د امیندوارۍ ازموینه کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د امیندوارۍ ازموینه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Réfugiés.info ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 8 jours

د امیندوارۍ ازموینه کولی شي تاسو ته معلومات درکوي چې ایا تاسو امیندواره یاست او که نه. د امیندوارۍ ازموینې ترسره کولو لپاره بېلابېلې لارې شتون لري:

  • د ادرار معاینې له لارې
  • د وینې معاینې له لارې.

یادونه: تاسو کولی شئ دا ازموینه د خپلې میاشتنۍ دورې له لومړۍ ورځې څخه یا لږترلږه د جنسي اړیکې څخه 14 ورځې وروسته ترسره کړئ.
که ټسټ ډیر ژر ترسره کړئ، کیدای شي پایله یې په غلطۍ سره منفي وي.

څنګه یې وکړو ؟

د ادرار معاینه یوه کوچنۍ پلاستيکي لرګي ته ورته وسیله ده. تاسو اړتیا لرئ چې د ادرار څو څاڅکي پرې واچوئ او څو دقیقې انتظار وکړئ. ورسته،

  • که تاسو یوه کرښه وګورئ: تاسو امیندواره نه یاست.
  • که تاسو دوه کرښې وګورئ: تاسو امیندواره یاست.

تاسو کولی شئ د ادرار معاینه په درملتون یا سوپر مارکیټ کې واخلئ. دا په اوسط ډول د 2 او 10 یورو ترمنځ لګښت لري. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ټولنیزې روغتیا بیمي له خوا یې لګښت نه ورکول کیږي.

یادونه: د وړیا ادرار معاینې ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ د کورنۍ پلان جوړونې مرکز ته لاړ شئ.

که ستاسو د ادرار معاینه پایله مثبته وي، د وینې معاینه به په ډاډ سره معلومه کړي چې ایا امیندواره یاست که نه.

د دې لپاره چې لګښت ورنه کړئ، باید له ډاکټر یا قابلې (sage-femme) سره د ملاقات وخت واخلئ، څو تاسو ته طبي نسخه (ordonnance) درکړي.

یادونه: تاسو کولی شئ د طبي نسخې پرته هم د وینې معاینه ترسره کړئ، خو باید د هغې لګښت خپله ورکړئ (شاوخوا 15 یورو).

وروسته د وینې معاینه په یوه طبي لابراتوار کې ترسره کېږي. تاسو کولی شئ د Doctolib له لارې د ملاقات وخت واخلئ. د وینې د معاینې لګښت د ټولنیزې روغتیا بیمې (Sécurité sociale) له خوا بېرته ورکول کېږي.

دا فایل ولولئ: د Refugees.info حقیقت پاڼه " په ډاکټولیب کې د طبي ملاقات وخت اخیستل "

تاسو به د معاینې پایلې په هماغه ورځ یا بله ورځ ترلاسه کړئ.

او ورپسې څه وکړو؟

که تاسو امیندواره یاست او غواړئ چې ماشوم ولرئ، تاسو کولی شئ د Refugees.info معلوماتي پاڼه " ستاسو د امیندوارۍ څارنه " ولولئ.

خو، که تاسو امیندواره یاست او ماشوم نه غواړئ، تاسو کولی شئ د Refugees.info معلوماتي پاڼه " د امیندوارۍ پای ته رسول (سقط) " ولولئ.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • Aceاډمین
  • juliepاډمین
  • xavidumاډمین
  • valentine (ri)ایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • Aleksandra.tokmakovaد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles