Panneau de gestion des cookies

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2, C1, C2

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د اورپایي اتحادې هیوادنو څخه بهر ترلاسه شوي ډیپلوم سره د فزیوتراپیست په توګه کار کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

دا څه دي ؟

لکه څنګه چې د اروپایی اتحادیې څخه بهر ترلاسه شوي د فزیوتراپي په برخه کې ډیپلومونه په فرانسه کې په رسمیت نه پیژندل کیږي، نو تاسو باید خپلې زده کړې له سره پیل کړئ ترڅو فرانسوي ډیپلوم ترلاسه کړئ او په فرانسه کې د کار کولو وړ شئ.

د فزیوتراپي په برخه کې د دولتي ډیپلوم ترلاسه کولو روزنه پنځه کاله دوام کوي (د پوهنتون لومړی کال بیا په انسټیټیوټ کې څلور کاله) چې د نظري زده کړو او عملي کار یا ستاجونو په ترسره کولو سره ترسره کیږي.

که تاسو دمخه په خپل هیواد کې د فزیوتراپیست په توګه کار کړی وي، تاسو کولی شئ د روزنې انسټیټیوټ ته د ننوتلو لپاره د ځانګړي طرزالعمل او پورسي څخه ګټه پورته کړئ او خپلې زده کړې ترسره کړئ (لومړی ګام وګورئ).

مهمه یادونه: په فرانسه کې د فزیوتراپي روزنې (47) انسټیټیوټونه شتون لري، خصوصي یا عامه ( لته په کلیک کولو سره لیست وګورئ ). د زده کړې لګښت د انسټیټیوټ پورې اړه لري، چې په کال کې له €170 څخه تر €9,300 پورې دی. اوسط لګښت €4,500 دی، ولې مرستې شتون لري (دوهمه مرحله وګورئ).

تاسو باید لږترلږه د فرانسوي B2 کچه ولرئ.

څنګه یې وکړو ؟

په انسټیټیوټ کې د نوم لیکنې لپاره چې د مساج - فزیوتراپي په برخه کې تاسو د دولتي ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره چمتو کوي، ولې تاسو باید لومړی په پوهنتون کې په لاندې رشتو کې د لومړې کال زده کړې ترسره کړئ:

  • د ساینس، ټیکنالوژۍ، روغتیا برخو کې ( د PASS او LAS په شمول)
  • یا د فزیکي او سپورتي فعالیتونو ساینس او تخنیکونو برخه کې ( STAPS ).

که تاسو د پوهنتون لومړي کال زده کړې په کومه بله برخه کې بشپړ کړې وي، تاسو باید لږترلږه 10 ECTS کریډیټه د روغتیا اړوند برخه زده کړو کې ترلاسه کړي وي.

په پوهنتون کې د داخلي او نوم لیکنې لپاره، تاسو باید په پارکورسوپ (Parcoursup) کې نوم لیکنه وکړئ.

د یو تعلیمي کال وروسته، تاسو باید د خپلو زده کړو د دوام لپاره د روزنې په انسټیټیوټ کې نوم لیکنه وکړئ. د درخواست او نوم لیکنې لپاره اړین اسناد په انسټیټیوټ پورې اړه لري چې له تاسې څخه کوم ډول اسنادو غوښتنه کوي. تاسو باید په دې اړه د خپلې خوښې انسټیټیوټونو سره تماس ونیسئ او معلومات ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: ټول ملاتړ کونکي او اړین اسناد چې ستاسې د غوښتنې دوسیې سره باید ضمیمه شي، هغه باید ټول په فرانسوي ژبه کې لیکل شوي وي یا د تایید شوي یا رسمي ژباړونکي لخوا ژباړل شوي وي.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه کې "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه وکړئ" فایل ولولئ.

د هغو خلکو لپاره چې دمخه یې زده کړې بشپړ کړي او ډیپلوم لري یو ځانګړی عمومي طرزالعمل شتون لري:

که تاسو د مساج - فزیوتراپي ډیپلوم یا بل سرلیک یا سند لرئ چې د مساج - فزیوتراپي مسلک تمرین کولو ته اجازه ورکوي چې د اروپایی اتحادیې له هیوادونو څخه بهر ترلاسه شوی وي، تاسو کولی شئ د ځانګړي طرزالعمل له لارې انسټیټیوټ ته غوښتنه وکړئ او د زده کړې له سره ترسره کولو څخه معافیت ترلاسه کړئ.

د دې لپاره اړینه ده:

  • د خپلې خوښې انسټیټیوټ ته غوښتنلیک وسپارئ. دلته په کلیک کولو سره به تاسې د غوښتل شویواسنادو لیست ومومئ.
  • د وړتیا ازموینه ترسره کړئ: د یوې لیکلي او نامعلومه (انونیم) ازموینې په ترسره کولو سره د مسلکي برخې پورې اړوند د یوې کلینیکي قضیې ارزونه کول.
  • د داخلې لپاره ازموینه ترسره کول، که تاسو د جیوري لخوا وړ اعلان او انتخاب شئ: نو تاسو باید یوه شفاهي او عملي ازموینه ترسره کړئ.

د دوو کلنو روزنه په دوه دورو ویشل شوې ده:

  • لومړی دوره د اساساتو، فزیوتراپي تخنیک او بېلا بېلو مضامینو زده کړې ته وقف شوې ده (انګلیسي، میتودولوژي، د بیلګې په توګه)
  • دوهمه دوره مسلکي زده کړو ته وقف شوي (د پورته ذکر شویو موضوعاتو تفصیلي زده کړه او د عملي کار لپاره چمتوالی).

د دولتي ډیپلوما په پای کې، تاسو به د خپل انسټیټیوټ روزنې څخه 240 کریډیټونه او ستاسو د تیر تعلیمي کال څخه 60 کریډیټه ترلاسه کړئ.

تمویل: د زده کړې تمویل کولو لپاره ډیری بورسونه شتون لري:

  • په محلي ماموریت la Mission locale کې بورسونو ته غوښتنه کولای شئ که تاسو د 25 کلونو څخه کم عمر لرئ.
  • که تاسو دمخه کار کړی وي، تاسو کولی شئ د کار موندنې مرکز Pôle Emploi څخه مرسته ترلاسه کړئ.
  • سیمیزه اداري هم کولی شي د پیرامیډیکل مسلکونو لپاره میاشتنۍ مرستې تمویل کړي. د ایل د فرانس سیمې لپاره، تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره اړین معلومات ومومئ.
مهمه یادونه: دا هم ممکنه ده چې د عامه روغتون خدماتو سره د زده کړو ترسره کولو لپاره د مرستې قرارداد لاسلیک کړئ. دا تاسو ته اجازه درکوي چې په روغتون کې د 18 څخه تر 30 میاشتو پورې د خدمت کولو ژمنې په بدل کې میاشتنۍ سکالرشپ یا بورسونه ترلاسه کړئ چې تاسو ورسره تړون لاسلیک کوئ. تاسو به دلته په کلیک کولو سره نور معلومات او نور بدیلونه ومومئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د فزیوتراپي په رشته کې د ډیپلوم ترلاسه کولو وروسته، تاسو ډیر کاري فرصتونه لری.

تاسو کولی شئ د آزاد یا کارمند په توګه کار وکړئ او د مثال په توګه په سپورت یا تلاسوتیراپي کې تخصص وکړئ. په خپل ځانګړي کلینک یا له نورو سره یوځای، د عامه یا خصوصي پاملرنې په مرکز کې، فزیوتراپیستان اکثرا د نورو روغتیایی متخصصینو (ډاکټرانو، ښوونکو، مسلکی معالجانو، او داسې نورو) سره کار کوي.

په روغتونونو کې د څلورو کلونو مسلکي تجربې وروسته، تاسو کولی شئ په یو کال کې د روغتیا پاملرنې اجرایوي ډیپلوم یا په دوو کلونو کې د پاملرنې رییس ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره چمتوالی ترسره کړئ.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
john14john14د صفحي پورته برخه
hadudmak19hadudmak19د صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
анастасияанастасияد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
nurianuriaایډیټر او کره کتونکی
noornoorد صفحي پورته برخه