Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

دا چېرته دی ؟

د یو موټر اخیستل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 8 mois

دا څه دي ؟

که تاسو غواړئ موټر واخلئ، تاسو دوه اختیارونه لرئ:

  • یو نوی موټر واخلئ = کوم چې هیڅکله نه وې کارول شوی او کله هم ثبت یا راجستر شوی نه وي*، (یعنې نمرپلیټ ورته نه وې اخیستل شوی)

* د راجستر کیدو یا نمبرپلیټ اخیستو سند ته چې "کارت ګرز" هم ویل کیږي، دا یو رسمي سند دی چې د موټر د پیژندني کارت په توګه ګڼل کیدی شي.

  • یو کارول شوی موټر = کوم چې دمخه چل شوی او د بل چا لخوا پلورل کیږي.

اجراآت یا طرزالعملونه په دې پورې اړه لري چې آیا موټر نوی دی یا استفاده شوی.

تاسو کولی شئ د موټر چلولو جواز پرته موټر واخلئ. ولي، د اخیستل شوي موټر چلولو لپاره، تاسو باید د اعتبار وړ د موټر چلولو جواز یا لایسنس ولرئ!

یادونه: د پناه غوښتونکي په توګه، تاسو هم حق لرئ چې موټر واخلئ، ثبت یې کړئ او ویې چلوئ.

څنګه یې وکړو ؟

لومړی کار دا دی چې ستاسو اعظمي بودیجه وټاکی او همدارنګه د پیرودلو لپاره د موټر ډول تعریف کړئ:

  • نوی یا کارول شوی موټر؟ (که ستاسو بودیجه له 10,000 یورو څخه کمه وي، نو د نوي پرځای کارول شوی موټر غوره کړئ)
  • څه اندازه: څو څوکۍ؟ څو دروازې؟ د موټر اضافي ځای اندازه باید څومره وي؟ …
  • کوم انجن:
  • ډیزلي موټرونه د پیرودلو او ساتلو لپاره ډیر ګران دي، ډیزلي موټردوګ یا پولیشن او هوا ډیره ککړوي مګر ارزانه دي او موټرونه لږ تیل مصرفوي. که تاسو په ورځ کې په اوسط ډول په ملي سړکونو او لویو لارو کې له 20 دقیقو څخه ډیر موټر چلوئ، نو دا مشوره او اړوندوینه کیږي چې ډیزلي موټر واخلئ. محتاط اوسئ ځکه چې ډیزلي موټرونه د ککړتیا د لوړوالي په صورت کې د ترافیکي بندیز لخوا لومړی اغیزمن کیږي. په څو کلونو کې به د ډیزلي موټر پلورل ډیر ستونزمن وي.
  • پټرولي موټرونه د پیرودلو او ساتلو لپاره ارزانه دي، او د ډیزلي موټرو په پرتله لږ هوا ککړوي او دوګ کوي. مګر تېل یې ډیر ګران دي (Unleaded 95 یا 98).
  • بریښنایی موټرونه ورځ تر بلې وده کوي. دوی ګران دي، محدود خپلواکي لري او بریښنایی ترمینلونه لاهم په هر ځای کې شتون نلري.
  • هایبرډ موټر په بریښنا او پټرول دواړو چلیږي : د پیل او لنډ سفر لپاره د بریښنا څخه کار اخلي، او د اوږد یا چټک سفر لپاره د پټرولو څخه کار استفاده کوي.
مهمه یادونه: محتاط اوسئ، په بودیجه کې، په یاد ولرئ چې د ساتنې او ترمیم لګښتونه، د تیلو او بیمې مصارف په پام کې ونیسئ! په انټرنیټ کې د معلوماتو ترلاسه کولو او ستاسو شاوخوا خلکو څخه مشورې ترلاسه کول مه هیروئ.

د خپلو اړتیاو او بودیجې سره سم موټر موندلو لپاره باید زیاته څیړنه او لټون وکړئ. دا ممکن وخت ونیسي.

د نوي موټر لپاره تاسو کولی شئ لاندې کارونه ترسره کړئ:

  • یو موټر پلورنځي ته لاړشئ (کوم چې یوازې د یو برانډ یا مارک موټر خرڅوي). تاسو کولی شئ موټر وګوری او وازمویي او د نرخ په هکله خبرې وکړئ (په محدود ډول). د "خلاصو ورځو" لپاره سترګې په لارې اوسئ کوم چې کولی شي لوی تخفیف وړاندیز کړي.
  • د یوه اجنټ یا منځګړي له لارې موټر واخلئ (څوک چې اشخاصو ته موټرونه وړاندې کوي، چې هغه پخپله له کمپني سره ستاسو په استازولۍ د نرخ په هکله خبرې اترې ترسره کوي). د منځکړي له لارې موټر اخیستل اکثرا د موټرپلورنځي په پرتله ارزانه وي. نیمګړتیا دا ده چې تاسو ډیری وختونه د موټر چلولو ازموینه نشئ کولی او تاسو به د خپل زاړه موټر لپاره د سوداګرۍ حل ونه لرئ. تاسو باید د تولید کونکي تضمین ته هم پاملرنه وکړئ. اجنټان یا منځګړي کولی شي موټر په شخص ډول یا آنلاین وپلوري.

د کارول شوي موټر لپاره، تاسو کولی شئ خپل شاوخوا وګورئ (د هغو کاسونو سره خبرې وکړی چې تاسو پرې باور لرئ) یا د انټرنيټ له لارې کولای شئ پیدا کړئ. دلته د ځینو ویب پاڼو مثالونه دي چیرې چې تاسو کارول شوي وسایط یا موټړ موندلی شئ:

  • د مسلکیانو لخوا تایید شوي اعلاناتو سره سایټونه:
  • l’Argus
  • la Centrale
  • Aramis auto
  • د اشخاصو ترمنځ د پلور لپاره ټول سایټونه لکه بون کوان (Le Bon Coin)، پارو ویندو (Paru Vendu)، د فیسبوک بازار موندنې اعلانونه یا د ښار، ډیپارټمنټ، سیمې لخوا د پلور ګروپونه ... په کوم کې چې اعلانونه لږ تایید یا تصدیق شوي، ولي سو هلته ښه وړاندیزونه موندلی شئ! نو د جعلي اعلاناتو او درغلۍ څخه ځان وساتئ.

یوځل چې تاسو کارول شوی موټر غوره کړئ او که تاسو کولی شئ (فزیکي پیرود)، موټر وګورئ!

  • د موټر عمومي حالت وارزوئ، مهم عناصر یې وګورئ (بیلټ، پیډالونه، وائپرونه، د هوا اچوني سیسټم، اشاري، کړکۍ، ټایر حالت، او نور)، او نور.
  • د ماشین شمیره وګورئ (د موټر د مخکي بانټ لاندې لیکل شوې وي) چې په خړ کارت یا رجستریشن کارت (carte grise) کې ښودل شوي شمیر سره مطابقت لري.
  • د تخنیکي تفتیش اسناد او د ساتنې کتابچه وګورئ.
  • اعلان شوي کیلو متر اندازه په اسنادو کې د ثبت شویو سره پرتله کړئ.
  • د څو کیلومترو لپاره د موټر ازموینې غوښتنه وکړئ! بریک، کلچ، او په سړک باندې وګورئ چې څنګه کار کوي او داسي نور.
مهمه یادونه: که تاسو د موټرو او تخنیکي برخه کې تجربه او هیڅ نه پوهیږئ، نو له ځان سره داسي څوک بوځي چې پدې اړه تجربه ولري!

د کارول شوي موټرو لپاره، تاسو کولی شئ له پلورونکي څخه وغواړئ چې تاسو ته د Histovec سایټ له لارې د خپل موټړ تاریخچه درکړي.

هستویک (Histovec) پلورونکي ته اجازه ورکوي چې د موټر تاریخ په اړه معلومات د پیرودونکي سره شریک کړي: د موټړ د چلیدو یا بازار ته عرضه کیدو نیټه، د ملکیت یا د موټړخاوند بدلون، ادعاګانې، اداري وضعیت، د تخنیکي تفتیش تاریخ، او داسې نور. دا تاریخچه دا ممکنه کوي چې ځینې درغلۍ کنټرول کړي.

د کارول شویو موټرو لپاره

د چک کولو یا تصدیق کولو لپاره څو مهم ټکي شتون لري:

  • لیبل (هغه معلومات پکې وي چې د موتړ د تیلو مصارف او وضعیت)
  • اړین اسناد

د لازمي لیبل معلوماتو او لازمي اسنادو تفصيلي لیست پدې سایټ کې شتون لري

(سایټ تاسو ته ټول هغه معلومات چې تاسو اړتیا لرئ درکوي، که تاسو د یو مسلکي کس څخه پیرود ترسره کړئ او یا د یو شخصي کس څخه پیرود ترسره کړئ وي).

مهمه یادونه: باید ډیر احتیاط وکړئ، ځکه چې دا اسناد به ستاسو لپاره د موټر راجستر کولو لپاره اړین وي، په ځانګړې توګه د لیږد اعالمیه سند، خړ کارت یا د موټړ د ثبت کارت، د خړ کارت د لیږد سره د مخالفت سند، د موټړ د ادارې حالت سند.

د نویو موټرو لپاره

د نوي موټر پلورونکي هم مکلف دي چې تاسو ته یو شمیر اسناد درکړي او تاسو ته ځینې تضمینونه درکړي. په دې سایټ کې هرڅه تشریح شوي

دا اسناد به د موټر راجستر او ثبت کولو لپاره اړی دي.

بیمه د هر هغه موټر لپاره لازمي ده چې چلول کیدای شي حتی که تاسو یې نه کاروئ.

ستاسو موټر باید په هغه ورځ ستاسو لخوا بیمه شي چې تاسو یې له پلورونکي څخه اخلئ، نو د موټر ترلاسه کولو څخه دمخه د بیمې یو دفتر سره اړیکه ونیسئ او تړون لاسلیک کړئ. د موټر بیمه کول خورا ساده او چټک دي.

د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه "د موټر بیمه کول" هم ولولئ

تاسو کولی شئ د بیمې دفترونو بېلابېلو ویب پاڼو ته مراجعه وکړئ، ترڅو د بیمې لپاره مختلف انتخابونه او نرخونه پرتله کړئ.

یوځل چې تاسو خپل بیمه غوره کړه، تاسو باید ډیری اسناد واستوئ.

خړ کارت یا د راجستریشن کارت د موټړ چلولو پرمهال د کنټړول په صورت کې لازمي دی چې درسره وي. که تاسو دا نه لرئ، تاسو تر 750 یورو پورې جریمې کیدای شئ او ستاسو موټر قید کیدای شي.

د موټر راجستر کول د موټر د عمر، د هغه ځواک، د CO2 اخراج، سیمې سره سم مختلف قیمت لري ... تاسو کولی شئ د راجسټریشن لګښت په لاندې انټرنیټ پاڼه کې وګورئ:

https://www.service-public.fr/simulateur/calcul/cout-certificat-immatriculation

که تاسو له یوه پلورونکي څخه موټر اخیستی وي، دوی په نورمال ډول کولی شي د ملي راجسټریشن سیسټم سره وصل شي، او ستاسو د نوي موټر لپاره یو دایمي نمبر پلیټ واخلي.

که تاسو دوهم لاس موټر اخیستی وي، تاسو یوه میاشت وخت لرئ چې دا راجستر کړئ او خړ کارت ترلاسه کړئ.

نوم لیکنه د خوندي اسنادو لپاره د ملي ادارې (ANTS) په ویب پاڼه کې آنلاین ترسره کیدای شي.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د ANTS ویب پاڼه کې یو حساب جوړ کړئ، د "زه یو حساب جوړوم" یا "زه حساب نه لرم" کلیک کولو سره.

تاسو د فرانس کنیکټ (France Connect) له لارې هم وصل کیدای شئ :
د لوستلو لپاره، د Refugees.info پاڼه کې: " د فرانس کونیکټ له لارې یو سایټ سره وصل کیدل " هم ولولئ.

اسناد باید په بریښنایی توګه چمتو شي، نو تاسو کیمرې، سکینر یا تلیفون ته اړتیا لرئ چې عکسونه واخلي.

لاندې اسناد غوښتل کیږي:

  • د Cerfa 13750 فورمه دلته په کلیک کولو سره شتون لري
  • د پتې ثبوت د 6 میاشتو څخه کم وخت سند
  • د موټر د ثبت زوړ سند، د "ورځ/میاشت/کال)" یا "په (ورځ/میاشت/کال) پلورل شوي" کلمو سره او د پخواني مالک له لاسلیک سره
  • که موټر د 4 کلونو څخه ډیر عمر ولري، د اعتبار وړ تخنیکي کنټرول ثبوت. تخنیکي کنټرول باید د 6 میاشتو څخه کم یا د 2 میاشتو څخه لږ وخت ولري که چیرې د نوي تخنیکي کنټرول غوښتنه شوې وي.
  • د موټړ نوي مالک ته د نقل کوډ د پخواني مالک لخوا چمتو شوی وي.

تاسو باید د خړ کارت یا راجستریشن سند قیمت مستقیم آنلاین د کریډیټ کارت له لارې تادیه کړئ.

که تاسو دې پروسې ته لاسرسی یا اجراآتو ترسره کولو کې ستونزې لرئ، تاسو کولی شئ د انټرنیټ له لارې یا کمپیوټر له لارې خدماتو استقبال مرکز ته لاړ شئ. تاسو کولی شئ په دې آنلاین نقشه کې نږدې ډیجیټل یا کمپیوټر له لارې انلاین خدماتو استقبال ومومئ.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ خپل موټر د جواز لرونکي مسلکي سره راجستر کړئ. تاسو ته نږدې د ګراج موندلو لپاره، مهرباني وکړئ خپل پته دننه کړئ یا په لاندې لینک کې د څانګو لیست وګورئ.

او ورپسې څه وکړو؟

که تاسو یو کارول شوی موټر اخیستی وي او دا د پیرودلو وروسته سمدلاسه خرابیږي، تاسو ممکن د تضمین یا ګارنټي لخوا پوښل شوی یاست >> پدې سایټ کې نور توضیحات.

تاسو باید هر دوه کاله تخنیکي کنټرول ترسره کړئ ترڅو وګورئ چې ستاسو موټر کومه ستونزه خو نه لري.

لومړی کنټرول باید د 6 میاشتو په جریان کې د موټر لومړۍ ځل د استفادې څخه ورسته او 4 مې کلیزې دمخه ترسره شي. د راتلونکي کنټرول نیټه به د لومړي کنټرول پایلې پورې اړه ولري.

مهمه یادونه: هیڅ بلنه یا یادونه تاسو ته نه لیږل کیږي. تخنیکي کنټرول ستاسو مسؤولیت دی.

تاسو کولی شئ تخنیکي کنټرول په فرانسه کې په هر رسمي او جواز لرونکي مرکز کې ترسره کړئ.

د یوې لویې ستونزې په صورت کې، یو نوی کنټرول چې د "contre-visite" په نوم یادیږي، باید د اړین ترمیم ترسره کولو وروسته ترسره شي.

مهمه یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، که تاسو د تخنیکي کنټرول مکلفیتونو ته درناوی ونه کړئ، تاسو کولی شئ جریمه ترلاسه کړئ او یا ستاسو د راجستریشن سند په لنډمهاله توګه وځنډول شي (او له همدې امله نور نشي کولی خپل موټر وکاروي).

اړوند موضوعات

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
amintatariamintatariد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه