Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د طبي روغتیايي مسلکي کسانو لپاره د موقتي کاري اجازې غوښتنه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 16 jours

که تاسو داسې ډیپلوم لرئ چې تاسو ته اجازه درکوي چې د اروپایي اتحادیې (EU) څخه بهر په یو هیواد کې د ډاکټر، غاښونو ډاکټر، درمل جوړونکي یا قابله په توګه کار وکړئ او تاسو مسلکي تجربه لرئ، تاسو کولی شئ د کار د اجازې پروسې پیل کولو دمخه د موقتي کار اجازې (AEP) لپاره غوښتنه وکړئ .

د AEP لپاره غوښتونکی باید د 3 کلونو کاري تجربه وښيي په نښه شوي مسلک او تخصص کې ، په فرانسه یا بهر کې.

مهم معلومات: د مسلکي کار سند (AEP) درلودل د پام وړ ګټې وړاندې کوي: دا کارموندنې ته لاسرسی اسانه کوي او د کار کولو اجازې ورکولو پروسې (APP) په جریان کې ساده ازموینو ته اجازه ورکوي. پدې توګه AEP د کار کولو لپاره د وروستي اجازه ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
یادونه: دا معلوماتي پاڼې ستاسو په مسلک مسیر کې د بریالیتوب لپاره مشورې وړاندې کوي او همدارنګه د روغتیا په سکتور کې د نورو ممکنه روزنې او کارموندنې فرصتونو لپاره، پداسې حال کې چې تاسو د خپل مسلک تمرین کولو لپاره انتظار کوئ.

څنګه یې وکړو ؟

د موقتي کاري اجازې د غوښتنې لپاره اړین اسناد

د موقتي کاري اجازې د ترلاسه کولو لپاره باید لاندې اسناد ولرئ:

1. ستاسو ډیپلومونه او زده کړې

هغه اسناد وړاندې کړئ چې ستاسو زده کړې او ترلاسه شوي ډیپلومونه په خپل هېواد یا بل هېواد کې ثابتوي.

2. ستاسو مسلکي تجربه

باید ثابته کړئ چې تاسو لږ تر لږه 3 کاله په بشپړ وخت (Temps plein) د روغتیايي مسلکي کس په توګه کار کړی دی. له دې 3 کلونو څخه: لږ تر لږه 1 کال باید د تېرو 3 کلونو په موده کې ترسره شوی وي. ځینې عملي روزنیزې دورې هم د مسلکي تجربې په توګه حسابېدای شي، لکه: انټرنات یا د زده کړو د پای عملي کار (Stages de fin d’études)

3. ستاسو د فرانسوي ژبې کچه

باید داسې سند وړاندې کړئ چې وښيي تاسو په فرانسوي ژبه کې دومره مهارت لرئ چې په طبي چاپېریال کې کار وکړئ.

لږ تر لږه غوښتل شوې کچه عموماً B2 وي. د اړتیا وړ دقیقې کچې اعلان هر کال د فرانسې د روغتیا وزارت له خوا کېږي.

4. ستاسو شخصي ژمنه

باید یوه د عزت پر بنسټ اعلامیه (Attestation sur l’honneur) لاسلیک کړئ چې پکې ژمنه کوئ د موقتي اجازې له پای ته رسېدو مخکې به د د پوهې د ارزونې ازموینې (EVC – Épreuves de Vérification des Connaissances) ترسره کوئ.

همدارنګه باید د یوه روغتون ژمنه (Engagement) ولرئ چې تاسو به استخداموي.

د یادونې وړ

د اجباري اسنادو تر څنګ، لاندې اسناد هم سپارښتنه کېږي: ژوندلیک (CV)، په فرانسه کې د ترسره شوي کار اسناد (که موجود وي)، د سپارښتنې لیکونه، د پوهنتون اضافي ډیپلومونه... د غاښونو ډاکټرانو لپاره: د کاري فعالیت راپور، د بیړنیو طبي مرستو د روزنې سند (AFGSU)، او نور اړوند اسناد.

تاسو باید د یوې ادارې څخه لیکلي ژمنه ولرئ چې دا په ګوته کوي چې که چیرې د کار کولو اجازه ورکړل شي نو دوی به تاسو ته د کار کولو موافقه درکړي.

دا ژمنه له لاندې ځایونو ځه ترلاسه کیدای شي:

  • د عامې روغتیا تاسیسات (روغتون)،
  • د یو خصوصي، غیر انتفاعي روغتیا پاملرنې مرکز څخه،
  • یا یو ټولنیز یا طبي-ټولنیز تاسیسات یا خدمت.

اداره باید یو سند چمتو کړي چې مشخص کړي:

  • چې هغه ژمنه کوي چې که اجازه ورکړل شي نو تاسو به استخدام کړي،
  • هغه څانګه چې تاسو به پکې کار کوئ،
  • ستاسو د فعالیت په جریان کې طبي څارنه پلان شوې ده.

د روغتون د استخدام ژمنې (Engagement) ترلاسه کولو لپاره باید د خپلې تخصصي څانګې اړوندو د عامه روغتونونو (Hôpitaux publics) د څانګې مشرانو ته مستقیمې غوښتنلیکونه (Candidatures spontanées) واستوئ.

یادونه: که تاسو د روغتیا له یوې پوهنځي سره تړاو لرئ (د پوهنتون ډیپلومونو یا ماسټرۍ په چوکاټ کې) ، تاسو کولی شئ د هغه څانګې څخه چې د پوهنتوني ډیپلومونو چاري پرمخ وړي یا د مسلکي ادغام مسؤلیت لرونکي څانګې څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

د روغتیا پاملرنې مرکزونه د ډاکټرانو لپاره د AEP غوښتنلیکونه په ځانګړو وختونو کې دلاندې ویبپاڼي له لارې سپاري: demarche.numerique.gouv.fr

د سیمه ییزې روغتیا ادارې (ARS) د هر ډول قضیو لپاره د غوښتنلیک بشپړتیا او مناسبیت بیاکتنه کوي. که غوښتنلیک بشپړ وي، نو بیا د ARS کمیټې یا د ملي مدیریت مرکز (CNG) کمیټې لخوا د بهرنیو وړتیاو لرونکو روغتیا پاملرنې مسلکیانو لپاره بیاکتنه کیږي.

د 2025 کال د جنوري د 16 مې فرمان د دې کمیسیونونو ترمنځ د مسلک او تخصص له مخې د غوښتنلیکونو ازموینه ویشي.

مهم معلومات: د ټولو سیمو لپاره د سپارلو دورې په کال کې دوه ځله خلاصې وي. تاسو کولی شئ نیټې د CNG یا ARS ویب پاڼو کې ومومئ.

د غوښتنلیک بیاکتنه یا ارزونه ممکن یو څه وخت ونیسي:

  • د سي این جي لپاره 3 میاشتې؛
  • او د ARS لپاره څلور میاشتې.

په عین حال کې، د 2025 کال د جولای 30 مې نیټې د لارښوونې سره سم، د ARS څخه د کار کولو موقتي اجازې غوښتنه کول ممکن دي.

او ورپسې څه وکړو؟

که کمېسیون تاسو ته موقتي کاري اجازه (AEP) درکړي

که کمېسیون ستاسو د موقتي کاري اجازې (Autorisation d’Exercice Provisoire - AEP) غوښتنه ومني، نو تاسو به وکولای شئ د موقتي قراردادي همکار متخصص (Praticien Associé Contractuel Temporaire - PACT) په توګه کار وکړئ.

په دې چوکاټ کې به تاسو وکولای شئ:

  • د مخنیوي (Prévention) خدمتونه ترسره کړئ؛
  • ناروغۍ تشخیص (Diagnostic) کړئ؛
  • طبي درملنه او پاملرنه (Soins) وړاندې کړئ؛
  • یا د خپلې مسلکي څانګې له مخې د طبي بیولوژۍ (Biologie médicale) اړوند کارونه ترسره کړئ.

تاسو به د یوه داسې متخصص تر څارنې لاندې کار کوئ چې په فرانسه کې د بشپړ کار اجازه لري او ستاسو په هماغه تخصص کې وړتیا لري. تاسو به هر وخت وکولای شئ له هغه څخه مشوره او مرسته وغواړئ.

معاش: شاوخوا 2100 یورو خالص (Net) په میاشت کې، پرته له نوکریو یا د شپي کار کول (Gardes).

د قرارداد موده: د PACT قرارداد 13 میاشتې وي چې یو ځل د تمدید وړ دی. اعظمي موده یې 26 میاشتې ده.

که کمېسیون تاسو ته AEP درنه کړي

که کمېسیون تاسو ته موقتي کاري اجازه (AEP) درنه کړي، یا تاسو لا د غوښتنې لپاره اړین شرایط نه پوره کوئ، نو کولی شئ د FFI (Faisant Fonction d’Interne) دندې د موندلو هڅه وکړئ. هغه دنده ده چې په روغتون کې د انټرن (Interne) په څېر کار ترسره کوئ. د FFI په توګه ترسره شوی کار وروسته ستاسو د مسلکي تجربې (Années d’exercice) د کلونو په حساب کې شاملېدای شي او د راتلونکو غوښتنلیکونو لپاره ګټور تمامېږي.

د FFI حالت، چې د عامې روغتیا کوډ د R.6153-41 څخه تر R.6153-44 مادو پورې چمتو شوی، په اصل کې د روزنیز کورس ( DFMS / DFMSA ) په چوکاټ کې چمتو شوی.

په عملي ډول، د ډاکټرانو د کمښت له امله ، دا اوس په پراخه کچه د روغتونونو لخوا د بهرنیو ډاکټرانو د ګمارلو لپاره کارول کیږي، ډیری وختونه د دوی د EVC څخه مخکې او د پوهنتون له نوم لیکنې پرته. دا پروسیجر عام دی، حتی که دا د حالت د اصلي چوکاټ سره په سمه توګه مطابقت ونلري.

تاسو به د FFI حالت او د تعقیبولو ګامونو په اړه نور عملي معلومات په دې معلوماتي پاڼو کې ومومئ.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • irایډیټر او کره کتونکی
  • mbmlد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles