د کورني تاوتریخوالي په صورت کې مرسته ترلاسه کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 19 joursکورنی تاوتریخوالی (violences conjugales) هغه تاوتریخوالی دی چې د یوې جوړې (couple) په اړیکه کې رامنځته کېږي، کله چې یو شریک (یا پخوانی شریک) غواړي بل کس کنټرول او تر خپل واک لاندې وساتي.
دا تل اسانه نه وي چې وپېژندل شي، ځکه بېلابېل ډولونه لري. د بېلګې په توګه:
- ستاسو شریک غواړي ستاسو تګ راتګ، هغه کسان چې ورسره ګورئ او هغه پیغامونه چې لېږئ، کنټرول کړي؛
- ستاسو شریک پر تاسو ملنډې وهي، سپکاوی کوي او تل مو ارزښت کموي؛
- ستاسو شریک تاسو ټېل وهي، ښوروي یا وهي ټکوي، او بیا وايي چې د هغه د تاوتریخوالي لامل تاسو یاست؛
- ستاسو شریک تاسې لمس کوي یا مو د جنسي اړیکې لپاره مجبوروي، په داسې حال کې چې تاسې نه غواړئ.
ښه ده چې پوه شئ:
یادونه: څنګه پوه شو چې دا یوازې شخړه ده او که کورنی تاوتریخوالی؟ په عادي شخړه کې دواړه کسان په مساوي حالت کې وي. په کورني تاوتریخوالي کې قرباني تر کنټرول او واک لاندې وي او بل کس پرې برلاسی وي.
په فرانسه کې کورنی تاوتریخوالی د قانون له مخې منع دی او قانوني سزا لري.
که تاسو قرباني یا شاهد یاست، دا ستاسو غلطې نه ده، مهمه ده چې له یوه باوري کس، ډاکټر، ټولنیز کارکوونکي یا مرستندویه ادارې سره خبرې وکړئ.
مهم معلومات: په بیړني حالت کې، 17 (پولیس) یا 112 (بیړنۍ طبي او ژغورنې مرستې) ته زنګ ووهئ.
که تاسو خبرې یا اوریدل نشئ کولی، نو د 114 (طبي بیړني حالت) ته یو متن پیغام SMS واستوئ.
که تاسو خبرې یا اوریدل نشئ کولی، نو د 114 (طبي بیړني حالت) ته یو متن پیغام SMS واستوئ.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
روغتیا
کورنۍ
اداري
د رواني روغتیا په برخه کې مرسته ترلاسه کول
زما د روغتیا لپاره اجراآت او کړڼي
زما د کورنۍ لپاره پروسیجرونه
د ښځو او ماشومانو روغتیا
رواني مرسته ترلاسه کول
د خپلو حقونو پیژندل او ورته درناوۍ کیدل
16 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnierاډمین
claudia mاډمین
xavidumاډمین
valentine (ri)ایډیټر او کره کتونکی
gitoroد صفحي پورته برخه
mariamد صفحي پورته برخه
niknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
mspد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
scarlettد صفحي پورته برخه
annabatoevnaد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه