Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

خپله کورنۍ د نړیوالې شبکې له لارې پیدا کول "د کورنۍ اړیکې بحالول"

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د کورنۍ اړیکو بیا رغونه (RFL) (Rétablissement des Liens Familiaux) د سره صلیب یوه نړیواله شبکه ده چې د جګړو، طبیعي پیښو یا د مهاجرت په لاره کې په خپله خوښه جلا شوي کورنیو سره مرسته کوي.

مهمه یادونه: د سره صلیب 192 نړیوالې کمیټې (ICRC) هیئتونه او 92 د سره صلیب ملي سرې میاشتې ټولنې شتون لري چې د کورنۍ اړیکو بیا رغولو سیسټم لري.

که تاسو په فرانسه کې له هغو کسانو څخه یاست چې په بهر کې د کورنۍ غړي په لټه کې یاست (یا په فرانسه کې)، RLF تاسو سره مرسته کوي:

  • خپل عزیزان ومومئ؛
  • د خپلو عزیزانو سره اړیکه ونیسئ؛
  • د خپلې کورنۍ غړي سره یوځای کړئ؛
  • د خپلو حقونو د پلي کولو لپاره د رسمي اسنادو غوښتنه وکړئ.
مهمه یادونه: که تاسو بهر یو کس یاست چې په فرانسه کې د خپلې کورنۍ د غړي په لټه کې یاست، په مستقیم ډول د سره صلیب، سرې میاشتې یا د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له پلاوي سره ستاسو د استوګنې ځای کې اړیکه ونیسئ.

هره غوښتنه باید دوه معیارونه پوره کړي:

* وړتوب : د تماس د ماتیدو لامل باید غیر ارادي وي او د غوښتل شوي شخص سره یو مشخص اړیکه باید رامینځته شي. دا پدې مانا ده چې هغه څوک چې تاسو یې په لټه کې یاست ستاسو د نږدې کورنۍ څخه دی یا هغه څوک چې تاسو ورسره ځانګړې اړیکه لرئ (د مثال په توګه: د سفر ملګري، د جګړې بندیان، او نور)، او دا چې تاسو مجبور شوي یاست چې جلا شي.

* امکان : د شخړې یا جنګ ځپلي سیمه یا ناورین اغیزمنه سیمه باید د RFL ټیمونو لخوا د لاسرسي وړ وي.

مهمه یادونه: ستاسو حالت (کډوال، پناه غوښتونکی، فرانسوی یا بهرنی تبعه، د فرانسې د قانون له مخې په غیر منظم حالت کې شخص، او داسې نور) یو معیار نه دی. RLF د ټولو خلکو سره مرسته کوي څوک چې د 2 معیارونو سره سم غوښتنه کوي.

په هرصورت، په ځینو شرایطو کې، د RLF ټیمونه نشي کولی عمل وکړي (د فایل په پای کې د "او وروسته؟" برخه کې د قضیو لیست وګورئ).

مهمه یادونه: د RLF ټول بدیلونه دلته لیست شوي دي.

څنګه یې وکړو ؟

د RLF سره لومړۍ اړیکه تاسو ته اجازه درکوي، چې پوه شئ چې ایا ستاسو غوښتنه د وړتیا او امکان 2 معیارونه پوره کوي.

مهمه یادونه: که ستاسو غوښتنه د 2 معیارونو څخه یو پوره نکړي، RLF به تاسو وړ سازمان ته واستوئ کوم چې ستاسو سره غوره مرسته کولی شي.

که تاسو د دې ښارونو څخه په یوه کې (یا نږدې) اوسیږئ، تاسو ته نږدې RFL سره اړیکه ونیسئ:

  • Paris : 112 rue Brancion – 75015 PARIS, 07 77 46 62 40, mail ;
  • Sevran : 6 rue Paul Langevin - 93270 SEVRAN, 06 33 77 62 52, mail ;
  • Aix-en-Provence : 32 Cours des Arts et Métiers - 13100 AIX-EN-PROVENCE, 07 88 39 23 81, mail ;
  • Toulouse : 71 chemin des Capelles - 31300 TOULOUSE, 06 83 99 50 17, mail ;
  • Brest : 4 rue du Conquet – 29200 BREST, 02 98 05 06 08, mail ;
  • Nantes : 10 rue d’Athènes – 44300 NANTES, 06 17 15 52 34, mail ;
  • Lyon : 16 bis rue Paul Cazeneuve - 69008 LYON, 04 28 29 66 84, mail ;
  • Amiens : 36 Square Friant les 4 Chênes - 80000 AMIENS, 03 22 33 38 94 - 06 47 11 84 94, mail ;
  • Lille : 10-12 Place Dampierre – 59800 Lille, 06 08 52 25 55, mail ;
  • Bordeaux : 130 Cours d'Alsace-et-Lorraine - 33000 BORDEAUX, 06 56 66 05 28, mail ;
  • Montpellier : 9 rue Gaston Planté - 34790 GRABELS, mail ;
مهمه یادونه: په ځینو څانګو کې ګرځنده برنامي هم شتون لري:
- ګرځنده برنامه - DMSE: د سه شنبې څخه تر پنجشنبې پورې په 59 او 62 کې په کمپونو کې ګزمې او لیدني کوي، 0645463939، rlf.mobile@croix-rouge.fr
- ګرځنده برنامه - مورفي: د شنبې په ورځ په شمال ختیځ پاریس کې په کمپونو کې ګزمې یا لیدني کوي، 0672780727، rlf.mobile@croix-rouge.fr

که تاسو په بله سیمه کې اوسیږئ، په مونټروج (Montrouge) کې موقعیت لرونکي مرکزي RFL سره اړیکه ونیسئ :

د فرانسي سره صلیب - RLF خدمت سره په لاندې پته اړیکه ونیسئ:

21 rue de la Vanne - 92120 MONTROUGE

تلیفون شمیره:0144431260

(دوشنبه تر چهارشنبه، د سهار له 10 بجو څخه تر 12 بجو پورې - د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 6 بجو پورې او پنجشنبه د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 6 بجو پورې) بریښنالیک : mail.

د هر RLF دفتر د مهالویش او جغرافیایی ساحو د مندلو لپاره نقشه دلته ده.

که تاسو د RLF غوښتنلیک 2 معیارونه پوره کړئ، نو تاسو باید یو فورمه ډکه کړئ یا د RLF دفتر سره ملاقات وخت واخلئ.

تاسو باید په دې اړه مفصل او دقیق معلومات چمتو کړئ:

د هغه کس هویت چې تاسو یې په لټه کې یاست: تخلص، لومړی نوم، د زیږون نیټه، عکس ...

  • د اړیکو له لاسه ورکولو شرایط: نیټه، ځای ...
مهمه یادونه: که تاسو د هغه چا عکس نلرئ چې تاسو یې په لټه کې یاست، سره صلیب او سرې میاشتې د ورک شوي کسانو د عکسونو ګالري ' د مخ نښي ' “Trace the face ” وړاندیز کوي. تاسو کولی شئ پدې خوندي خدمت کې عکس هم پوسټ کړئ.

ستاسو غوښتنه به په اړوندو هیوادونو کې د سره صلیب RFL خدماتو، سرې میاشتې یا د سره صلیب د نړیوالې کمیټې پلاوي ته واستول شي.

مهمه یادونه: هرڅه د معلوماتو محرمیت تضمین او ګرنټي (په راز کې ساتني) په خاطر ترسره کیږي او یوازې هغه معلومات چې تاسو یې دشریکولو اجازه ورکوئ په سایټ کې به د خلکو سره شریک شي. ستاسو پته یا ادرس به ستاسې له موافقې پرته له چا سره نه شریک کیږي.

هرڅومره ژر چې نوموړی کس وموندل شي، د هغه د اړیکې توضیحات به تاسو ته واستول شي، مګر یوازې هغه وخت چې نوموړی کس موافقه وکړي.

او ورپسې څه وکړو؟

دا ناشونې ده چې دمخه پوه شئ چې د غوښتنې پروسه به څومره وخت ونیسي، ځکه چې د یو شخص موندلو وړتیا په ډیری فاکتورونو پورې اړه لري. لټون ځینې وختونه څو میاشتې وخت نیسي، مګر د RLF ټیمونه له تاسي سره په خپل ټول توان او امکاناتو سره مرسته کوي.

د RFL ټیمونه په ځینو شرایطو کې نشي کولی مرسته وکړي:

> د ورکیدو اندیښنه (یو شخص په کور کې شتون نلري او له څو ورځو راهیسې د لاسرسي وړ نه دی)

د فرانسې په خاوره کې د یو چا د لټون لپاره، د جنډرمیري یا پولیسو سره اړیکه ونیسئ (17 شمیرې ته زنګ ووهئ).

> په فرانسه کې د خلکو لټون

- د یو عزیز یا بیولوژیکي والدینو موندلو لپاره (په ځانګړي توګه د X لاندې زیږیدلي ماشومانو لپاره) ، د دې لینک له لارې د نجات اردو سره اړیکه ونیسئ.

- د پناه غوښتونکي، کډوال یا بې وطن شخص د لټون لپاره، د مهاجرینو او بې وطنه وګړو د ساتنې لپاره د فرانسې د دفتر (OFPRA) سره اړیکه ونیسئ. که چیرې قبولي یا د کډوالۍ وضعیت ډیر وخت دمخه ترلاسه شوی وي، د معلوماتو آرشیف ته دهغه په مرکز کې مراجعه کیدای شي (د mission-histoire@ofpra.gouv.fr له لارې د ملاقات وخت اخیستل لازمي دي). که لټون د نږدې وختونو کې د یو کس د ورکیدو په اړه وي، نو په مستقیم ډول ولیکئ یا تلیفون وکړئ: Ofpra - د حقوقي چارو څانګه، د عمومي چارو برخه سره په لاندې پته اړیکه ونیسئ:

201 rue Carnot, 94 136 Fontenay-sous-Bois Cedex. Standard : 01 58 68 10 10.

- د دې لپاره چې په فرانسه کې په دایمي توګه میشت کډوال ومومئ، د دې لینک له لارې د مهاجرت او ادغام لپاره د فرانسې دفتر (OFII) سره اړیکه ونیسئ.

> د جنګي بندیانو یا ملکي بندیانو لټون

- د یو قرباني شوي، د جګړې بندي اویا ملکي بندیانو د لټون لپاره، د دې لینک له لارې د سره صلیب نړیوالې کمیټې سره اړیکه ونیسئ.

- د هغه چا موندلو لپاره چې په فرانسه کې د زندان په تاسیساتو کې بندي شوی وي، د عدلیې وزارت، د زندان ادارې، د کار، روزنې او کارموندنې دفتر سره په لاندې پته اړیکه ونیسئ:

8-10, rue du Renard, 75004 PARIS.

- د هغه چا موندلو لپاره چې په فرانسه کې د نظامي توقیف په کمپونو کې توقیف شوی وي، د کورنیو چارو وزارت، داخلي امنیت او سیمه ایزو آزادیو سره اړیکه ونیسئ (د ملي آرشیف ماموریت، 11، rue Cambacérès, 75008 PARIS).

11, rue Cambacérès, 75008 PARIS).

مهمه یادونه: د RLF ټول بدیلونه دلته لیست شوي دي.
د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
paulinapaulinaد صفحي پورته برخه
basheer al ghothanibasheer al ghothaniد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه