ستاسو د شخصي ځای یا حساب له لارې، تاسو کولی شئ خپل سیم کارت فعاله کړئ، خپل کارول چیک کړئ، خپل بیلونه ترلاسه کړئ او تادیه کړئ، او داسې نور. تاسو باید د آپریټر یا شرکت ویب پاڼې ته لاړ شئ یا د اړونده شرکت اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ او غوښتل شوي معلومات بشپړ کړئ.
د دې لپاره تاسو لاندې اسنادو ته اړتیا لرئ:
- د هویت ثبوت : د استوګنې یا د اوسیدو جواز، د فرانسوي یا اروپایی ملي هویت کارت، پاسپورټ (د بهرني پاسپورت په صورت کې، دا باید په لاتیني رسم الخط کې وي یا د رسمي او مجاز ژباړونکي لخوا ژباړل شوی وي )
- د تادیې طریقه : د بانکي کارت (ویزې، ماسټر کارډ یا بانکي کارت) له لارې، د "SEPA" مستقیم ډیبیټ (تاسو باید د SEPA زون کې یو بانکي حساب ولرئ، دلته د اړوندو هیوادونو لیست)، د چک په واسطه (مګر دا ممکن محدود شوی وي )
- د اړیکو معلومات: د سیم کارت ترلاسه کولو لپاره د انټرنیټ له لارې د غوښتني په صورت کې یو باوري بریښنالیک آدرس، د تلیفون شمیره او پوستی پته.
تاسو به د ننوتلو لپاره یو کارن نوم او پټنوم یا پاس ورډ ترلاسه کړئ. تاسو باید یو څو ورځې انتظار وکړئ ترڅو خپل سیم کارت په نښه شوي پته ترلاسه کړئ. ځینې شرکتونه د سیم کارت ترلاس کولو لپاره یو دریم ځای (la livraison en point relais) وړاندیز کوي. یعني هغه مشخص ځایونه چې تاسو کولای شئ خپل غوښتل شوي وسایل ترلاسه کړئ.
مهمه یادونه: که تاسو غواړئ خپله اوسنی شمیره وساتئ، تاسو باید د خپلې شمیرې "ساتني" “portabilité” غوښتنه وکړئ. د خپل اوسني ګرځنده تلیفون څخه 3179 ته زنګ ووهئ ترڅو خپل "RIO" کوډ ترلاسه کړئ. د زنګ وهلو څخه څو دقیقې وروسته، تاسو به د دې کوډ سره یو SMS ترلاسه کړئ. کله چې د خپل سیم کارت امر یا غوښتنه کوئ، دا شمیره ورکړئ او تاسو کولی شئ خپله پخوانۍ د تلیفون شمیره وساتئ، ولو که تاسو شرکت هم بدل کړئ.