Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د جنسي اړیکو له لارې لېږدېدونکو ناروغیو (IST) معاینه ترسره کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 jours

جنسي لېږدېدونکې ناروغۍ (IST) هغه ناروغۍ دي چې د جنسي اړیکو پر مهال له یوه کس څخه بل ته لېږدېدلی شي.

د IST بېلابېل ډولونه شته، او ځینې یې جدي روغتیایي ستونزې رامنځته کولی شي.

له همدې امله، دا مهمه ده چې په منظم ډول معاینه (dépistage) ترسره کړئ، په ځانګړي ډول په لاندې حالتونو کې:

  • که مو له کنډوم (préservatif) پرته جنسي اړیکه لرلې وي، یا کنډوم څېرې شوی وي، او د مقابل لوري د معاینې وضعیت معلوم نه وي؛
  • که غواړئ له خپل جنسي شریک سره د کنډوم کارول بند کړئ؛
  • که په کال کې له څو کسانو سره جنسي اړیکې لرئ؛
  • که دا نښې لرئ: د تناسلي غړو خارښت یا درد، د ادرار پر مهال درد، د نس د لاندې برخې درد او نور.
    یادونه: کېدای شي IST ولرئ، خو هېڅ نښه ونه لرئ.

د IST معاینه په بېلابېلو طبي ازموینو ترسره کېږي:

  • د وینې معاینه؛
  • د ادرار معاینه؛
  • په خپله معاینه کول (auto-prélèvement) له مهبل (vagin) یا مقعد (anus) څخه.
د IST د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه وسیله کنډوم (préservatif) دی. که له کنډوم پرته جنسي اړیکه لرئ، نو غوره ده چې تاسو او ستاسو جنسي شریک دواړه لومړی د IST معاینه ترسره کړئ.
یادونه: IST یوازې د جنسي اړیکې نیولو (pénétration) له لارې نه لېږدېږي؛ بلکې د نورو جنسي تماسونو له لارې هم انتقالېدای شي. ناروغي د ښځې او سړي ترمنځ، د دوو نارینه‌ وو ترمنځ او د دوو ښځو ترمنځ جنسي اړیکو کې هم لېږدېدلی شي. هر جنسي تمایل (orientation sexuelle) چې ولرئ، د اړتیا په صورت کې باید معاینه ترسره کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

سی جي دی دی CeGIDDs د وړیا معلوماتو، معایناتو، او تشخیصي مرکزونه دي. دوی وړیا او بې نومه STI ازموینه وړاندې کوي. تاسو د ډاکټر نسخې یا ستاسو د روغتیا بیمې کارت ته اړتیا نلرئ.

تاسو کولی شئ په دې نقشه کې تاسو ته نږدې د CeGIDD یو مرکز ومومئ.

یادونه: څرنګه چې CeGIDD ته ډېر خلک مراجعه کوي، نو سپارښتنه کیږي چې د پرانیستلو په وخت کې راشئ.
مهم معلومات: د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې ازموینه بې نومه پاتې شي، ډاکټر به تاسو ته د یوې شمیرې سره یوه ورقه درکړي چې ستاسو د نوم د څرګندولو پرته به ستاسو پیژندنه وکړي. دا اړینه ده چې دا ټوټه تر هغه وخته پورې وساتئ تر څو چې تاسو د خپلې ازموینې پایلې ترلاسه نه کړئ.

تاسو کولی شئ د IST لپاره په مستقیم ډول په لابراتوار کې معاینه وکړئ. د دې کولو لپاره، تاسو باید لومړی د خپل ډاکټر څخه د نسخې ترلاسه کولو لپاره وخت ونیسئ.

تاسو کولی شئ د لاندې ډکټرانو سره د ملاقات وخت ونیسئ:

  • یو عمومي معالج؛
  • د نسايي ولادي متخصص؛
  • یوه قابله.

تاسو کولی شئ د ډاکټر سره د ملاقات وخت په ډاکټولیب کې واخلئ.

> ولولئ: د Refugees.info معلوماتي پاڼه " په ډاکټولیب کې د طبي ملاقات وخت اخیستل"

بیا، تاسو کولی شئ په ډاکټولیب کې په یو لابراتوار کې د ملاقات وخت وټاکئ او د ملاقات په ورځ خپل نسخه له ځانه سره راوړئ. په لابراتوار کې د ملاقات وخت ټاکل لازمي ندي، مګر سپارښتنه کیږي چې هلته د وخت ضایع کیدو څخه مخنیوی وشي.

یادونه: په لابراتوار کې د معاینې ترسره کول پدې معنی دي چې تاسو اړتیا نلرئ د CeGIDD په څیر د اوږدې مودې لپاره د خپل نوبت انتظار وکړئ، ولې طبي معاینات په لابراتوار او CeGIDD کې یو شان دي.
مهم معلومات: که تاسو د 26 کلونو څخه کم عمر لرئ او د فرانسې د ملي روغتیا بیمې کارت (کارټ ویټال) لرئ، نو تاسو په لابراتوار کې د وړیا HIV ازموینې کولو لپاره نسخې ته اړتیا نلرئ. تاسو باید په لابراتوار کې د ملاقات وخت ونیسئ او خپل کارټ ویټال له ځانه سره راوړئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د IST د معاینې (dépistage) د پایلو ترلاسه کول:

  • که مو معاینه په CeGIDD کې ترسره کړې وي، باید بېرته هماغه مرکز ته لاړ شئ او هغه پاڼه یا سند له ځان سره ولرئ چې ستاسو د پېژندنې لپاره درکړل شوي؛
  • که مو معاینه په لابراتوار کې کړې وي، پایلې به عموماً د برېښنالیک (ایمیل) له لارې درولېږل شي. تاسو کولی شئ په حضوري ډول هم لاړ شئ او د کاغذي پایلو کاپي ترلاسه کړئ.

که تاسو کومه جنسي لېږدېدونکې ناروغي (IST) ولرئ، د معاینې د مرکز ډاکټران به تاسو ته د درملنې او پاملرنې په اړه لارښوونې وکړي.

یادونه: د جنسي لېږدېدونکو ناروغیو ډېری ډولونه په څو ورځو کې د مناسبو درملو په وسیله درملنه کېدای شي.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • valentine (ri)ایډیټر او کره کتونکی
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • ayahد صفحي پورته برخه
  • mspد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • zheidikد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles