په فرانسه کې طلاق اخیستل
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 ansپه فرانسه کې د طلاق څلور قسمونه شتون لري:
- " بې تناقضه او اختلافه" طلاق، دا پدې معنی ده چې د طلاق قضیه محکمي یا قاضي ته راجع نه شي، او دواړه اړخونه په طلاق اخیستو رضایت ولري.
- "متناقض" طلاقونه، دا پدې معنی ده چې د طلاق قضیه محکمي او قاضي ته راجع شي: د خطا یا تقصیر په اساس طلاق، د ازدواجي اړیکو د دایمي تغییر په اساس طلاق او د پریکړون د مبدا قبلولو په اساس طلاق.
لومړی اړین ګام د وکیل استخدام کول دي چې هغه ټول اړین ګامونه او اجراآت ترسره کړي. د وکیل پرته طلاق اخیستل امکان نلري، حتی په هغه صورت کې هم چي دواړه اړخونه رضایت ولري د طلاق په هکله.
په ټولو مواردو او قضیو د طلاق کې دواړه خاوند او میرمن باید خپل وکیل ولري.
په Réfugiés.info کې د قانوني مرستي په اړه لاندي سرلیک کلیکولو سره نور معلومات هم ولولئ: "حقوقي مرستې ته لاسرسی"
دا ممکنه ده چې د فرانسې څخه خپل میړه یا میرمنې ته چې بهر په بل هیواد کې ژوند کوي طلاق ورکړئ. دا اړینه ده چې یو وکیل وګمارئ چې ستاسې سره مرسته وکړي، ځکه چې شرایط د هرهیواد له قوانیو سره سم توپیر کوي چیرته چې ستاسې میړه یا میرمن ژوند کوې.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، په بهر کې د طلاقونو لپاره: دا یوازې ممکنه ده چې د محکمې لخوا د یوې ځانګړې ازموینې وروسته (د اطاعت تصدیق کولو لپاره) د OFPRA سره ثبت کړئ.
یادونه: په هغه صورت کې چې طلاق له فرانسې نه بهر اخیستل شوی او پروسه یې هلته ترسره شوې وي: دغه ډول طلاقونه په افپرا (OFPRA) کې یوازې هغه وخت ثبت او راجسټر کیدایشي، چې د محکمې لخوا یې ځانګړې څیړنه ترسره شي، دا پدې معنی چې محکمه یې تثبت او تایید کړي.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
12 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
olga b.د صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
omar kokachد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
hichamد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه