la pilule du lendemain ګولۍ خوړل (د امیندوارۍ بیړني درمل) - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

la pilule du lendemain ګولۍ خوړل (د امیندوارۍ بیړني درمل)

د.........لخوا وړاندیز شوي Réfugiés.info ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 11 jours

د سبا ورځې ګولۍ (La pilule du lendemain) د حمل د مخنیوي یوه بیړنۍ طریقه ده، چې د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

دا یو درمل دي چې تاسو یې هغه وخت اخیستلی شئ چې له محافظت پرته یا په ناسم ډول له محافظت سره جنسي اړیکه لرلې وي. د بېلګې په توګه:

  • د کانډوم نه کارول
  • د کانډوم شلېدل یا د جنسي اړیکې پر مهال د هغه ایستل
  • د حمل د مخنیوي د ګولۍ هېرول
  • د حمل د مخنیوي د ګولۍ له اخیستلو وروسته کانګې کول یا اسهال کیدل.

مهم معلومات: د سبا ورځې ګولۍ (La pilule du lendemain) یوازې د حمل د مخنیوي یوه بیړنۍ طریقه ده. دا د دې لپاره نه ده چې هره ورځ د حمل د مخنیوي د وسیلې په توګه وکارول شي، خو د ژوند په اوږدو کې یا د یوه کال په ترڅ کې څو ځله اخیستل کېدای شي او خطر نه لري.

یادونه: د حمل د مخنیوي بیړني درمل د شنډوالي لامل نه کیږي : دا د اولاد راوړلو پر وړتیا هیڅ منفي اغیزه نه لري.

خبرداری: د سبا ورځې ګولۍ (La pilule du lendemain) د جنسي اړیکو له لارېد لیږدیدونکو انتاناتو یا ناروغیو په وړاندې ساتنه نه کوي.

د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه : د جنسي اړیکو له لارې د لېږدېدونکو انتاناتو معاینه کول

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د سبا ورځې ګولۍ (La pilule du lendemain) له لاندې ځایونو څخه وغواړئ:

مهم معلومات: که تاسو د 18 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ د سبا ورځې ګولۍ (La pilule du lendemain) وړیا او په محرم ډول غوښتنه وکړئ (ستاسو معلومات به په راز کی ساتل کیږي).
تاسو کولی شئ دا په ورته ځایونو کې ومومئ، یا ستاسو د منځني یا عالي لیسې په روغتون کې.

د سبا ورځې ګولۍ (La pilule du lendemain) وړیا ده. تاسو د ډاکټر نسخې ته اړتیا نلرئ. تاسو یوازې اړتیا لرئ چې لاندې اسناد وړاندې کړئ:

  • د روغتیا بیمې کارت
  • یا د روغتیايي حقونو سند
  • یا د AME کارت (دولتي طبي مرسته).

یادونه: حتی که د Carte Vitale کارت یا د AME کارت هم ونه لرئ، تاسو کولی شئ د سبا ورځې ګولۍ په جنسي روغتیا مرکز یا د معاینې مرکز کې په وړیا توګه ترلاسه کړئ.

باید ګولۍ د بې‌ محافظته جنسي اړیکې وروسته، څومره ژر چې امکان ولري وخوړل شي. هر څومره ژر چې درمل وخورئ، هغومره یې اغېز ډېر وي.

د ګولۍ د اخیستلو لپاره د ورځو اعظمي موده د درملو له ډول سره تړاو لري:

  • 3 ورځې د لیوونورجېسټرېل (Lévonorgestrel) د ګولۍ لپاره (د بېلګې په توګه Norlévo®)؛
  • 5 ورځې د اولیپریسټال اسټېټ (Ulipristal acétate) د ګولۍ لپاره (د بېلګې په توګه EllaOne®).

یادونه: د درملو له اخیستو وروسته، تاسو ممکن لږ خونریزي، زړه بدوالی، یا ستاسو د میاشتني دورې بدلون تجربه کړئ. دا اړخیزې اغیزې معمولا ژر له منځه ځي.

خبرداری: که چیرې د ګولۍ اخیستو څخه په دریو ساعتونو کې کانګې یا شدید اسهال رامنځته شي، نو تاسو باید بله ګولۍ وخورئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د سبا ورځې ګولۍ (La pilule du lendemain) تل اغېزمنه نه وي، په ځانګړي ډول که تاسو یې له جنسي اړیکې څو ورځې وروسته استفاده کړئ.

د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړئ امیندواره نه یاست، کولی شئ د امیندوارۍ معاینه وکړئ.

تاسو کولی شئ معاینه په لاندې وختونو کې ترسره کړئ:

  • د میاشتني عادت د ځنډ له لومړۍ ورځې څخه
  • یا لږ تر لږه د جنسي اړیکې 14 ورځې وروسته.

که معاینه تر ټاکلي وخت مخکې ترسره کړئ، کېدای شي پایله یې په ناسم ډول منفي وي.

د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه «د امیندوارۍ معاینه کول»

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • Aceاډمین
  • xavidumاډمین
  • valentine (ri)ایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles