خپل شخصي ډاکټر غوره کړئ

خپل شخصي ډاکټر غوره کړئ

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)5 mai 2021

دا څه شی دی؟

د شخصي معالج ډاکټر غوره کول په ښه توګه صحي څارنې ته امکانات برابره وي: هغه ستاسو د روغتیا لپاره د اړیکې لومړۍ مرجع ده، او هغه تاسو د اړتیا په وخت کې متخصص ډاکټر ته د نورو معایناتو لپاره راجع کوي. هغه ستاسو په اړه معلومات لري او ستاسو طبي فایل اداره کوي.

دا مهمه ده چې د روغتیایی بیمې لومړني صندوق (CPAM) ته د خپل شخصي معالج په اړه خبر ورکړئ ترڅو د پاملرنې لپاره د لوړې کچې تادیې څخه ګټه واخلئ.

ښه پوهیدل: د متخصص سره مشوره کولو یا ازموینې ترسره کولو لپاره، تاسو باید لومړی د خپل شخصي معالج ته لاړشئ ترڅو د روغتیا بیمې له لارې د امکان تر حده پورې مناسب پوښښ او تادیه شی.

تاسو کولای شئ په خپله خوښه هر ډاکټر چې غواړی په حیث د شخصي ډاکټر غوره کړی، دا ستاسو یو اساسي حق دی.

ښه پوهیدل: د کورنۍ غړي ممکن یو شخصي ډاکټر یا مختلف ډاکټران ولري؛ هر یو باید په انفرادي ډول خپل شخصي ډاکټر اعلان کړي. ضرور نده چې ټول په ګډه سره د یو ډاکټر په اړه د بیمي مرکز ته خبر ورکړي.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
پرته له دې ناممکن دی
په فرانسه کې د اوسیدو سند
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
پرته له دې ناممکن دی
په فرانسه کې د اوسیدو سند

څنګه وکړو؟

1

خپل شخصي معالج ډاکټر غوره کړئ

یو داسي ډاکټر غوره کړئ چې تاسو یې ښه پیژني او باورپرې لرئ.

ښه پوهیدل: شخصي معالج کیدای شي یو عمومي ډاکټر یا متخصص وي ، که څه هم ډیری وختونه دا یو عمومي معالج وي.

که تاسو لاهم یو ډاکټر نه پیژنئ، تاسو کولی شئ د روغتیا بیمې لارښود کې يې ومومئ.

=> د شخصي ډاکټر پیداکولو لارښود ته د مراجعي کولو لپاره دلته کلیک وکړئ: http://annuariesante.ameli.fr/

د لټون پدې سیسټم کې، تاسو کولی شئ له لاندې مشخصاتو سره یو ډاکټرغوره کړئ:

  • د مسلک د نوعیت له مخي (د مثال په توګه: عمومي متخصص) ،
  • د فیس ډول (د مثال په توګه: پرته له ډیرفیس ورکوني)
  • ستاسو د ویټال کارت یا بیمي کارت لوستلو لپاره د ډاکټر تجهیزات لرل (ډیری ډاکټران دغه ډول تجهزات لري) ،
  • جنسیت (که تاسو غوره ګڼئ چې د یوه نارینه یا ښځینه ډاکټر لخوا معالجه شئ) ،
  • د ډاکټر ځایی .

تاسو کولی شئ له نورو خلګو چې د یو ښه ډاکټر په اړه معلومات او مشوره وکړئ: د شاوخوا خلکو څخه مشوره مه هیروئ.

ښه پوهیدل: ستاسو ډاکټر حق لري چې ستاسو د شخصي ډاکټر کیدو څخه انکار وکړي. تاسو کولی شئ بیا خپل ډاکټر بدل کړئ او یو بل غوره کړئ.

2

د خپل شخصي معالج په اړه خبر ورکړئ

د خپل شخصي معالج راپور او خبر ورکولو ترټولو اسانه لار دا ده چې د ډاکټر په دفتر کې دا کار د مشورې پرمهال ترسره کړئ.

له ډاکټر څخه غوښتنه وکړئ چې هغه په رسمي توګه ستاسو د شخصي ډاکټر په توګه دبیمي دفتر ته خبر وکړي، هغه به ټول اجراآت وکړي. تاسو باید هغه ته خپل د ویتال یا بیمي کارت ورکړئ. ستاسو د شخصي ډاکټرانتخاب کول او خبر ورکول به ستاسو د روغتیا بیمې فنډ لخوا سمدلاسه ثبت شي.

که تاسو خپل ویتال کارت تر اوسه نه يې تر لاسه کړی او یا تاسو د خپل وروستی ټولنیز امنیت شمېرې په تمه یاست، تاسو بیا هم کولای شي د خپل شخصي معالج ډاکټر غوره او د بیمي دفتر سره یې ثبت کړئ. ددې کار ترسره کولو لپاره تاسو باید له ډاکټر سره د خپلې لومړۍ کتنې په مهال یوه فورمه ډکه کړئ. تاسو کولی شئ د دې فرمي لپاره له خپل ډاکټر څخه وپوښتئ. بیا به تاسو دا قرمه د لیک له لارې خپل لومړني روغتیا بیمې فنډ (Caisse Primaire d’Assurance Maladie) ته واستوئ او یا یي په خپل لاس د مرکز په بکس کې پریږدی.

ښه پوهیدل: د خپل لومړني روغتیا بیمې فنډ د پتې موندلو لپاره د ameli.fr سایټ ته مراجعه وکړئ او د خپلې منطقي پوسټ کوډ داخل کړئ، بیا پته د "ادرسونو او اړیکو" "Adresses et contacts" برخې کې ومومئ.

او وروسته؟

تاسو کولی شئ خپل شخصي معالج بدل کړئ هرکله چې وغواړئ

تاسو هروخت چې وغواړی خپل شخصی معالج ډاکټر پرته له کومه دلیله کولای شئ تبدیل کړئ، بغیر له دې نه چې تاسو خپل اوسنې شخصي ډاکټر ته خبرورکړئ. پروسه یو شان ده.

که تاسو نه شئ کولای شخصي معالج ډاکټر ومومئ

که تاسو نشئ کولی چې دیو شخصي معالج ډاکټر ومومئ، تاسو کولی شئ د خپل لومړني روغتیا بیمې فنډ کارکونکي سره اړیکه ونیسئ. هغه به تاسو ته پدې اړه مشوره درکړي او تاسو ته به ستاسو په منطقه کې د یوه مناسب ډاکټر په اړه معلومات درکړي.

  • خپل امیلي (ameli) حساب ته داخل شئ ، بیا د "زما پروسیژر" « Mes démarches » برخې کې کلیک وکړئ، او "د لارښود مرستې غوښتنه وکړئ". یوه کړکۍ به هلته خلاصه شي او په مختلفو بخشو کې د لارښود او کومکونکو لست به وموئ .
  • د خپل بخش یا موضوع د غوره کولو وروسته، د "ادامه" « Continuer » برخي باندې کلیک وکړئ ترڅو خپله غوښتنه ولیکئ اوبیا یې په مستقیم ډول خپل د روغتیا بیمې فنډ ته واستوئ.
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
33 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible