دبیمې کارت (کارت ویتال carte Vitale) ترلاسه کړئ
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 ansد ویتال کارت (La carte Vitale) ډاکټر ته د وړاندې کولو لپاره یو کارت دی، ترڅو ددې کارت په واسطه تاسو د روغتیا لګښتونو ورنه کړئ او یا په اوتومات ډول د روغتیا لګښتونو جبران (عوض) ترلاسه کړئ.
د ویتال کارت هر هغه چا ته وړیا صادریږي چې د روغتیا بیمې څخه ګټه پورته کوي. دا ستاسو د ټولنیز امنیت دایمې شمیرې پورې تړاو لري (د 13-ګڼې شمیره چې د نارینه وو لپاره په "1" سره پیل کیږي او د ښځو لپاره په "2" سره).
مهمه یادونه: د ټولنیز امنیت موقتي شمیرې سره تاسو نشئ کولای د ویتال کارت لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو باید انتظار اوباسئ تر څو خپله دایمې د ټولنیز امنیت شمیره ترلاسه کړئ.
د ویتال کارت (La carte Vitale) یو شخصي کارت دی . تاسو کولی شئ په لاندې حالتونو کې یې ترلاسه کړئ:
- که تاسو 16 کلن یاست یا ډیر عمر لرئ: تاسو کولی شئ خپل شخصي ویتال کارت ولرئ.
- تاسو د 16 کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم لرئ: تاسو کولی شئ هغه د خپل ټولنیز امنیت شمیرې سره ثبت کړئ او همدارنګه د مور د ټولنیز امنیت شمیرې سره هم ترڅو ستاسو ماشوم وکولای شې ددواړو له کارتونو او حقونو څخه ګټه پورته کړي (دا ستاسو د "حق لرل" “ayant-droit” قانون په نوم یایدیږي) . تاسو کولی شئ د خپلو ماشومانو لپاره د ډاکټر دفتر کې د ویتال کارت وکاروئ.
- تاسو د 12 او 16 کلونو تر مینځ یو ماشوم لرئ: د 12 کلن ماشوم لپاره تاسو کولی شئ تقاضا وکړئ چې هغه خپل ویتال کارت ولري. له همدې امله تاسو انتخاب لرئ چې خپل ماشوم په خپل ویتال کارت کې ولرئ یا د هغه لپاره د ځانګړې ویټال کارت غوښتنه وکړئ.