د غیر EU طبي یا پارامیډیکل ډیپلوم سره په کلینیکي څیړنو کې کار کول
د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un anکلینیکي څیړنه د بیولوژیکي یا طبي پوهې د پراختیا لپاره د ناروغو یا روغو خلکو باندې ترسره کیږي، د بیلګې په توګه د نوي درملنې اغیزمنتیا یا خوندیتوب معلومول یا د نوي طبي وسایلو کارولو لپاره.
د کلینیکي څیړنو او تجاربو شمیر په ټوله نړۍ کې په دوامداره توګه د زیاتوالي په حال کې دی (د 2015 راهیسې + 40 سلنه) او په یاد سکتور کې مسلکي کسان (روغتونونه، روغتیایی شرکتونه، فرعي قراردادیان) په منظمه توګه نوي کسان استخدام وي.
په کلینیکي څیړنه کې، دوه مسلکونه د هغه خلکو لپاره د لاسرسي وړ دي چې د غیر EU ډیپلوم لري، لکه، د نرس، درمل جوړونکي، ډاکټر یا لابراتوار تخنیکین په توګه، د لنډ روزنیز کورس بشپړولو وروسته (شاوخوا 200 ساعته).
- د کلینیکي مطالعاتو تخنیکین (TEC) : دا کس د تحقیق کونکي ډاکټر، طبي ټیم او ناروغانو ترمنځ منځګړیتوب کوي. دهغه دنده په ځانګړې توګه د څیړنېزي مطالعې له لارې د ناروغانو شخصي معلوماتو ترلاسه کول دي. هغه دا معلومات تحلیلوي، دا د طبي ټیمونو سره شریکوي، دا طبقه بندي کوي، او د مطالعې په اوږدو کې ناروغان تعقیبوي. هغه په یوه سایټ کې کار کوي، د بیلګې په توګه د پوهنتون د روغتون په مرکز (CHU) کې د کلینیکي تحقیقاتو مرکز. دا مسلک د BAC +2 یا BAC +3 بشپړولو ورسته د لاسرسي وړ دی.
- د کلینیکي څیړنې همکار (ARC) : دا کس د پروموټړ (څوک چې د مطالعې امر ورکوي) او د تحقیق کونکي ډاکټر ترمینځ منځګړي یا همغږي کونکي په توګه کار کوي. هغه د ناروغانو سره مستقیم اړیکه نلري. د مطالعاتو د یوې برخې په توګه چې ډیری کلینیکي تحقیقاتي مرکزونه پکې شامل دي، هغه ممکن په ډیری سایټونو کې کار کولو ته اړتیا ولري او له همدې امله په مکرر ډول سفر کوي. هغه په ځانګړي توګه د ساینسي، تخنیکي او تنظیمي څیړونو او تجاربو د کیفیت نظارت او کنټرول مسؤلیت په غاړه لري. دا مسلک عموما BAC +5 تحصیلاتو لرونکو کسانو ته د لاسرسي وړ دی.
تمهمه یادونه: تاسو باید د TEC په توګه کار کولو لپاره د فرانسوي (B2/C1) خورا ښه کچه ولرئ، او د ARC په توګه کار کولو لپاره د فرانسوي او انګلیسي خورا ښه کچه (B2/C1) ولرئ.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
11 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
djedoد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
ghannam laspresesد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه