Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2, C1, C2

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د متخصص ډاکټرانو یا متخصصو فارمسستانو سره د کار کولو لپاره روزنه ترسره کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 mois

دا څه دي ؟

ایا تاسې یو داسې ډیپلوم لرئ چې تاسو ته اجازه درکوي چې تاسې د اروپایی اتحادیې څخه بهر په کوم هیواد کې د متخصص ډاکټر یا متخصص فارمسست په توګه کار وکړئ یا تاسې له دې دوه سکتورونو څخه په یوه کې خپل تخصص پیل کړی وي؟

تاسو کولی شئ د ځانګړي طبي روزنې ډیپلوم ( DFMS ) یا د پرمختللي ځانګړي طبي روزنې ډیپلوم ( DFMSA ) لپاره غوښتنه وکړئ. دا ډیپلومونه تاسې ته اجازه درکوي چې نظري زده کړې او عملې کار روزنې کورسونه تعقیب کړئ.

  • د تخصصي طبي روزنې ډیپلوم (DFMS) یو ډیپلوم ده چې د بهرنیو کاندیدانو (د اروپایی اتحادیې څخه بهر کسانو) لپاره خلاص دی چې د طب په برخه کې د ډاکټر یا فارمسي ډیپلوم لري چې په اصلي هیواد کې د کار کولو اجازه ورکوي او څوک چې د تخصص په مرحله کې دي. روزنه د 2 څخه تر 6 سمسترونو پورې دوام کوي، د عملي روزنې د سمسترونو شمیر په دې پورې اړه لري چې په اصلي هیواد کې یې باید بشپړ کړې وای.
  • د پرمختللي تخصصي طبي روزنې ډیپلوم (DFMSA) د بهرنیو نوماندانو (د اروپایی اتحادیې څخه بهر کسانو) لپاره خلاص ډیپلوم دی چې دمخه یې د متخصص ډاکټر یا متخصص فارمسسټ ډیپلوم لري. روزنه 2 سمسترونه دوام کوي.
مهمه یادنه: دا دوه ډیپلومونه په مستقیم ډول تاسو ته اجازه نه ورکوي چې په فرانسه کې د متخصص په توګه کار وکړئ. له بلې خوا، د DFMS سره او همدارنګه د DFMSA سره راجستر شوي ډاکټران او فارمسست د خپلې روزنې په جریان کې د "انټرن په توګه کار کول" یا عملي کار زده کونکي (FFI) په پوست کار کوي چې د کوربه روغتون لخوا بشپړ وخت کار په مقابل کې معاش ورکول کیږي.

د انټرن کارکوونکي (FFI) وضعیت لرل د خپلو زده کړو د تصدیق کولو د ازموینې د چمتوالي لپاره یوه ښه لار ده، چې په راتلونکي کې په خپل مسلک کې د کار کولو لپاره د اجازې غوښتلو لپاره اړین دی. دا تاسو ته اجازه درکوي چې د فرانسوي روغتیايي سیسټم سره آشنا شئ او د کار کولو اجازې ترلاسه کولو پروسې لپاره د روغتون ادارې سره اړیکه ونیسئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، دا اړینه ده چې لږترلږه د فرانسوي ژبې B2 کچه ولرئ.

څنګه یې وکړو ؟

دا دوسیه (N°1) د هر کال د اکتوبر له نیمایي څخه د جنوري تر 15 پورې ډاونلوډ کیدی شي، د سټراسبورګ د طب پوهنځي ویب پاڼه کې ، چې د ټولې فرانسې څخه ترلاسه شویو دوسيو د ارزونې مسؤولیت پر غاړه لري.

دلته په کلیک کولو سره به تاسې د غوښتل شویو اسنادو لیست او د دوسیې لیږلو پته ومومئ.

مهمه یادونه: هغه کاندیدان چې په فرانسه کې اوسیږي او غواړي چې د نومبر په میاشت کې زده کړې پیل کړي، هغوی باید خپل غوښتنلیک د هر کال د جنوري 15مې نیټې دمخه واستوي، ترڅو وکولی شي چې د نومبر په میاشت کې زده کړې پیل کړي.

تاسې باید خپله دوسیه د پوست له لارې لاندې پتې ته واستوئ:

Faculté de Médecine - Bureau des DFMS/A

4 rue Kirschleger

67085 STRASBOURG cedex

مهمه یادونه: د مارچ تر 30 مې نیټې پورې هر کاندید ته د بریښنالیک له لارې په روزنه کې د شمولیت د وړتیا او دا چې کولی شئ یا نه ځواب لیږل کیږي.

که چیرې ستاسې لومړي دوسیه (N°1) ومنل شي، نو تاسې باید دوهمه دوسیه (N°2) چمتو کړئ او د اپریل 15 څخه مخکې یې په مستقیم ډول هغو پوهنتونونو ته واستوئ چې ستاسې اړوند تخصص پکې ترسره کیږي او هغه پوهنتون چیرې تاسې غواړئ غوښتنه وکړئ. تاسې باید د هر پوهنتون ته یوه دوسیه ولیږئ. تاسو به دلته په کلیک کولو سره د دوهمې دوسیې د چمتوالي لپاره د غوښتل شویو اسنادو لیست ومومئ.

که چیرې تاسې د اپریل 15مې نیټې څخه دمخه د یو روغتون سره د عملې کار کولو تړون یا موافقه ترلاسه کړئ نو تاسې باید لاندې کارونه ترسره کړئ:

  • تاسې باید سټراسبورګ ته د 1B ضمیمې یوه کاپي واستوئ چې په 2 نمبر دوسیه کې کتلای شئ.
  • د سټراسبورګ لخوا د تایید وروسته به تاسې اړتیا ولرئ چې یوازې یوه دوسیه بشپړه کړئ چې د یاد روغتون سره تړلې پوهنځی ته وسپارئ او له همدې امله به د "همکارۍ" په نامه کړنلارې یا پورسیجر څخه ګټه پورته کړئ (درېیم ګام وګورئ).
  • په ورته وخت کې، تاسې باید یوه بله مختصره دوسیه چې د دهمې دوسیې 1 او 2 مه پاڼو او د فرانسوي ژبې د B2 کچې ثبوت سره د لاندې بریښنالیک له لارې د 2023 کال د اپریل میاشتې له 5 مې نیټې مخکې واستوئ: med-dossier2-2023-2024@unistra.fr.
  • دلته په کلیک کولو سره تاسې به د غوښتل شویو اسنادو لیست ومومئ.
مهمه یادونه: بشپړ دوهمه دوسیه (N°2) باید د هر کال د اپریل تر 15 پورې د ترلاسه کونکي پوهنځي ته ورسیږي، که د پوستې له لارې یا آنلاین توګه، دا د اړوندو پوهنځیو لخوا غوره شوي میتود پورې اړه لري. دا همدارنګه د "همکارۍ" په نامه طرزالعمل باندې هم تطبیق کیږي.

ستاسې د دوسیو ارزونه د پوهنتون د اړوند بخش د متخصصو مسؤولینو لخوا چې تاسې پکې د شمولیت غوښتنه کړي ترسره کیږي. ستاسو غوښتنلیک به د پوهنتونونو لخوا درجه بندي شي ترڅو تاسو د نورو کاندیدانو څخه جلا کړئ. د دې درجه بندې او ستاسو د غوره توب ترتیب پورې اړه لري، تاسې به د ممکنه پوستونو په محدوده کې یوې پوهنځي ته معرفي شئ.

په هرصورت، د کاندیدانو دوسیې چې د "همکارۍ" په نوم د پروسې څخه ګټه پورته کوي په مستقیم ډول روغتون ته سپارل کیږي چې د دوی د هرکلۍ یا منلو سره یې موافقه کړې وي.

مهمه یادونه: که ستاسې غوښتنلیک ومنل شي، نو تاسې به د جولای په نیمایي کې د سټراسبورګ (Strasbourg) څخه پریکړه د بریښنالیک له لارې ترلاسه کړئ چې د ټاکل شوي دندې په اړه پکې توضیحات هم وي پکې. دا به تاسو ته د جولای او سپتمبر تر مینځ د کوربه توب تړون واستوي. دا تړون به په ضمیمه کې د ترلاسه کونکي خدمت او روغتون او همدارنګه د اذستوګنې احتمالي امکاناتو په اړه هم معلومات درکړي.

مبارک شه! تاسو اوس کولی شئ خپل روزنه پیل کړئ. تاسې اړتیا لرئ چې د اکتوبر د 31 مې نیټې دمخه د اړوند پوهنځي سره نوم لیکنه یا راجستریشن وکړئ او د نومبر په اوله خپلې دندې یا فعالیت پیل کړئ.

تاسو به د زده کونکي حالت ولرئ چې د انټرن یا عملي کار زده کونکي (FFI) په توګه کار کوي کوم چې تاسې ته اجازه درکوي په روغتون کې بشپړ وخت کار وکړئ او معاش ترلاسه کړئ.

او ورپسې څه وکړو؟

په فرانسه کې د خپل مسلک په برخه کې کار کولو لپاره، تاسو باید د کار لپاره د اجازې غوښتنې دمخه د پوهې تصدیق ازموینې (EVC) اخیستلو پروسه پیل کړئ.

تاسو به د Réfugiés.info پاڼه کې د تعقیب ټولې مرحلې پدې معلوماتي فایل کې ومومئ: "د ډاکټر، غاښونو ډاکټر، فارمسست یا قابله په توګه کار کول".

د پاڼې سر
په همکاري د

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
meryem lakchinimeryem lakchiniد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
mgomgoد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
nurianuriaایډیټر او کره کتونکی