د کروس (CROUS) یوه هستوګنه ترلاسه کول

د کروس (CROUS) یوه هستوګنه ترلاسه کول

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 11 mai 2021

دا څه شی دی؟

د پوهنتون او تعلیمي چارو سیمه ایز مرکز (CROUS) د بورس لرونکو زده کونکو لپاره چې په لومړیتوب کې قرار لري د ټیټې کرایی کورونو وړاندیز کوي.

نوټ: د زده کونکي وضعیت څخه ګټه پورته کولو لپاره، تاسو باید د فرانسوي د لوړو زده کړو په بنسټونو کې په یوه کې ثبت او راجستر شوې یاست. تاسو باید په رسمي ډول زده کونکي اوسئ او له مرستې څخه د ګټې پورته کولو لپاره د INE شمیره (د زده کونکي ملي پیژندني شمیره) ترلاسه کړئ. د INE شمیره د 11 حروف څخه جوړه شوې ده (10 عددي + 1 حرف یا 9 عدد + 2 حروف).

که تاسو د سکالرشپ لپاره وړ یاست، تاسو باید په لاندې ویب سایټ کې د کور لپاره د تقاضا کولو دمخه د زده کونکي ټولنیز دوسې (DSE) لپار غوښتنه وکړئ:

www.messervices.etudiant.gouv.fr

نوټ: کروس به لومړی د تایید شوي DSE سره زده کونکو ته هستوګنه تخصیص کړي. د بورس نه لرونکي زده کونکو دوسیو ته لومړیتوب نه ورکول کیږي.

استوګنځی د 3 معیارونو شاخصونو سره سم تخصیص کیږي:

  • د کورنۍ عاید
  • په کورنۍ کې د مالیې پورې تړلو ماشومانو شمیر
  • د کورنۍ د اوسیدو ځای او د زده کړې ځای تر منځ فاصله

نوټ: هر څومره چې ستاسو د کورنۍ د اوسیدو ځای ستاسو د زده کړې له ځای څخه فاصله او لرې وي هغومره ستاسو دوسي ته زیات لومړیتوب ورکول کیږي. هغه کسان چې له ثابتې پتې پرته ژوند کوي د دوی دوسې به د لومړیتوب په توګه ارزول کیږي.

د کروس هستوګنې څخه ګټه پورته کولو لپاره ، تاسو باید د 30 څخه کم عمر ولرئ او د کارمندنې او کاف له ادارو سره باید راجستر نه یاست.

د کروس هستوګنو د اجارې موده لږترلږه یوه میاشت او اعظمي حد یو اکادمیک کال دی (د سپتمبر څخه تر جولای پورې).

نوټ: د کال په جریان کې، ځینې هستوګنې په استثنایی ډول د یو کال څخه د لږې مودې لپاره شتون لري.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

څنګه وکړو؟

1

په meservices.etudiant.gouv.fr کې ثبت نام کول

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

تاسو باید په لاندې ویب سایټ کې یو حساب جوړ کړئ: www.messervices.etudiant.gouv.fr/envole/enregistration

3 شیان باید ډک کړئ:

  • پیژندنه یا هویت
  • بریښنالیک
  • د زده کونکي د پیژندنې ملي شمیره (INE)

نوټ: که تاسو د INE شمیره نلرئ (تاسو له بهر څخه راغلي یاست یا تاسو په یوه تعلیمي اداره زده کړې ترسره کوی چې په ملي تعلیم پورې اړه نلري) نو تاسو باید د کال په جریان کې د فرانسې د لوړو زده کړو په کومه اداره کې د خپل راجسټریشن ثبوت وړاندې کړئ یا په راتلونکی کې او یا هم په فرانسه کې د انٹرنشپ یا ستاج کولو سند.

ستاسو د راجسټریشن او نوم لیکني په پای کې به تاسو د تایید کوډ (6 شمیرې) سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې هغه باید تاسو د نوم لیکني په فورمه کې ولیکئ.

د ستونزې په صورت کې، تاسو کولی شئ په لاندې ویب سایټ کې کروس اړیکه ومومئ:www.crous-paris.fr/contact

2

له messervices.etudiant.gouv.fr سره وصل کیدل

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

د هستوګنې د لټون پیل کولو لپاره تاسو باید د لومړي ځل لپاره خپل حساب ته ننوځئ:

  • دې ویب پاڼې ته لاړ شئ: ww.messervices.etudiant.gouv.fr
  • د ویب سایټ په پورتنۍ ښیې طرف کې موقعیت لرونکي "لاګ ان" خانه باندې کلیک وکړئ، دلته به یوه کړکۍ پرانستل شي ترڅو ستاسو د بریښنالیک آدرس او همدارنګه ستاسو رمز داخل کړی چې تاسو په اوله مرحله کې رامینځته کړی وه.
  • د هستوګنې انتخابولو لپاره، د صفحي اخیر کې د "هستوګنې ومومئ" سرلیک لاندې برخه کې په "کروس استوګنځي" “En résidence CROUS” خانه باندې کلیک وکړئ.

یوه نوې پاڼه چې عنوان یې "د استوګنې ځای موندل" “ Trouver un Logement” به پرانیزي. تاسو کولی شئ په لاندې لنک کلیک کولو سره دې ته لاسرسی ومومئ: findunlogement.lescrous.fr

  • په "استوګنځي ومومئ" کلیک وکړئ: تاسو به د کروس هستوګنې لپاره ټول وړاندیزونه ومومئ.
  • تاسو کولی شئ په "موقعیت" “Localisation” خانه کې د خپل پوهنتون پته په نښه کولو سره خپله لټون ساده کړئ.
3

خپل د کور غوښتنه وسپارئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

د "پوهنتون استوګنځي کې د هستوګنې موندلو" ویب سایټ (ttps://trouverunlogement.lescrous.fr/ ) په کورپانه کې، د شته هستوګنې لیست ته د لاسرسي لپاره د "هستوګنې موندلو" خانه باندې کلیک وکړئ.

یوځل چې اصلي مرحله پرانستل شوه، تاسو به وکولی شئ په دریو مختلفو سکتورونو کې دوه غوښتنې (د اوسیدو ځای + د هستوګنې ډول) ولیکئ.

نوټ: د هر سکتور لپاره ، تاسو کولی شئ یو انتخاب ټیک مارک کړئ، دا به کروس ته اجازه ورکړي چې تاسو ته د شته ټولوهستوګنو وړاندیز وکړي که ستاسو لومړۍ دوه هیلې یا غوښتني پوره نشي.

ستاسو د غوښتنې سره د ستونزې په صورت کې، تاسو کولی شئ د CROUS مرستندوی خدماتو سره اړیکه ونیسئ یا وګورئ چې ایا ستاسو پوښتنې لا دمخه دلته ځواب شوی دي. le site étudiant.gouv.fr

نوټ: مهمې نیټې (د اصلي او اضافي مرحلو خلاصیدل، د کورنو د تخصیص نیټې ، او داسي نور) په کور پاڼه کې په ګوته شوي. sur la page d’accueil.

4

خپل د کور غوښتنې تعقیب کړئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

که چیرې تاسو ته د اصلي مرحلې په جریان کې هیڅ هستوګنه نه وي درکړل شوې، د پاتي استوګنځيو لپاره دغوښتنلیکونه وړاندې کولو لپاره یو اضافي مرحله خلاصیږي او تاسو کولای شئ بیا تقاضا وکړئ.

که تاسو ته د اصلي یا لومړۍ مرحلې په جریان کې د استوګنې ځای درکړل شوی وي، تاسو کولی شئ د اجارې یا کرایي دمخه تادیه کولو سره د هستوګنې اخیستل تایید کړئ. تاسو باید وخت ته په درناوي (په اصولو کې 7 ورځې) مخکې د اجارې یا کرایې پیسې ورکړئ که نه نو ریزرویشن لغوه کیږي او استوګنځی بیرته آنلاین اعلانیږي.

نوټ: تاسو کولی شئ په یوه وخت کې د کروس سره یوازې یو هستوګنخای ریزرف یا غوښتنه وکړئ. که تاسو په کروس کې د ریزرویشن غوښتنې ته انتظار باسئ، نو تاسو نشئ کولی په ورته کروس کې د نورو هستوګنو یا بلي لپاره تقاضا وکړئ.

5

ستاسو د کور غوښتنه نهایي کړئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

کله چې تاسو کرایي تادیه کړئ، له هغې ورسته تاسو باید استوګنځي ته له هغو اسنادو سره ورشئ چې د دې لخوا چمتو شوي، په سمه توګه بشپړ شوي، پشمول د:

  • لاسلیک شوي داخلي مقررات ،
  • ګډ اود تضمین قرارداد چې تاسو ته درکړشوي چې په دقت سره بشپړ شوی او د دریمې ډلې لخوا لاسلیک شوی چې د تضمین کونکي په توګه کار کوي ،
  • د تضمین زیرمو تادیه (ضمانت) چې د یوې میاشتې کرايي سره مطابقت لري.

کله چې استوګنځي ته ننوځئ ، تاسو څخه به وپوښتل شي:

  • د لومړي فیس تادیه ("کرایه") چې مخکې له مخکې ورکړل شوي ،
  • د خطرونو پروړاندې د بیمې سند وړاندې کول لکه (اور، د اوبو زیان،ټولنیزمسؤلیت) ،
  • د تعلیمي کال لپاره د زده کونکي کارت یا د ثبت نام کول سند وړاندې کول د کوم لپاره چې هستوګنه ترلاسه شوې.

او وروسته؟

خپل استوګنځی وساتئ

که تاسو دمخه په کروس استوګنځي کې اوسئ او غواړئ د راتلونکي تعلیمي کال لپاره خپل استوګنځی وساتئ، نو تاسو باید په لاندې ویب سایټ کې د خپل Cité'U ځای کې د استوګنځي نوي کولو غوښتنه وسپارئ:

https: //www.messervices.etudiant. gouv. fr

د کروس پریکړې په مقابل کې شکایت کول

د کروس پریکړې له خبرتیا څخه ورسته، تاسو د 2 میاشتو موده لرئ ترڅو د کروس رییس ته د بریښنالیک له لارې وړیا اپیل یا خپل شکایت واستوئ. د دې کار ترسره کولو لپاره، تاسو باید یو لیک ولیکئ او خپل دلایل پکښي په ګوته کړئ.

نوټ: د CROUS رییس هیڅ مکلفیت نه لري چې خپله پریکړه بیرته واخلي.

د اپیل یا شکایت د پریکړې له خبرتیا څخه ورسته، تاسو د اداري محکمې په وړاندې د نظرثاني اپیل کولو لپاره 2 میاشتې وخت لرئ.

د اداري محکمو ادرسونه په لاندې سایټ کې شتون لري:

https://www.conseil-etat.fr/tribunaux-cours/la-carte-des-juridictions-administratives

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
7 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CDA

Comité de la Démarche Accessible