د خپل هیواد د جنایتکارانو او مجرمینو عدلي او قضايي تعقیب کول

د خپل هیواد د جنایتکارانو او مجرمینو عدلي او قضايي تعقیب کول

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت)3 oct. 2022

دا څه شی دی؟

یو دولت کولی شي د خورا جدي جرمونو مرتکبین قضايي او عدلي تعقیب او محاکمه کړي، هرچیرته چې دغه جنایتونه ترسره شوي وي او د مرتکبینو یا قربانیانو مليت په پام کې نیولو پرته. دې ته "نړیوال قضايي صلاحیت" la compétence universelle" ویل کیږي. دا د نړیوالې جنایی محکمې (آی سي سي) کار بشپړوي.

په فرانسه کې "نړیوال قضايي صلاحیت" غوښتنه کوي چې شکمن کسان هلته ژوند وکړي او دا چې دوی په بهر کې جنایتونه ترسره کړې وي، لکه:

  • د نسل وژنې جرم؛
  • د بشریت پروړاندې نور جرمونه *؛
  • جنګي جرمونه او سرغړونه *.

* ایا ددې اعمالو مرتکبینو ته د هغه دولت د قانون په اساس جزا ورکول کیږي چیرته چې جرم ترسره شوی او یا دهغه دولت چې مظنون یې تابعیت لري، ددې اختیار د نړوالې جنایي محکمې (آي سي سي) سره دی.

ښه پوهیدل: قانون ددې پریکړه کوې چې ترسره شوی جرمونه " نه بښونکي او هیریدونکې" دي. یعنې د وخت په تیریدو سره بیا هم د دغه ډول مجرمین محاکمه کیدای شي او د عدلي او قضایي تعقیب لاندې راتلای شي ولو که کلونه کلونه هم په دغه ډول جنایتونو تیر شوې وي.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

د بشریت پروړاندې د جرمونو مرتکب یا د جنګي جرمونو مرتکب شخص چې په فرانسه کې ژوند کوي په نښه کول او تشخیص کول

د نسل وژنې او جنګي جرمونو سربیره، د "نړیوال قضايي مراجعو" لخوا په نښه شوي د بشر ضد جرمونه په لاندې ډول دي:

- وژنه او قتل مرتکب شخص؛

- د یو چا څخه د غلامۍ کار اخیستل؛

- د بیګناه خلګو جلاوطنه کول یا په جبري د خپلو کورنو او ځاینو څخه شړل.

- شکنجه کول؛

- جنسي تیری، اجباري فحشا، جبري حمل، جبرې د حمل مخنوې یا بل هر ډول جنسي تاوتریخوالی؛

- د یوه معلوم ګروپ او یا ټولنې په سیاسي، توکميز، ملي، قبلوي، کلتوري، مذهبي یا جنسیتي اساس تعقیب او زورول؛

- په اجباري ډول غایبول؛

2

د قانوني اقدام او اجراآتو لپاره له یو وکیل یا له یوه متعهد سازمان یا اسیوسیشن سره اړیکه نیودل

هغه حقوقي او قانوني مشاور چې اړیکه ورسره نیول شوې وي به تاسو سره مرسته وکړي چې وګوري ایا تاسو د شکایت درج کولو حق لرئ او ستاسو په کړنو او چارو کې ستاسو ملاتړ کولای شي.

تاسو کولی شئ د "موضوعاتي" نادولتي موسسو سره اړیکه ونیسئ (د بیلګې په توګه: د بخښنې نړیوال سازمان ) یا د اړونده اصلي هیواد په اړه تخصص او مالومات لورنکي اداري سره .

د بیلګې په توګه، د سوریې د عدالت او حساب ورکولو مرکز (SJAC) په سوریه کې د ترسره شوي جرمونو قربانیانو ملاتړ کوي. دا نادولتي موسسه په فرانسه کې د نړیوال عدالت په اسانۍ سره د پوهیدو لپاره ژباړل شوی لارښود وړاندې کوي:
> لارښود په فرانسوي کې وګورئ
> لارښود په انګلیسي ژبه وګورئ
> لارښود په عربي ژبه وګورئ

تاسو کولی شئ د SJAC سره په info@syriaaccountability.org اړیکه ونیسئ

په فرانسه کې، ځانګړې اتحادیې هم شتون لري لکه د نړیوال وړتیا د ودې لپاره د فرانسې ټولنه (AFPCU).
> دلته د دې اتحادیې د ویب پاڼې لینک شتون لری.

او وروسته؟

د فرانسي قضایي او عدلي سیسټم پریږدئ چې خپله دنده ترسره کړي

د دې جرمونو عدلی او قضايي څیړنه او تعقیب او محاکمه یوازې د تروریزم پر ضد د دولتې څارنوال په غوښتنه ترسره کیدی شي او که هیڅ نړیوال یا ملي محکمه د مرتکب شخص د تسلیمیدو یا ملکیت غوښتنه ونه کړې.

له همدې امله فرانسوي قضا به د آی سي سي له خوا د مرتکب شخص د تعقیب او محکمي د نشتون په اړه ځان مطمیین کړي او همدارنګه ددې تایید او معلومات وکړي چې هیڅ کومه بله نړیواله باصلاحیته محکمه او مرجع د جرم د مرتکب شوې شخص د تسلیمیدو غوښتنه یې کړې او دا چې هیڅ کوم بل هیواد د هغه د اخراج او مربوطه هیواد ته د ګرځیدو غوښتنه يې کړې.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
14 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
14دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible