Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ماشوم پاملرنې مرستیال کیدل

د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

د ماشومانو د پاملرنې مرستیال د ماشومانو د ملاتړ په لومړۍ لیکه کې وي، که هغه په وړکتون، د زیږون په څانګه، یا د روغتون په خدماتو کې.

دوی د ماشومانو د ودي په موخه د هغوی په څارنه، پاملرنه او هوساینه کې مرسته کوي. دوی د والدینو ملاتړ کې هم مرسته کوي.

د ماشوم پاملرنې مرستیال په توګه کار کولو لپاره، تاسو باید د دولت د ماشوم پاملرنې مرستیال ډیپلوم ولرئ. د دې ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د ماشوم پاملرنې مرستیال روزنې انسټیټیوټ (IFAP) کې روزنه بشپړه کړئ.

هغه کډوال چې د پارامیډیکل ډیپلومونو لري ولې په رسمیت ندې پیژندل شوي، کولی شي په چټکۍ سره د ماشوم پاملرنې مرستیال په توګه کار وکړي پداسې حال کې چې په خپل مسلک کې د کار کولو وړتیا ته انتظار کوي.

یادونه: که تاسو پدې برخه کې تجربه لرئ، تاسو کولی شئ د "بې سرحده تجربو" برنامې له لارې د ماشوم پاملرنې مرستیال ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره خپله مسلکي تجربه تایید کړئ (VAE). د دې لپاره، تاسو باید لږترلږه یو کال د ماشوم پاملرنې، آرامۍ او حفظ الصحې په برخو کې کار کړی وي.
تاسو کولی شئ په ورته وخت کې د میډیکو - ټولنیز سکتور کې کار پیل کړئ، پداسي حال کې چې تاسو خپل VAE ترسره کوئ.

څنګه یې وکړو ؟

معلومات او ثبت نام د هر ماشوم پاملرنې مرستیال روزنیز انسټیټیوټ (IFAP) کې شتون لري.

یادونه: شاوخوا 140 د IFAP انسټیټیوټونه په ټول هیواد کې په بېلا بېلو سیمو کې شتون لري. تاسو کولی شئ لیست دلته ومومئ.

تاسو باید د IFAP ویب پاڼې څخه د ثبت نام یا راجستریشن فورمه ډاونلوډ کړئ (یا یې په خپله ترلاسه کړئ) او بشپړ کړئ.

عموما اړینه ده چې د یادې دوسیې سره لاندې اسناد ضمیمه کړئ:

  • د هویت سند
  • په لاس لیکل شوی انګیزه لیک
  • یوه سي وي CV
  • (د زده کړې په صورت کې) د لاسلیک شوي تحصیلي تړون یوه کاپي یا ټول هغه اسناد چې د هغه طرزالعملونو ترسره کیدل توجیه کوي چې د زده کړې تړون په نږدې وخت کې د لاسلیک کولو په نظر کې نیولو سره اخیستل شوي وي
  • د دوه مخونو اعظمي په لاس لیکل شوی یو سند چې ستاسې د شخصي او مسکلي تجربې په اړه توضیحات په کې تشریح شوي یا د روزنې څخه د توقعاتو سره سم ستاسې مسلکي پروژه پکې تشریح شوي وي،
  • ژباړل شوي ډیپلومونه.

د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه وکړئ"

یادونه: ستاسو د فایل لیږلو وروستۍ نیټه په هر IFAP پورې اړه لري. په کال کې دوه ځلې په روزنه کې د داخلي امکان شتون لري. د سپتمبر په میاشت کې ښوونځي ته د بیرته راستنیدو لپاره، دا نیټه د ورته کال د جون د 10 او د جون 30 ترمنځ ټاکل شوې ده.

که ستاسو دوسیه ومنل شئ، نو له هغې ورسته به تاسو یوه شفاهي مرکه ترسره کړئ.

د مرکې په جریان کې به دا اړین وي چې لاندې معلومات ورکړئ:

  • خپل ځان معرفي کول
  • تشریح کول چې ولې تاسو غواړئ د ماشوم پاملرنې مرستیال شئ
  • د ماشوم پاملرنې مرستیال روزنې مینځپانګې باندې پوهیدل
  • د ماشوم پاملرنې مرستیال دنده تشریح کول
  • ډاډ ورکول چې تاسو د زده کړې فیس پوښلو لپاره مالي تمویل لرئ
  • ستاسو د انساني او اړونده ځانګړتیاو په اړه خبرې کول: ستاسو د دلچسپي او علاقي وړ شیان څه دي، ستاسو رضاکارانه فعالیتونه، ستاسو نرم مهارتونه، او نور.
یادونه: مرکه د 15 څخه تر 20 دقیقو پورې دوام کوي. د انتخاب طرزالعملونه د ټولو روزنیزو موسسو لپاره یو شان دي.
تاسو ته به په شخصي توګه ستاسو د پایلو څخه په لیکلي توګه خبر درکړل شي.
که تاسو مثبت ځواب ترلاسه کړئ، تاسو به د IFAP ته د خپل ثبت نام یا راجستریشن تصدیق کولو لپاره 7 کاري ورځې ولرئ چې خبر ورکړئ. د دې نیټې په درناوي کې محتاط اوسئ! که نه، ستاسو ځای به بل نوماند ته وړاندیز شي.

ستاسو د زده کړې تمویل لپاره ډیری بورسونه شتون لري:

  • که تاسو د کار غوښتونکي یاست، تاسو کولی شئ د خپل فرانس تخوی مشاور څخه ستاسو د روزنې لپاره د تمویل یا مالي مرستي غوښتنه وکړئ. حتی ستاسو د روزنې په جریان کې د پیسو ترلاسه کولو فرصتونه شتون لري .
  • سیمه (ریجن) کولی شي د پیرامیډیکل مسلکونو لپاره میاشتنۍ مرستې تمویل کړي. د ایل دی فرانس لپاره بېلګه دلته وګورئ.
یادونه: په روزنه کې په 22 اونیو کې نږدې 770 ساعته نظري او کلینیکي تدریس شتون لري، او همدارنګه په مسلکي چاپیریال کې د 22 اونیو په اوږدو کې د 770 ساعتونو عملي ستاجونه شتون لري.

او ورپسې څه وکړو؟

ستاسو د ماشوم پاملرنې مرستیال ډیپلوم ترلاسه کولو وروسته، تاسو ته ډیری امکانات شتون لري.

تاسو کولی شئ کار وکړئ:

  • په یو وړکتون یا ورځنۍ پاملرنې مرکز کې : پدې کې د 3 کالو څخه کم عمره ماشومانو پاملرنه شامله ده، دوی ته خواړه ورکول، د دوی پمپر یا لباس بدلول، دوی ته پرمختیایي فعالیتونه وړاندې کول، په خپلواکه کیدو کې د دوی ملاتړ کول شامل دي.
  • د زیږون په یوه څانګه کې دنده په اصل کې د ماشومانو پاملرنه او د والدینو ملاتړ کول شامل دي.

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • irایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nour alhoudaد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • mariya9د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • sabirد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles