Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 mois

دا څه دي ؟

په فرانسه کې ماشومان له درې کلنۍ څخه ښوونځي ته ځي. ښوونځی د 6 څخه تر 16 کلنو ماشومانو لپاره اجباري دی. عامه ښوونځی وړیا دی. هغه ماشومان چې په فرانسوي ژبه خبرې نه کوي هم ښوونځیو ته شاملیږي. شخصي ښوونځي هم شتون لري، مګر هغه وړیا نه دې او باید لګښت يې ورکړ شي.

که تاسو ماشومان لرئ، تاسو باید هغوی په ښوونځي کې شامل کړئ . دا پروسه د ماشومانو د عمر سره سم توپیر لري:

  • له 3 څخه تر 5 کلونو پورې ماشومان وړکتون (maternelle) ته ځي،
  • د 6 څخه تر 10 کلونو پورې، ماشومان لومړني ( primaire)ښوونځي (یا ابتدايي ښوونځي) ته ځي،
  • له 11 څخه تر 14 کلونو پورې ماشومان کالج یا متوسطه ښوونځي (collège ) ته ځي،
  • د 15 څخه تر 18 کلنۍ پورې، ځوانان لیسې (lycée) یا نورو جوړښتونو ته ځي چې دا د هغوی د زده کړو کچې پورې اړه لري.
مهمه یادونه: د هغو ماشومانو لپاره چې له بهر څخه راځي، یوه ارزونه ترسره کیږي ترڅو د ښوونځي کچه او د فرانسوي ژبې کچه معلومه کړي. دا تاسو ته اجازه درکوي چې ماشوم کوم ټولګي ته لاړ شي. که ماشوم په کافي اندازه په فرانسوي ژه خبرې یا لیکنه نشي کولای، نو لومړی د فرانسوي زده کړې لپاره ځانګړي ټولګي ته ځي.

د ښوونځي تنظیم

ماشومان ټوله ورځ ښوونځي کې تیره وي، د دوشنبې څخه تر جمعې او ځینې وختونه د شنبې په سهار هم ځي. ساعتونه له یوې ښوونځي څخه تر بلي ښوونځي توپیر لري. په منځني ښوونځي او عالي لیسه کې، مهال ویش هره ورځ بدلیدلی شي. په وړکتون او ابتدايي ښوونځي کې درسي وختونه ثابت وي. شنبه د ماسپښین ورسته او نه د یکشنبې په ورځ ښوونځۍ رخصت وي. په ځینو ښوونځیو کې د چهار شنبې په ورځ ښوونځي نه وي او رخصت وي.

تعلیمي کال په دریو دورو کې تنظیم شوی. لومړۍ دوره په دسمبر کې پای ته رسیږي، دویمه دوره په مارچ کې پای ته رسیږي او دریمه دوره یا سمستر په جون کې پای ته رسیږي. د هرې دورې په پای کې، "د ټولګي شورا" (په ځانګړې توګه د ښوونکو څخه جوړه شوې) د زده کونکو ارزولو لپاره غونډه کوي. والدین بیا د خپلو ماشومانو د پایلو څخه خبروي: والیدین "درې میاشتنۍ راپور" یا د ټیټو ټولګیو لپاره، د "زده کړو راپور" ترلاسه کوي.

کانټین او د ماشومانو پاملرنه

ماشومان کولی شي په ښوونځي یا کور کې د غرمې ډوډۍ وخوري. کله چې ماشومان په ښوونځي کې د غرمې ډوډۍ خوري، دوی خپل خواړه " په کانټین کې" خوري (موږ دا هم وایو چې دوی "نهاري زده کونکي" دې هغه زده کونکي چې په ښوونځي کې ورځ تیره وي او د ښوونځي له کانټین څخه استفاده کوي).

په وړکتون او لومړني ښوونځي کې، دا ممکنه ده چې ماشومان مخکې له مخکې راولئ او له ښوونځي یا زده کړو له وخته وروسته یې کورته بوځئ. دا دهغو والدینو لپاره ګټور دي چې سهار وخته کار ته ځي یا تر ناوخته پورې په کار بوخت وي. د پاملرنې په دې اضافي وخت کې ماشومان فعالیتونه ترسره کوي.

د چهارشنبې په ورځ کله چې ډیری ښوونځي رخصت وي د ماشوم پاملرنې وړاندیز هم کیږي.

د ښوونځي څخه مخکې یا وروسته د کانټین او ماشوم پالنه اجباري ندي. خو که څوک وغواړي باید تادیه او مصارف یې ورکړي. د خدماتو مصارف د والدینو عاید پورې اړه لري. دې ته " غیر نصابي فعالیتونه " ویل کیږي. دا فعالیتونه اضافي راجستریشن او نوم لیکنې ته اړتیا لري، ډیری وختونه دا نوم لیکنه په ښاروالۍ کې ترسره کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

په وړکتون کې د 3 څخه تر 5 کلنو ماشومانو د شاملولو لپاره، تاسو باید لومړی د ښاروالۍ او بیا ښوونځي ته لاړ شئ.

نوم لیکنه باید د جون میاشتې څخه مخکې ترسره شي ترڅو په سپتمبر کې ښوونځي ته داخل شي. تاسو باید دمعلوماتو ترلاسه کوولو لپاره ښاروالۍ ته مراجعه وکړئ.

مهمه یادونه: که څه هم د تعلیمي کال په جریان کې ښوونخۍ کې شاملیدل او نوم لیکنه ممکنه ده، کله چې تاسو د پناه غوښتنې غوښتنه ترسره کړئ او ماشوم قانوني عمر ته رسیدلی وي یعنې 3 کلن وي نو په ښوونخي کې نوم لیکنه ترسره کړئ.

د نوم لیکنې لپاره اړین اسناد :

  • ستاسو د هویت سند او ستاسو د ماشوم اسناد (د مثال په توګه: د کورنۍ کتاب (le livret de famille)، د هویت کارت، پاسپورټ، د زیږون د سند کاپي یا یو شخصي، اعترافي بیان)
  • د "ادرس ثبوت" (د مثال په توګه: ستاسو د کرایې د قرارداد یوه کاپي، د بریښنا بیل، اعترافي بیان)
مهمه یادونه: په فرانسه کې، ښوونیز یا تعلیمي کال په سپتمبر کې پیل کیږي او د جولای په پیل کې پای ته رسیږي. که ماشوم د دسمبر د 31 څخه دمخه 3 کلن کیږي، هغه د سپتمبر په میاشت کې ښوونځي ته تلای شي، مخکې له دې چې هغه 3 کلن شي. ځینې وړکتونونه دوه کلن ماشومان هم مني. دا د ماشوم لپاره د فرانسوي ژبې د زده کړې د ودې په موخه ګټور کیدی شي.

په وړکتون کې ورځ څنګه تیریږي؟

په " ټولګي " کې د 20 څخه تر 30 زده کونکو وي. ښوونکي یا یا ښوونکی دوی ته د ورځې په اوږدو کې مختلف فعالیتونه وړاندې کوي. یو اضافي کس د عملي اړخونو لپاره په ټولګي کې د ښوونکي سره مرسته کوي: دې ته ATSEM وایي.

د سهار او ماسپښین په نیمایي کې، ماشومان د ښوونځي انګړ ته ځي: دې ته " تفریح" یا "récréation" وايي، دوی په آزاده توګه لوبې کوي. په ماسپښین کې، ماشومان کولی شي د غرمې ډوډۍ لپاره کور ته لاړ شي. د ماسپښین په پیل کې، کوچني ماشومان آرام کوي. دې ته د "ارآم" “sieste” وخت وايي.

په لومړني ښوونځي کې د 6 څخه تر 10 کلونو پورې د ماشوم د نوم لیکنې لپاره (چې د "لومړني ښوونځي" په نوم هم پیژندل کیږي)، تاسو باید لومړی د ښاروالۍ او بیا ښوونځي ته لاړ شئ.

نوم لیکنه باید د جون میاشتې څخه مخکې ترسره شي ترڅو په سپتمبر کې ښوونځي ته داخل شي. تاسو باید د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ښاروالۍ ته لاړ شئ.

په ښاروالۍ کې د نوم لیکنې لپاره اړین اسناد:

  • د کورنۍ د ثبت کتاب، د مور او پلار لپاره د استوګنې جواز یا د زیږون سند یوه کاپي (ژباړه یا د OFPRA څخه ترلاسه شوی سند).
  • د استوګنې ثبوت (د مثال په توګه، د بریښنا بیل یا د کرایې قرارداد، یا د استوګنې سند یا دادرس ثبوت)
  • یو سند چې ددې تصدیق وکړي چې ماشوم لازمي واکسینونه ترلاسه کړي دي: دا د ډیپتیریا، تیتانوس او پولیومیلایټس پروړاندې واکسینونه دي چې شخصي ډاکټرله لارې کولای شي چې ماشوم یې ترلاسه کړي.

په ښاروالۍ کې د نوم لیکنې وروسته، تاسو باید هغه ښوونځي ته لاړ شئ چې د ښاروالۍ لخوا ستاسو ماشوم ورمعرفي شوی. د اړونده ښوونځي مدیر به ستاسو د ماشوم راجستریشن یا نوم لیکنه په ښوونځي کې ترسره کړي.

په ښوونځي کې د ثبت لپاره اړین اسناد:

  • د نوم لیکنې سند چې د ښاروالۍ لخوا صادر شوی؛
  • د کورنۍ ریکارډ کتاب، د مور او پلار لپاره د استوګنې جواز یا د زیږون سند کاپي؛
  • یو سند چې ددې تصدیق وکړي چې ماشوم د خپل عمر مطابق لازمي واکسینونه ترسره کړی دي (د مثال په توګه د واکسین ریکارډ کتابچه).

ابتدايي ښوونځي کې تعلیمي فعالیتونه څنګه ترسره کیږي؟

ابتدايي ښوونځی ۵ کاله دوام کوي، له ۶ کلونو څخه تر ۱۰ کلونو پورې. هر کال د یوې کچې یا یوې ټولګۍ سره مطابقت لري: CP، CE1، CE2، CM1، CM2.

هر ټولګۍ خپل ښوونکی لري (موږ ورته "مایتر" “maître” یا "مایتریس" “maîtresse” هم وایو) چې د ټولو مضامینو لکه ( لیک، لوست، ریاضي، ګرامر، تاریخ، جغرافیه، انګلیسي، ساینس، سپورت، پلاستيکي هنرونو) تدریس په غاړه لري. د ښوونځي څخه وروسته ماښام ماشومان باید خپل " کورنی کار " ترسره کړي: دا کیدی شي، د بیلګې په توګه، د لوستلو یا لیکلو روزنه.

په کالج (متوسطه) یا لیسې کې د ماشوم د نوم لیکنې لپاره، تاسو باید لومړی د خپل ماشوم د زده کړو کچې ارزونه ترسره کړئ. د دې لپاره، تاسو باید د CASNAV (د ښوونځي لپاره اکادمیک مرکز) په نوم له یوې موسسې سره اړیکه ونیسئ. په خپل ښار کې د CASNAV موندلو لپاره، تاسو کولی شئ په دې سایټ کې "CASNAV لارښود" وګورئ: دلته کلیک وکړئ.

کسناو CASNAV به تاسو ته ستاسو د ماشوم لپاره د " لارښود مشاور " سره د ملاقات وخت درکړي. مشاور به ستاسو د ماشوم د ښوونځي سابقې ارزونه ترسره کړي. هغه به د زده کونکي د کچې ارزونه هم تنظیم کړي.

د دې ملاقات څخه وروسته، تاسو ته به د ماشوم د ارزونې په اړه د پریکړې خبر درکړل شي چې خپل ماشوم په کالج (متوسطه ښوونځۍ) یا لیسې کې شامل کړئ. ټولګي کیدای شي یو "عادي" ټولګي وي (د فرانسوي زده کونکو سره، ځینې وختونه ځوانان) یا ددوی د اړتیاو سره "مناسبه" ټولګي وي (د مثال په توګه، که ستاسو ماشوم په اصلي هیواد کې لږ یا هیڅ زده کړې نه وې ترسره کړي او یا هغه په ټوله کې په فرانسوي ژبه خبرې نشي کولای).

ورسته باید تاسو د خپل ماشوم راجستر کولو لپاره کالج یا دعالي لیسې سره اړیکه ونیسئ. کالج یا عالي لیسه به تاسو ته ووایي چې د نوم لیکنې لپاره کوم اسناد اړین دي.

مهمه یادونه: یو "الوفون" شخص هغه څوک دی چې د فرانسوي پرته په یوه بله ژبه هم خبرې کوي. د "الوفون" زده کونکي عموما د فرانسوي زده کړې لپاره ځانګړي ټولګیو ته لیږل کیږي، چې د UPE2A په نوم یادیږي (د راغلیو الوفون زده کونکو لپاره تعلیمي واحد). په دې ټولګي کې، زده کوونکی د فرانسوي ژبې زده کړه ترسره کوي او په تدریجي ډول نور مضامین تعقیبوي. دا مرحله یو کال دوام کوي.

که ستاسو ماشوم د 12 او 17 کلونو ترمنځ وي او مورنۍ ژبه یې فرانسوي نه وي، دوی کولی شي د فرانسوي ژبې زده کړې ډیپلوم ترلاسه کړي ( دلته کلیک وکړئ ). دا یو رسمي ډیپلوم دی چې په ټوله نړۍ کې پیژندل شوی. دا د ماشومانو د عمر سره مطابق تنظیم شوی.

په منځنۍ یا متوسطه ښوونځي یا لیسې کې زده کړې څنګه ترسره کیږي؟

  • کالج څلور کاله دوام کوي. ټولګي له شپږم څخه تر دریمې پورې شماره شوې (شاګردان له شپږم څخه پیل کوي او په دریمه یې پای ته رسوي). په شپږم ټولګي کې، زده کونکي د کالج لخوا د وړاندیز شويو ژبو له منځ څخه یوه بهرنۍ ژبه غوره کوي ( د بیلګې په توګه، ډیر ځلې، انګلیسي ژبه، ولي کیدی شي هسپانوي، آلمان، پرتګالي یا ایټالوی هم غوره کړي).
  • عالي لیسه 3 کاله دوام کوي. ټولګیو ته دویم، لومړی بیا ترمینل یا ورستې ټولګي ویل کیږي. په لومړي او وروستي کال کې زده کونکي د بکولاریا ("bac") په نوم ازموینه ترسره کوي. د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره په دې ازوموینو کې کامیابیدل اړین دي.

د ښوونیز کال په پیل کې زده کونکي د اونۍ لپاره " مهال ویش" ترلاسه کوي. هر مضمون د یوه ښوونکي لخوا تدریس کیږي. هغه مضامین چې تدریس کیږي ریاضي، فرانسوي، تاریخ، جغرافیه، ساینس، سپورت، موسیقي، بصری هنرونه، مدني زده کړه، بهرنۍ ژبې دي.

په کالج (متوسطه) یا لیسې کې د ورځې تیریدو وروسته، زده کونکي باید خپل " کورنی کار " ترسره کړي (د مثال په توګه: درسونه تکرار کړي، د ریاضی تمرینونه، او نور).

هر ښوونکی زده کوونکو ته تشریح کوي چې د زده کونکي کچه به د دوی په مضمون کې څنګه ارزول کیږي: د بیلګې په توګه، په ټولګي کې تحریري ازموینې ترسره کول، په کور کې کار کول یا په ټولګي کې شفاهي پوښتنې.

د 16 کلنۍ څخه ورسته ښوونځي ته تګ نور اجباري ندي. مګر تر 18 کلنۍ پورې یو ځوان لاهم د "ځان روزني" مکلفیت لري.

  • که ستاسو ماشوم غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، تاسو باید د 11 څخه تر 15 کلونو پورې د ماشوم لپاره په کالج (منځنۍ دورې) یا لیسې کې د شاملیدو په څیر ورته پروسیجر ترسره کړئ (درېیم ګام وګورئ).
  • که ستاسو ماشوم هیڅکله ښوونځي ته نه وي تللی یا نور نه غواړي چې ښوونځي ته لاړ شي، تاسو باید په خپله سیمه کې د معلوماتو او لارښود مرکز (CIO) یا محلي ماموریت ( دلته کلیک وکړئ ) سره اړیکه ونیسئ. دا سازمانونه به ستاسو د ماشوم سره مرسته وکړي چې مسلکي پروژه تعریف کړي. دوی کولای شي له هغه یوې مسلکي روزنې ته ورمعرفي کړي چې د هغه له وضعیت سره مناسبه وي. تاسو کولی شئ د خپل ماشوم لپاره د مسلکي ودې شورا (CEP) غوښتنه وکړئ.
مهمه یادونه : ځینې حرفوي زده کړې په "الترنناس" کې ترسره کیږي: زده کونکی د یو شرکت سره د کار قرارداد لري. هغه ځینې ورځي ښوونځۍ ته د زده کړو لپاره ځي او ځیني بیا شرکت کې کاري کوي. عموما، د روزنې لګښت د شرکت لخوا تمویل کیږي.

او ورپسې څه وکړو؟

مهالویشونه

تاسو باید د ښوونځي سره اړیکه ونیسئ ترڅو "ښوونځي ته د بیرته ستنیدو" نیټه او وخت معلوم کړئ، دا ښوونځۍ ته د تګ لومړۍ ورځ وي. ښوونځی معمولا د کال لپاره د ټولګي مهالویش سره سند چمتو کوي.

په منځني ښوونځي او عالي لیسه کې په لومړۍ ورځ زده کونکو ته " مهال ویش" ورکول کیږي. یادونه، دا په راتلونکو اونیو کې یو څه بدلون موندلی شي.

تجهیزات

عموما، ښوونځی د پیرودلو لپاره د "ښوونځي ضروریاتو" یو لیست درکوي. دا کیدی شي، د بیلګې په توګه، ځانګړي کتابچې یا قلمونه او داسي نور.

د لومړني ښوونځي تر پایه پورې، ښوونځي د موادو لویه برخه چمتو کوي. ماشومان باید د ښوونځي بکسه او د پنسلونو قلمونو بسکه چې (د قلمونو او پنسلونو ایښودلو لپاره څخه استفاده کیږي).

د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره " ښوونځي ته د بیرته راستنیدو تخصیص " (مالي مرسته) شتون لري. د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره تاسو باید کاف( Caisse d'Allocations Familiales) سره ثبت نام کړی وي.

مهمه یادونه: دا هم ولولئ: Refugees.info پاڼه "د CAF لپاره راجستر کیدل"

کتابونه

د ټولګي کتابونه د ښوونځي لخوا د کال په پیل کې ورکول کیږي. کتابونه باید د جون په پای کې ښوونځي ته بیرته ورکړل شي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، که یو کتاب ورک یا خراب شي، ښوونځی کولی شي له والدینو څخه دهغه بیه او توان وصول کړي.

په منځني ښوونځي او عالي لیسه کې، فرانسوي ښوونکي کله ناکله له زده کونکو څخه غوښتنه کوي چې کتاب واخلي. دا عموما ممکنه وې چې غوښتل شوي کتاب د پور په بڼه د کالج، لیسې یا د ښار کتابتون کې ومومئ.

د معلوماتو فورمې

ښوونځی اکثرا له تاسو څخه غوښتنه کوي چې د کال په پیل کې ډیری فورمې ډکې کړي.

دا فرمې د لاندې مواردو په اړه کیدای شي:

  • د مور او پلار پته او د تلیفون شمیرې په اړه معلومات.
  • ستاسو د ماشوم روغتیا: د مثال په توګه، تاسو کولی شئ مشخصه کړئ او معلومات ورکړئ که چیرې ستاسو ماشوم طبي درملنې ترسره کوي.
  • کانټین (یا "غذا خوړل"): تاسو باید دا په ګوته کړئ چې آیا ستاسو ماشوم به په کانټین غذا خورې او کنه.
  • د "انځور اخیستلو حق": تاسو باید دا په ګوته کړئ چې آیا تاسو موافق یاست چې ستاسو د ماشوم عکسونه د ښوونځي په اسنادو کې وکارول شي او کنه.

ښوونځی ماشومانو ته یوه د "معلوماتو د تبادلې کتابچه" ورکوي. دا کتابچه ښوونکي او والدینو ته اجازه ورکوي چې له یو بل سره اړیکه ونیسي. والدین باید له ښوونځي سره د معلوماتو تبادلې کتابچه په منظمه توګه وګوري او هر نو معلومات چې لولي باید "لاسلیک" کړي ترڅو وښيي چې دوی لوستلي دي. والدین کولی شي په دې نوټ بوک کې ښوونکي ته هم ولیکي.

ښوونځی په منظم ډول د "ښوونځي رخصتیو" په وخت تړل کیږي: پدې ورځو کې زده کونکي ته له تګ څخه پرته استراحت کوي!

ښوونیز کال د سپتمبر په پیل کې پیل کیږي. د ښوونځي رخصتۍ په لاندې ډول دي:

  • د اکتوبر په پای کې دوه اونۍ - د نومبرتر پیله: "د توسانت Toussaint رخصتۍ"
  • د دسمبر په پای کې دوه اونۍ - د جنوري تر پیله: "د کرسمس رخصتۍ"
  • په فبروري یا مارچ کې دوه اونۍ: "ژمي رخصتۍ"
  • په اپریل یا می کې دوه اونۍ: "د پسرلي رخصتۍ"
  • په جولای - اګست کې اته اونۍ: "کلني رخصتي"

ښوونځی د عامو ورځو "تعطیلاتو" کې هم رخصت وي: د نومبر 11، د ایسټر دوشنبه (متغیره نیټه)، د می 1، د می 8،د اسنسون پنجشنبه (le jeudi de l’Ascension) (متغیره نیټه)، د پنتیکوت دوشنبه (متفاوته نیټه).

د "ښوونځي رخصتیو" او عامه رخصتیو نیټې په جنتري یا تقویم کې موندل کیږي. دا په اسانۍ سره په انټرنیټ کې د "ښوونځي کیلنڈر" کلمې په لیکلو سره موندل کیدی شي.

د مثال په توګه، په لاندې ویب پانه کې يې مندلای شئ: https://www.education.gouv.fr/calendrier-scolaire-100148

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

nournourاډمین
a mugniera mugnierاډمین
fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
hichamhichamد صفحي پورته برخه
utilisateur_2134382utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
kerriankerrianد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه