Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د نسايي او ولادي ډاکټر سره کتل

د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 9 jours

د ښځو متخصص ډاکټر (Gynécologue) هغه ډاکټر دی چې د ښځو د روغتیا په برخه کې تخصص لري. هغه د هغو روغتیايي ستونزو درملنه او څارنه کوي چې له لاندې موضوعاتو سره تړاو لري:

  • میاشتنی عادت (حیض)
  • جنسي روغتیا
  • امیندوارۍ
  • د ښځینه تناسلي غړو ناروغۍ، لکه د سینې سرطان
  • د ښځو د تناسلي غړو پرېکون (ختنه یا Excision)
مهم معلومات: قابلې ( sages-femmes) چې د ښځو د روغتیا په برخه کې تخصص لري، په ځانګړي ډول د امیندوارۍ د څارنې لپاره، هم د ښځو متخصص ډاکټر پر ځای مشوره ورکولی شي. ځینې کورني یا عمومي ډاکټران هم د ښځو د ناروغیو (Gynécologie) تخصص لري.
یادونه: که تاسو ډېر راحت احساس کوئ، کولی شئ د ښځینه متخصصې ډاکټرې سره وخت واخلئ.

د لومړۍ ښځینه معاینې لپاره کوم ټاکلی لږ تر لږه عمر نشته؛ تاسو کولی شئ حتی که له ۱۸ کلونو کم عمره یاست هم وخت واخلئ.

مهم معلومات: په لاندې حالتونو کې باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي:
- د غیر عادي رنګ لرونکي ترشحاتو (افرازاتو) شتون،
- د نس د ښکته برخې شدید درد،
- خارښت،
- غیر عادي وینه بهېدنه د میاشتني عادت پر مهال یا له هغه بهر...

څنګه یې وکړو ؟

د نسايي متخصص سره د لیدو لپاره، تاسو کولی شئ په ډاکټولیب کې د ملاقات وخت واخلئ.

ولولئ: د Refugees.info معلوماتي پاڼه "په ډاکټولیب کې د ملاقات وخت اخیستل"

د نسايي ولادي ملاقاتونو 70 سلنه لګښت د فرانسې د ملي روغتیا بیمې (Sécurité sociale) لخوا ورکول کیږي. د پیسو د بیرته ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د ملاقات په وخت کې خپل د روغتیا بیمې کارت (Carte Vitale) او که تاسو یې لرئ نو خپل اضافي روغتیا بیمې کارت (mutuelle) راوړئ.

یادونه: که تاسو د 18 کلونو څخه کم عمر لرئ (یو کوچنی)، نو تاسو اړ نه یاست چې د نسایی متخصص ته د تګ لپاره د خپلو والدینو سره یو ځای ولاړ شئ.
ستاسو مور او پلار ته به ستاسو د طبي لیدنې په اړه خبر نه ورکول کیږي؛ دا "محرم" پاتې کیږي.

تاسو کولی شئ د کورنۍ پلان جوړونې مرکز کې هم وخت ونیسئ. د زیرسنانو لپاره مشورې وړیا دي.

د نسايي او ولادي متخصص ډاکټر سره ملاقات تر ډېره خبرې اترې وي. دا یو فرصت دی چې تاسو د خپل بدن، جنسي روغتیا او یا د خپلو روغتیايي ستونزو په اړه ټولې پوښتنې مطرح کړئ.

له هغې وروسته، ډاکټر ممکن طبي معاینه ترسره کړي. د دې معاینې موخه دا ده چې وګوري تاسو ښه روغتیا لرئ او یا ځینې ناروغۍ ژر تشخیص کړي.

یادونه: تل معاینه نه ترسره کېږي؛ دا ستاسو د عمر، وضعیت او اړتیاوو پورې اړه لري. ډاکټر تل د معاینې له پیل مخکې تشریح کوي چې څه کوي. تاسو حق لرئ چې معاینه ومنئ یا یې رد کړئ.

د سینو معاینه

  • ډېری وخت له 25 کلنۍ وروسته، ډاکټر ستاسو سینې او د بغلونو برخه په نرمۍ سره ګوري او لمس کوي.
  • دا معاینه لومړی په ناسته او بیا په پرېوتې (څملستې) حالت کې ترسره کېږي.
  • د دې معاینې موخه دا ده چې معلومه شي آیا کومه غوټه یا غیر عادي پړسوب شته که نه.

نسايي ولادي معاینه (Examen gynécologique)

  • دا معاینه عموماً د جنسي ژوند له پیل وروسته او یوازې د اړتیا په صورت کې ترسره کېږي.
  • تاسو باید پر ځانګړې معایناتي تخت څملئ.
  • پښې مو پر ځانګړو ځایونو کېږدئ.
  • ډاکټر ممکن د سپیکولوم (Spéculum) په نوم یوه کوچنۍ وسیله وکاروي چې مهبل (واژن) په نرمۍ سره پرانیزي ترڅو دننه برخه وګوري.

د سپیکولوم په مرسته ډاکټر کولی شي فروټي (Frottis) هم ترسره کړي.

فروټي (Frottis)

فروټي یوه ساده نمونه اخیستنه ده چې په کې د رحم د غاړې (Col de l’utérus) له خولې څخه د پنبې د کوچني لرګي په وسیله څو حجرې اخیستل کېږي.

د دې ازموینې موخه دا ده چې معلومه کړي حجرې نورمالي دي که نه.

فروټي د رحم د غاړې د سرطان د ژر تشخیص لپاره کارول کېږي. سرطان یوه جدي ناروغي ده، خو که ژر تشخیص شي، درملنه یې اسانه وي.

  • لومړی فروټي عموماً له 25 کلنۍ وروسته وړاندیز کېږي.
  • که تاسو هېڅکله جنسي اړیکه نه وي لرلې، دا معاینه ضروري نه ده.
  • که د ازموینې پایله عادي وي، سپارښتنه کېږي چې هر 5 کاله وروسته یو ځل بیا فروټي ترسره شي.

او ورپسې څه وکړو؟

که څه هم تاسو کومه ځانګړې روغتیايي ستونزه نه لرئ، بیا هم مهمه ده چې په منظم ډول نسايي ولادي ډاکټر (Gynécologue) ته مراجعه وکړئ. دا د رحم د غاړې او سینې د سرطانونو د ژر تشخیص (Dépistage) لپاره ګټور دي.

دا سپارښتنې ستاسو د عمر له مخې توپیر لري:

  • له 25 کلنۍ وروسته: سپارښتنه کېږي چې هر کال یو ځل د ښځو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ. دا د دې لپاره ده چې ډاډ ترلاسه شي د رحم د غاړې سرطان نښې شتون نه لري.
  • له 50 کلنۍ وروسته: سپارښتنه کېږي چې هر دوه کاله وروسته یو ځل ماموګرافي (Mammographie) ترسره کړئ. دا د سینو ځانګړې طبي معاینه ده چې د سینې سرطان د تشخیص لپاره کارول کېږي. د ماموګرافي لپاره باید په یوه راډیولوژۍ (د طبي انځور اخیستنې) مرکز کې وخت واخلئ. دا معاینه د راډیولوژیست (Radiologue) له خوا ترسره کېږي.

که تاسو احساس کوئ چې تاسو ته بده مشوره درکړل شوې ده یا ستاسو د خبرو اوریدو لپاره وخت نه دی درکړل شوی، تاسو حق لرئ چې مسلکي کسان بدل کړئ.

دا مهمه ده چې یو نسايي او ولادي متخصص ومومئ چې تاسو ورسره آرام احساس کوئ.

یادونه: د بل مسلکي پته ترلاسه کولو لپاره د خپل شاوخوا خلکو (د کورنۍ ډاکټر، ملګري، او نور) څخه د مشورې غوښتنه کولو څخه ډډه مه کوئ.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • valentine (ri)ایډیټر او کره کتونکی
  • nouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • mspد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles