Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کورنۍ د ثبت کتابچه (livret de famille) ترلاسه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Ofpra ...میاشي کیږي چې نوي شوي 3 місяці тому

د کورنۍ د ثبت کتابچه یو رسمي سند دی چې یا خو د ښاروالۍ لخواصادریږي، یا د افپرا لخوا، یا د ټولنیز وضعیت مرکزي خدماتو لخوا صادریږي.

د کورنۍ ریکارډ کتاب کې (livret de famille) ستاسو د کورنۍ د غړو د زیږون، واده یا مړینې سندونو خلاصه پکې ثبت شوي وي. دا په ځینو مواردو کې تازه یا اصلاح کیږي.

په فرانسه کې، د هرې واده کړي جوړي لپاره د کورنۍ د ثتب یوه کتابچه ورکول کیږي.

مهمه یادونه: د کورنۍ د ثبت کتابچه لرل لازمي نه ده، ولې ستاسې په اجراآتو یا طرزالعملونو کې یې ممکن له تاسو څخه غوښتنه وشي. دا مهمه ده چې دا په احتیاط سره وساتئ.

د مثال په توګه، د کورنۍ ریکارډ کتابچه لرل لازمي نه دی:

  • د کورنۍ د یوځای کیدو په پروسه کې
  • په ښوونځي کې د خپلو ماشومانو د ثبتولو لپاره
  • د کار ترلاسه کولو لپاره

دا مقاله تاسو ته د مختلفو قضیو په اړه معلومات درکوي په کومو کې چې تاسو د کورنۍ د ثبت کتابچه ترلاسه کوئ.

مهمه یادونه: د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ کتابچه تاسو ته لیږل کیږي یا تاسو ته د باصلاحیته ادارې لخوا په اتوماتيک ډول درکول کیږي. نو تاسو اړتیا نلرئ د هغې غوښتنه وکړئ.

په ځینو مواردو کې، تاسو به د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ کتابچه ونه لرئ. په هغه صورت کې تاسو باید د خپل وضعیت او شرایطو په اساس، د واده سند یا ستاسو د ماشومانو د زیږون سند وړاندې کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

اوفپرا Ofpra به تاسو ته په اوتومات ډول د کورنۍ دثبت کتابچه واستوي که تاسو د خپل محافظت څخه دمخه واده کړی وي او اوفپرا ستاسو د واده سند جوړ کړی او صادر کړی وي.

د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ په کتابچه کې لاندې نومونه لیکل کیږي:

  • ستاسو نوم
  • د هغه چا نوم چې تاسو ورسره واده کړی
  • د یادې نکاح یا واده څخه د زیږیدلو ماشومانو نومونه چې په فرانسه کې شتون ولري

که چیرې یو ماشوم په فرانسه کې زیږیدلی وي، نو د یاد ماشوم د زیږون ثبت نام په هغه ښاروالی کې ترسره کیږي چیرې چې ماشوم دنیا ته راغلی وي، د زیږون ځای ښاروالی د زیږون سند صادروي.

مهمه یادونه: که ستاسو ماشومان په فرانسه کې شتون ونلري، دوی نشي کولی د کورنۍ د ثبت کتابچه کې نه لیکل کیږي.

په ځینو مواردو کې، د افپرا Ofpra اداره به اضافي معلوماتو ته اړتیا ولري ترڅو د کورنۍ د ثبت کتابچه کې ځینې نومونه ولیکي.

که تاسو په بهر کې زیږیدلي ماشومان لرئ چې ستاسو په څیر یې په ورته وخت کې پناه اخیستې وي، آفپرا به تاسو ته د مجرد مور او پلار یا شریک ژوند کوونکو والدینو لپاره د کورنۍ د ثبت کتابچه واستوي.

لاندې نومونه به په کتابچه کې ولیکل شي:

  • ستاسو نوم
  • د بل پلار یا مور نوم که چیرې هغه د افپرا Ofpra لخوا خونديتوب یا کډوالی اسناد ترلاسه کړي وي
  • د یاد واده څخه د زیږیدلو ماشومانو نومونه چې په فرانسه کې شتون ولري.

که چیرې یو ماشوم په فرانسه کې زیږیدلی وي، نو د یاد ماشوم د زیږون ثبت نام په هغه ښاروالی کې ترسره کیږي چیرې چې ماشوم دنیا ته راغلی وي، د زیږون ځای ښاروالی د زیږون سند صادروي.

مهمه یادونه: که ستاسو واده د اوپرا لخوا نه وي پیژندل شوی ( د یو نه زایات ودونه، د اصلي هیواد قانون ته درناوی نه وې شوی، د واده کړي جوړي څخه یو یې د 16 کلونو څخه کم عمر درلود)، تاسو به شریک ژوند کوونکو مور او پلار په توګه وپیژندل شي.

که ستاسو ماشومان په فرانسه کې شتون ونلري، تاسو به د کورنۍ د ثبت کتابچه ترلاسه نکړئ.

په ځینو مواردو کې افپرا Ofpra به اضافي معلوماتو ته اړتیا ولري ترڅو د کورنۍ د ثبت کتابچه کې ځینې نومونه ولیکي.

که ستاسو ماشومان ستاسو د خوندیتوب یا اسنادو ترلاسه کولو وروسته فرانسې ته راشي، تاسو کولی شئ د خپلو ماشومانو د زیږون سندونو او په فرانسه کې یې د شتون تثبتولو اسنادو په لیږلو سره د آفرا څخه د کورنۍ د ثبت کتابچې غوښتنه وکړئ.

که تاسو دمخه د آفپرا د کورنۍ دثبت کتابچه لرئ، تاسو کولی شئ به هغې کې د خپلو ماشومانو د نومونو د ثبتولو غوښتنه وکړئ.

دا اسناد باید د پوست له لارې افپرا ته د دې لپاره چمتو شوي فورمې سره یوځای واستول شي:

په بهر کې زیږیدلي ماشوم لپاره د زیږون سند د OFPRA لخوا رامینځته شوی د کورنۍ د ثبت کتابچه کې د راجسټریشن لپاره د غوښتنې فورمې ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.

یادونه: که ستاسو ماشومان د پناه غوښتنه وکړي او ترلاسه یې کړي، د کورنۍ د ثبت کتابچه (livret de famille) به تاسو ته درکړل شي که تاسو یې نه لرئ؛ که تاسو ته د کورنۍ د ثبت کتابچه لا دمخه درکړل شوې وي، له تاسې به وغوښتل شي چې دا بشپړ کړئ.

که تاسو په فرانسه کې واده وکړئ وي او تاسو لا تر اوسه د کورنۍ ریکارډ کتاب (livret de famille) نه لرئ، دا د یادې ښاروالۍ مسؤولیت دی چیرې چې واده ولمانځل شي چې تاسو ته به دا کتابچه د واده په ورځ درکړي.

که تاسو دمخه د شریک ژوند کوونکي مور او پلار په توګه د کورنۍ د ثبت کتابچه ترلاسه کړي وي، نو ښاروالۍ به د واده سند له لارې د کورنۍ د ثبت کتابچه بشپړه کړي.

که تاسو واده نه وي کړی او ستاسو ماشوم په فرانسه کې زیږیدلی وي، په هغه صورت کې د ښاروالۍ مرکز چیرې چې ستاسو لومړی ماشوم په فرانسه کې زیږیدلی وي، تاسو ته به ستاسو د کورنۍ ثبت کتابچه درکړي.

که یوازې ستاسو ماشوم خونديتوب یا د کډوالی اسناد ولري او دواړه مور او پلار یې قبولي یا اسناد ونه لري، نه آفپرا او نه ښاروالۍ کولای شي چې د کورنۍ دثبت یا ریکارډ کتابچه تاسې ته درکړي.

یادونه: دا ستاسې مسؤولیت نه دی چې آفپرا سره اړیکه ونیسئ، ولې دا د ښاروالۍ مسؤولیت دی چې کتابچه ولیږي ترڅو په سمه توګه بشپړه شي.

داسې قضیې یا حالات شتون لري چیرې چې تاسو د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ کتابچه نه ترلاسه کوئ.

پدې حالتونو کې د آفپرا یا په فرانسه کې د یوې ښاروالی څخه د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ کتابچې غوښتنې کولو ته اړتیا نشته:

  • که تاسو مجرد یاست او اولاد نلرئ
  • که تاسو واده نه وي کړئ او ستاسو ماشومان په فرانسه کې شتون نلري
  • که ستاسو واده د آفپرا لخوا نه وي پیژندل شوی او تاسو ماشومان نلرئ یا هغوی په فرانسه کې شتون نلري
  • که تاسو د خپل کډوالی اسنادو ترلاسه کولو وروسته بهر واده کړی وي او هغه هیواد چې تاسو پکې واده کړی د کورنۍ د ثتب یا ریکارډ کتابچه نه ورکوي.
مهمه یادونه: د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ کتابچې نشتوالی د دې مخنیوی نه کوي چې ستاسو میرمن یا ماشومان په فرانسه کې ستاسو سره یوځای نشي.
د کورنۍ د بیا یوځای کیدو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د Réfugiés.info پاڼه وګورئ.

دا ممکنه ده چې د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ کتابچه ترلاسه کړئ، ولې ستاسو ټوله کورنۍ په دې کې ثبت نشئ.

ددې لپاره زیات شرایط شتون لري چې دا تشریح کوي:

  • ستاسو ماشومان په فرانسه کې شتون نلري
  • که تاسو څو میرمنې لرئ (په فرانسه کې څو واده جواز نلري او یوازې لومړۍ میرمن به ستاسو میرمن وګڼل شي)
  • که ستاسو یو ماشوم د کډوالی اسنادو اخیستو څخه دمخه مړ شوی وي
  • که تاسو د یو څخه زیاتو کسانو سره ماشومان دنیا ته راوړي وي، تاسو به د یو نه زیات د کورنۍ دثتب کتابچه ترلاسه کړئ.
یادونه: په دغه ډول قضیو کې تاسو اړتیا نه لرئ چې د افپرا سره اړیکه ونیسئ.

او ورپسې څه وکړو؟

که تاسو خپل د کورنۍ د ثبت کتابچه له لاسه ورکړي وي یا که تاسو د کورنۍ دوهمې د ثبت کتابچې ته اړتیا لرئ (د مثال په توګه د جلا کیدو په صورت کې)، دا ممکنه ده چې د استوګنې ځای د ښاروالۍ څخه د نقل غوښتنه وکړئ.

دا به د باصلاحیته ادارې سره د تماس نیولو مسؤلیت ولري.

  • که چیرې اوفپرا تاسو ته د یو شریک ژوند کوونکي جوړې په توګه د کورنۍ دثبت کتابچه در کړې وي او تاسو پریکړه وکړئ چې واده وکړئ، د واده ځای ښاروالۍ به تاسو ته د کورنۍ د ثبت نوی کتابچه درکړي یا به د کورنۍ د ثبت کتابچه بشپړه کړي چې مخکې د آفپرا لخوا صادره شوي وي.
  • که افپرا Ofpra تاسو ته د کورنۍ دثبت کتابچه او د واده سند درکړي او تاسو د طلاق پریکړه وکړی، آفپرا به ستاسو د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ کتابچه نوي کړي.
  • که تاسو د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ کتابچه لرئ چې د ښاروالۍ لخوا صادر شوي وي او تاسو پریکړه وکړئ چې واده وکړئ، نو هغه ښاروالۍ چیرې چې تاسو واده کړی وي تاسو ته به د کورنۍ د ثبت یا ریکارډ نوي کتابچه درکړي.
  • که تاسو د طلاق پریکړه وکړئ، دا د ښاروالۍ مسؤولیت دی چې تاسو ته یې د واده سند درکړی چې ستاسو د کورنۍ د ثبت کتابچه نوي کړي.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • modernisation_protectionایډیټر او کره کتونکی
  • bissoد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • ksufrelandد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه

Liens utiles