Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان

قیمت

وړيا

شرایط

بانکي حساب لرل

دا چېرته دی ؟

د ګاز یا بریښنا تړون لاسلیک کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 9 mois

دا څه دي ؟

ستاسو په استوګنځي کې د بریښنا یا ګاز کارولو لپاره د یو تړون درلودل اړین دي.

د تړون لرل تاسو ته اجازه در کوي چې:

  • خپل کور د بریښنا یا ګاز شبکې سره وصل کړئ،
  • ستاسو د بریښنا یا ګاز کارولو لپاره تادیه تنظیم کړئ.
مهمه یادونه: هر ځل چې تاسو کور بدلوی او بل ځای کډه کوی، نو دا اړینه ده چې یو نوی تړون لاسلیک کړی. بیا تاسو باید خپل پخوانی تړون ودروئ ("ختم") او یو نوی غوره کړئ.

ډیری شرکتونه قراردادونه وړاندیز کوي. دوی ته "د خدماتو عرضه کونکي"fournisseurs” ویل کیږي. دوی د بریښنا، ګاز یا دواړو لپاره مختلف وړاندیزونه وړاندې کوي.

مهمه یادونه: ځینې وختونه په ګاز چلیدونکي بخاری یا مرکز ګرمیاني "ګډي" وي. په دې حالت کې، تاسو د کور لګښتونو کې ګاز تادیه کوئ. نو دا ګټوره نه ده چې ستاسو په نوم د ګاز قرارداد ولرئ.

ستاسو د بریښنا یا ګازو مصارف ستاسو په کور کې د نصب شوی " میټر " له لارې اندازه کیږي.

د تړون لاسلیک کولو لپاره، ګامونه په لاندې ډول دي:

  • یو عرضه کوونکي یا شرکت او یو وړاندیز غوره کړئ،
  • د عرضه کونکي یا شرکت سره اړیکه ونیسئ ترڅو ستاسو په نوم بریښنا یا ګاز میټر ثبت کړي، هغه ته خبر ورکړئ چې تاسو غواړئ یو تړون ترسره کړئ،
  • د عرضه کونکي لخوا لیږل شوی قرارداد لاسلیک کړئ او د اړتیا په صورت کې د وسایلو د نصبولو لپاره وخت واخلئ.

څنګه یې وکړو ؟

د یوعرضه کوونکي څخه د وړاندیز غوره کولو لپاره، تاسو کولی شئ د انرژۍ منځګړیتوب رسمي ویب پاڼې ته د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړئ: https://www.energie-info.fr/

دا سایټ تاسو ته معلومات واړندې کوي چې د ارزانه عرض او خدماتو موندلو لپاره وړاندیزونه پرتله کړئ.

رسید یا فکتور دوه برخې لري:

  • یو ثابت غضویت: د دې قیمت د انرجي قوت پورې اړه لري،
  • ستاسو د بریښنا یا ګاز مصرف: قیمت د مصرف شوي مقدار پورې اړه لري.

د وړاندیزونو د پرتلې په وخت کې تاسو باید د انرجي قوت او اټکل شوي مصرف وټاکئ.

مهمه یادونه: که تاسو نه پوهیږئ چې څومره بریښنا ته اړتیا لرئ یا تاسو خپل مصرف نه پیژنئ، سایټ تاسو ته وړاندیز کوي چې سیملیټر یا پرتلې ازموینه ترسره کړئ ترڅو خپل احتمالي مصارف معلوم کړئ. د دې کار لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د خپل استوګنځي په اړه مختلف معلومات چمتو کړئ (د هغې اندازه، وسایل او تجهیزات).

پرتله کوونکی یا حساب کونکی به تاسو ته شته وړاندیزونه د لګښت اټکل او توضیحاتو سره وشېې چې قراردادونه څنګه کار کوي.

مهمه یادونه: سایټ ممکن له تاسو وپوښتي چې ایا تاسو د بریښنا لپاره "لینکي میټر" “compteur Linky” یا د ګاز لپاره "ګازپر میټر" “compteur Gazpar” لرئ. دا نوي میټرونه دي چې په اتوماتيک ډول ستاسو د مصرف په اړه معلومات لیږدوي. که ستاسو د بریښنا میټر شنه وي، دا یو "لینکي میټر" دی. که ستاسو د ګاز میټر ژیړ وي، دا د "ګازپر میټر" دی.

تاسو کولی شئ د ګاز او بریښنا لپاره یو شرکت یا عرضه کونکی یا دوه مختلف عرضه کونکي غوره کړئ.

مهمه یادونه: ځینې وړاندیزونه تاسو ته اجازه درکوي چې "اساسي" یا " لوړ ساعتونو (د ډیر مصرف ساعتونه) / کم مصرف ساعتونو" ترمنځ انتخاب کړئ:
- اساس: د بریښنا یا ګاز بیه چې تاسو یې مصرف کوئ د ورځې په اوږدو کې ثابت پاتې کیږي.
- لوړ ساعتونه / د کم مصرف ساعتونه: قیمت د مصرف ساعت پورې اړه لري. په سهار او ماښام کې بیه لوړه ده. د شپې په نیمایي کې دا ارزانه ده.

تاسو کولی شئ له شرکت یا عرضه کونکي شرکت سره اړیکه ونیسئ چې تاسو یې د تلیفون یا انټرنیټ له لارې غوره کوی.

دلته هغه معلومات دي چې تاسو ورته اړتیا لرئ چې باید چمتو یې کړئ:

  • د هستوګنې دقیقه پته، پوړ او د دروازې شمیره
  • که تاسو دا لرئ: د پخواني کرایه دار نوم یا د میټر شمیره (تاسو کولی شئ د استوګنې له مالک څخه پوښتنه وکړئ)
  • هغه نیټه چې تاسو غواړئ قرارداد پیل کړئ، او هستوګنې ته د ننوتلو نیټه.
  • په میټر کې شمیرې،
  • ستاسو د بانک توضیحات (IBAN).

عرضه کوونکی به یو تړون جوړ کړي او له تاسو څخه به وغواړي چې تړون د انټرنیټ یا د پوست له لارې د لیږل شوي اسناد لاسلیک کړئ.

مهمه یادونه: د بریښنا یا ګاز بل یا رسید ډیری وختونه ستاسو د اداري طرزالعملونو لپاره د "د پتې ثبوت" په توګه غوښتل کیږي. تاسو باید محتاط اوسئ چې ستاسو نوم او ممکن ستاسو د خاوند یا میرمن نوم په تړون کې واضح لیکل شوی وي.

تاسو باید خپل استوګنځي ته د رسیدو څخه دوه اونۍ دمخه د عرضه کونکي سره اړیکه ونیسئ. دا کولی شي ستاسو د رارسیدو دمخه د بریښنا یا ګاز قطع کیدو مخه ونیسي.

ډیری حالتونه رامینځته کیدی شي:

  • که ستاسو کور هیڅکله د ګاز یا بریښنا شبکې سره وصل نه وي، د تخنیکي کس مداخله اړینه ده. عرضه کونکی به تاسو ته د ملاقات وخت درکړي. تاسو باید د دې مداخلې او ګاز یا بریښنا نښلولو خدماتو لپاره پیسې ورکړئ.
  • که ستاسو میټر "قطع شوی" وي ځکه چې ستاسو د رارسیدو دمخه د استوګنې ځای خالي و، د تخنیکي کس مداخله اړینه ده. عرضه کونکی به تاسو ته د ملاقات وخت درکړي. تاسو باید د دې کار یا خدماتو لپاره پیسې ورکړئ.
  • که ستاسو میټر په خدمت کې او فعاله وي، نو تاسو نورو اجراآتو ترسره کولو ته اړتیا نه لری. د نوي قرارداد ترسره کول وړیا دي.
مهمه یادونه: که تاسو د وصل کیدو یا خدماتو فعالولو لپاره د تخنیکي کس سره ملاقات لرئ، تاسو باید حاضر او شتون ولرئ. که نه نو، تخنیکي کس به ونشي کولی مداخله وکړي او تاسو باید د هغه د راتګ لپاره پیسې ورکړئ.

او ورپسې څه وکړو؟

ستاسو عرضه کوونکی به په منظمه توګه تاسو ته رسیدونه یا بلونه د ( انټرنیټ یا پوست) له لارې استوی چې تاسو یې باید تادیه کړئ (د اتوماتیک ډول د پيسو ورکولو لپاره ستاسو د حساب یا بانک کارت ثبتولو اړین دي ترڅو په مستقیم ډول پیسې وګرځولې شي).

د ډیرو پیسو ورکولو څخه د مخنیوي لپاره، تاسو کولی شئ خپل مصرف په میټر، ستاسو بیلونو او ډیری وخت ستاسو د عرضه کونکي ویب پاڼه کې وڅارئ.

مهمه یادونه: دا باید په یاد ولرئ چې د کور د انرژي بیلونو تادیه کولو کې مرسته شتون لري. د " انرژی چک " د سرچینو د ځانګړو شرایطو سره سم ورکول کیږي. که تاسو وړ یاست، تاسو به په اوتومات ډول خپل د انرژي واؤچر یا چک ترلاسه کړئ، ستاسو په نوم، ستاسو کور ته د پوست له لارې (دا تاسو ته په وروستي پته لیږل کیږي چې تاسو د مالیې چارواکو ته ورکړی وي). تاسو کولی شئ دا رسمي آنلاین د پرتلې ازموینه یا سمیلیټر وکاروئ ترڅو ومومئ چې ایا تاسو د دې مرستې لپاره وړ یاست.

د انرژی منځګړیتوب ویب پاڼه ( https://www.energie-info.fr/ ) د قراردادونو او رسیدونو، د انرژۍ سپمولو او ستاسو د بریښنا یا ګاز عرضه کونکي سره د ستونزې په صورت کې د اخیستلو ګامونو په اړه عملي معلومات وړاندې کوي.

ستاسو د بریښنا په بیل کې معمولا ستاسو د تړون اداره کولو لپاره د تماس لپاره د تلیفون شمیره او بله شمیره د خرابیدو په صورت کې د تماس لپاره شامله وي.

د بریښنا یا ګاز د خرابیدو په صورت کې، تاسو کولی شئ دمخه وګورئ چې ایا ستونزه یوازې ستاسو په کور یا ټوله ودانۍ یا ګاونډ پورې اړه لري.

که تاسو غواړئ عرضه کونکی شرکت بدل کړئ، یوازې د نوي عرضه کونکي شرکت سره اړیکه ونیسئ. هغه به ستاسو قرارداد د مخکیني عرضه کونکي سره ودروي یا لغوه کړي او نوی تړون به له تاسو سر ترسره کړي.

مهمه یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې شرکتونه له خلکو سره د تلیفون ، انټرنیټ یا کورته په راتګ سره اړیکه نیسي ترڅو دوی د بریښنا یا ګاز نوي قراردادونه وپلوري. د نوي تړون لاسلیک کولو دمخه د پرتله کولو لپاره تل وخت ونیسئ.

ستاسو تړون هر کال په اوتومات ډول نوی کیږي. تاسو اړتیا نلرئ کوم ځانګړي اقدام ترسره کړئ.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د کال په هر وخت کې خپل قرارداد فسخ کړئ. د بیمې قراردادونو برعکس، د بریښنا یا ګاز قراردادونه د ختمیدو ټاکلې موده نه لري!
د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
mariammariamد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
alexisalexisد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه