د رواني پاملرنې مرکز ته لاسرسی

د رواني پاملرنې مرکز ته لاسرسی

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 18 mars 2021

دا څه شی دی؟

د رواني روغتیا مرکزونه (CMP) د پاملرنې مرکزونه دي چیرې چې تاسو ددې امکان لری چې له روانشناسانو، عقلي او عصبي ډاکټرانو او ټولنیزو کارمندانو سره وړیا مشورې وکړي او طبي مرستې ترلاسه کړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ په کورکې هم طبي مرستې او د نرسانو خدمات ترلاسه کړئ.

پاملرنه او صحي خدمات په بشپړ ډول د صحي بیمې لخوا پوښښ کیږې.

ښه پوهیدل: د لویانو (د 16 کلونو) څخه شروع د هغوی لپاره CMP شتون لري او د ماشومانو لپاره هم د CMP مرکزونه شتون لري.

د CPM مرکزونه د هرچا لپاره خلاص دي. د کوم ډاکټر لخوا معرفي کیدو ته اړتیا نشته.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

ځان خبر کړئ چې کوم CMP مرکز ته ولاړشئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

د CMP طبي مرکزونو هیڅ ملي لارښود یا فهرست شتون نلري.

د دې لپاره چې پوهه شئ چې کوم مرکز ته لاړ شئ، نو تاسو باید د انټرنیټ له لارې هغه مرکز چې تاسو ته نږدې دی پیدا کړی، د لټون په خانه کې باید ولیکئ "د رواني روغتیا مرکز (“centre médico-psychologique) او ورسره تاسو ته د نږدې ښار نوم".

د مثال په توګه ، که تاسو دجون ښار سره نږدې ژوند کوئ ، تاسو باید د ګوګل په لټون کې ولیکئ: " سینټر میډیکو پسکولوجیک ډیجون " "centre médico psychologique dijon"

هغه لومړې تلیفون شمیرې ته زنګ ووهئ چې د لټون په نتیجه کې یې پیدا کړئ .

ښه پوهیدل: په ټلیفون کې به د مرکز سکرټریټ له تاسو څخه ستاسو د اوسیدو ښارنوم غوښتنه وکړي او که اړتیا وي تاسو به بل مرکز ته ولیږدوئ.

2

دلیدنی او ملاقات وخت واخلئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

ښه پوهیدل: د CMP (وړیا) مرکز به تاسو ته د اونۍ په کارې ورځو کې په رسمې ساعتونو کې د ملاقات او لیدنې وختونه وړاندیز کړي (د مثال په توګه د سهار د 9 بجو او د مازدیګر 5 بجو په منځ کې).

که تاسو په نورو ساعتونو کې د ملاقات وخت غواړئ، نو تاسو باید د خصوصي تاسیساتو سره اړیکه ونیسئ چې د هغوی خدمات وړیا نه دي.

هغه CMP مرکز ته زنګ ووهئ چې تاسو ته درکړل شوي دي.

تاسو ته به د لومړې ملاقات او لیدنې وخت درکړشي.

3

خپل لومړي ملاقت او لیدنې ته لاړشئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

ښه پوهیدل: معمولا، د لومړۍ لیدنې په جریان کې به تاسو د یوې نرسې سره کتنه ولری.

په لومړي لیدنه کې تاسو باید له ځان سره لاندې اسناد ولری:

  • ستاسو د بیمې کارت (کارت ویتال) یا د روغتیا بیمې حقونو سند ،

که تاسو د د بیمې کارت نلرئ ، تاسو کولی شئ د بیمې د کارت د ترلاسه کولو لپاره په لاندې لینک کلیک کولو سره معلومات او په اجراآتو يې ځان خبر کړئ:

"څنګه خپل د بیمې کارت ترلاسه کړئ".

  • ستاسو د اوسیدو اجازه یا کارت (تتخ دسیجور) ،
  • ستاسو د روغتیا بیمې کارت ، که تاسو یو لرئ.

لومړۍ مرکه (1 ساعت) وخت نیسي او هدف یې دا دی چې:

  • په سکرتريت یا استقبالیه کې خپل شخصي معلومات ثبتول ،
  • ستاسو د اړتیاو په اړه معلومات ورکول چې کومو مرستو او ملاتړ ته ضرورت لری.

ورسته به نرس تاسو ته د یوې یا ډیرو لیدنو وړاندیز وکړي:

  • د رواني او عقلي امراضو ډاکټرسره لیدنه، په ځانګړي توګه که تاسو درمل استفاده کوی ،
  • یو ټولنیز کارکوونکی یا یو متخصص ښوونکی سره لیدنه ،
  • د نورو طبې خدماتو مثالونه: د بیان معالج ، رواني متراپی معالج ، ځینې CMPمرکزونه د هیپنوسیس او آرامۍ ناستو وړاندیز هم کوي ...

او وروسته؟

تاسو کولی شئ د اوږدې مودې لپاره طبي خدمات ترلاسه کړئ

ښه پوهیدل: تاسو کولی شئ د CMP له خدماتو څخه هرڅومره چې اړتیا لرئ ګټه پورته کړئ.

د CMP مرکز طبي متخصصین او کارکونکي کولی شي پدې توګه تاسو د اوږدې مودې لپاره تعقیب کړي او له تاسو سره مرسته وکړي.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
12 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CDA

Comité de la Démarche Accessible