزول شي.

دا پلیټ فارم به ستاسو معلومات او ستاسو د غوره توبونو ترتیب تحلیل کړي. ستاسو غوښتنلیک به یوازې د څلورو پوهنتونونو څخه یوازي یوه پوهنتون ته واستوي چې ستاسو د پروفایل سره غوره سمون ولري.
که ټاکل شوی پوهنتون نور ځای ونه لري یعنې هغه پوهنتون چې ستاسو دوسیه ورته لېږل شوې وي خپلې ټولې څوکۍ (Quota) ډکې کړې وي، نو ستاسو دوسیه به بل مناسب پوهنتون ته وړاندې شي.

او ورپسې څه وکړو؟

تاسو به د خپلې فورمې له سپارلو وروسته د تایید بریښنالیک ترلاسه کړئ.

ضرورې یادونه: برېښنالیکونه ډیری وخت په سپیم فولډر کې پای ته رسیږي، په یاد ولرئ چې په منظم ډول یې وګورئ.

یادونه: تاسو به د پروسې په جریان کې د خپلې دوسیې د پرمختګ په اړه بریښنالیکونه ترلاسه کړئ.

د طرزالعمل او دوسیې په اړه د هرې پوښتنې لپاره، تاسو کولی شئ د du.passerelle.idf@gmail.com سره اړیکه ونیسئ.

که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، نو د پوهنتونونو څخه یو به تاسو سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسي ترڅو د ژبې ازموینه او مرکه ترسره کړئ.

د بلنې وروسته، پوهنتون به تاسو ته خبر درکړي چې تاسو د دوی په پروګرام کې منل شوي یاست.

یادونه: که تاسو ونه منل شئ، ستاسو غوښتنلیک به د انتظار په لیست کې واچول شي. که ورسته په بل پوهنتون کې کوم نوماند له خپلې څوکۍ تیر شي یا نوم لیکنه لغوه کړي، نو امکان لري چې تاسو د یو بل پوهنتون (DU Passerelle) پروګرام لپاره بیا راوبلل شئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د انتظار لیست یوازې د هغو نوماندانو لپاره پرانستی وي چې دمخه د یوه پوهنتون لخوا د ازموینې لپاره رابلل شوي وي.

هر کال د غوښتنلیکونو شمېر د شته ځایونو څخه ډېر وي

هر کال د DU Passerelle پروګرامونو لپاره د غوښتونکو شمېر د شته ځایونو په پرتله ډېر زیات وي. له همدې امله، پوهنتونونه نه شي کولی ټول نوماندان ازموینې یا مرکې ته راوبولي. هغوی اړ دي چې د ټاکلو او انتخاب پروسه ترسره کړي.

که تاسو د ازموینې یا مرکې لپاره ونه بلل شئ، دا هېڅکله ستاسو د زده کړو سابقه، تجربې یا وړتیاوو په اړه منفي قضاوت نه دی. دا یوازې د محدودو ځایونو او د ډېرو غوښتنلیکونو له امله وي. تاسو ته به د برېښنالیک له لارې یو پیغام درواستول شي چې پکې به په ایل-دو-فرانس (Île-de-France) کې د فرانسوي ژبې د نورو کورسونو او پروګرامونو لینکونه شامل وي.

یادونه: تاسوکولی شئ راتلونکی کال بیا غوښتنه وکړئ. که تاسو د ښار د بدلون امکان لرئ، تاسو کولی شئ د ile-de-France سیمې څخه بهر د DU Passerelle نور پروګرامونو هم وګورئ.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • réseau mensایډیټر او کره کتونکی
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • anny333د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles