Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

یو سند سکین کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي 5 місяців тому

دا څه دي ؟

یوه اداره یا یو کار ګمارونکی ممکن له تاسو څخه وغواړي چې هغوی ته یو سند " سکین " (یا " ډیجیټل ") د بریښنالیک له لارې ولیږئ او یا هغه ستاسو په شخصي حساب کې آنلاین ځای په ځای یا ثبت کړئ.

مهمه یادونه: د سند سکین کول په دې معنی دی چې کاغذې فایل یا په ورقه لیکل شوی سند په ډیجیټل فایل بدل کړئ.

د سند سکین کولو لپاره تاسو مختلف اختیارونه لرئ:

  • سکینر وکاروئ (له کمپیوټر یا موبایل تلیفون سره وصل)؛
  • د ګرځنده تلیفون کارول؛
  • تمباکو پلورنکي یا بل کاروبارځای ته لاړ شئ چې د سکینر خدمات ولري.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسو د سکینر او یو کمپیوټر چې وینډوز ولري سکین کوئ لاندې مراحل طئ کړئ:

  • خپل سکینر چالان کړئ
  • پاڼه د سکینر شیشې په وړاندې ځای په ځای کړئ
  • د خپل کمپیوټر لټون بار کې "فکس او سکین" ټایپ کړئ (لاندې کیڼ لورې ته)
  • په "نوي سکین" کلیک وکړئ (پورته کیڼ لورې ته)
  • د خپل سکینر نوم غوره کولو لپاره په "موډیفایر" کلیک وکړئ (پورته کیڼې خواته)
  • ترتیبات غوره کړئ لکه پروفایل (عکس)، سرچینه، د رنګ بڼه (رنګ)، د سند ډول (TIF)، ریزولوشن (150)
  • د اړتیا په صورت کې (لاندې کیڼ لور ته) د پیرامیټونو یا ترتیباتو د تعدیل کولو لپاره د خپل سکین لید لپاره "پرویو" “aperçu” کلیک وکړئ
  • په "سکین" کلیک وکړئ (لاندې کیڼ لور ته)

که تاسو د سکینر او میک کمپیوټر سره سکین کوئ:

  • خپل سکینر چالان کړئ
  • پاڼه د سکینر شیشې په وړاندې ځای په ځای کړئ
  • د "سیسټم غوره توبونو" غوره کولو لپاره په مڼه کلیک وکړئ (پورته ښۍ خوا کې موز په نښه کړئ)
  • په "پرنټر او سکینر" کلیک وکړئ (لاندې ښیې خواته)
  • د خپل سکینر د نوم غوره کولو لپاره په دې "+" نښه کلیک وکړئ (لاندې کیڼ لور ته)
  • په "سکین" باندې کلیک وکړئ (پورته ښیې لورته) بیا "سکینرخلاصیدل" (پورته ښیې لورته)
  • تنظیمات یا ترتیبات غوره کړئ لکه ډول (رنګ)، ریزولوشن (75)، اندازه (8.719 او 11.693 انچه)، موقعیت (ډیسټاپ)، نوم، بڼه (PDF)
  • د اړتیا په صورت کې د پیرامیټونو یا تنظیماتو د تعدیل کولو لپاره د خپل سکین لیدو لپاره "پرویو" کلیک وکړئ (لاندې کیڼ لور ته)
  • په "سکین" کلیک وکړئ (لاندې کیڼ لور ته)

که تاسو د سکینر او ستاسو د ګرځنده تلیفون اپلیکیشن سره سکین کوئ:

  • خپل سکینر چالان کړئ
  • پاڼه د سکینر شیشې په وړاندې ځای په ځای کړئ
  • د خپل سکینر اپلیکیشن په "ګوګل پلی سټور" یا "اپ سټور" کې ډاونلوډ کړئ
  • یو حساب جوړ کړئ او یا یې لاسلیک کړئ
  • په "سکین" کلیک وکړئ
  • ترتیبات یا تنظیمات غوره کړئ لکه پروفایل (عکس)، سرچینه (سکینر)، د پاڼې اندازه (A4)، کیفیت (200 dpi)، د رنګ بڼه (رنګ)
  • د اړتیا په صورت کې د پیرامیټونو د تعدیل لپاره د خپل سکین لیدو لپاره "پرویو" باندې کلیک وکړئ
  • په "سکین" کلیک وکړئ

که تاسو د Android ګرځنده تلیفون سره سکین کوئ:

  • د لټون بار کې لټون وکړئ یا "ډرائیو" ایپ باندې کلیک وکړئ
  • د جمعي د علامي په ډول "+" لوګو باندې کلیک وکړئ
  • د "کامرې" لوګو باندې کلیک وکړئ
  • خپل تلیفون د سند له پاسه ځای په ځای کړئ (دې ته ځانګړې توجه وکړئ چې ستاسو د تلیفون روښنايي په کافي اندازه تیزه وي ترڅو ستاسو سند په ښه توګه سیکن شي)
  • د سکین پیل کولو لپاره تڼۍ فشار کړئ
  • سکین شوي سند ته یو مناسب نوم ورکړئ او ثبت یې کړئ ترځو وکولای شئ په اسانۍ سره یې پیدا کړئ د بیلګې په توګه «د 2022 جون د میاشتي معاش»

که تاسو د ایپل ګرځنده تلیفون سره سکین ترسره کوئ:

  • د لټون بار کې لټون وکړئ یا "نوټس" اپلیکیشن باندې کلیک وکړئ
  • په 'نوي نوټ' لوګو باندې کلیک وکړئ (لاندې ښیې لورته)
  • د "کامرې" لوګو باندې کلیک وکړئ
  • "سندونه سکین کول" اپشن باندې کلیک وکړئ
  • خپل تلیفون د سند له پاسه ځای په ځای کړئ (دې ته ځانګړې توجه وکړئ چې ستاسو د تلیفون روښنايي په کافي اندازه تیزه وي ترڅو ستاسو سند په ښه توګه سیکن شي)
  • د سکین پیل کولو لپاره بټن فشار کړئ
  • سکین شوي سند ته یو مناسب نوم ورکړئ او ثبت یې کړئ ترځو وکولای شئ په اسانۍ سره یې پیدا کړئ د بیلګې په توګه «د 2022 جون د میاشتي معاش»

که تاسو د سکین کولو يوه اپلیکیشن سره چې د ګرځنده تلیفون لپاره ځانګری شوی سکین ترسره کوئ:

  • د ډیجیټل پلورنځي ("ګوګل پلی سټور" یا "ایپ سټور") څخه د ګرځنده تلیفون لپاره د سکین کولو اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ.
  • په "نوي سکین" باندې کلیک وکړئ (یا د هفې په لوګو کلیک وکړئ)
  • ترتیبات غوره کړئ لکه پروفایل (عکس)، سرچینه (سکینر)، د پاڼې اندازه (A4)، کیفیت (200 dpi)، د رنګ بڼه (رنګ)
  • د تلیفون کامره د سند له پاسه ځای په ځای کړئ
  • په "ډیجیټل" “numériser” یا د هغې لوګو باندې کلیک وکړئ
  • سکین شوي سند ته یو مناسب نوم ورکړئ او ثبت یې کړئ ترځو وکولای شئ په اسانۍ سره یې پیدا کړئ د بیلګې په توګه «د 2022 جون د میاشتي معاش»

که تاسو سکینر یا سمارټ فون نلرئ، تاسو کولی شئ تل هغه هټیو ته لاړ شئ چې دا خدمت وړاندې کوي. مثلا :

- تنباکو پلورنکي دکانونو ته

- د چاپ مطبوعات (د مثال په توګه: د کورپ ادارې )4les agences Corep)

- یو ځانګړی پلورنځی چې کمپیوټرونه ، تلیفونونه ، پرنټر / کاپير ، سکینر وړاندې کوي

- د میوزون فرانس خدمت (Maison France Service)، چیرې چې یو کارمند کولی شي تاسو ته ستاسو د اداري طرزالعملونو په اړه مشوره درکړي یا تاسو سره د ډیجیټل یا اسنادو سکین کولو عمل کې مرسته وکړي (ټولې پتې دلته موندلای شئ، په نقشه کې د زوم کولو یا "د فرانس خدماتو موندلو" "Trouver une France Services" پته لیکلو سره یو ددې ادارې یو خدماتي مرکز ومومئ).

او ورپسې څه وکړو؟

که تاسو کمپیوټر لرئ، تاسو کولی شئ فایل خوندي کړئ، لکه څنګه چې اړتیا وي:

  • ستاسو په ډرایو کې (ګوګل ډرایو یا ای کلوډ کې icloud)؛
  • په ډیسټاپ کې؛
  • په USB کیلي کې؛
  • په هارډ ډرایو کې ...

که تاسو ګرځنده تلیفون لرئ نو د خپلو اړتیاو سره سم فایل خوندي کړئ :

  • په ډرایو کې (ګوګل ډرایو یا آی کلوډ icloud)؛
  • د بریښنالیک له لارې يې خپل کمپیوټر ته ولیږئ...
د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
basheer al ghothanibasheer al ghothaniد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
maddie bmaddie bد صفحي پورته برخه
manromanroد صفحي پورته برخه