Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د سولیداریتي ترانسپورټ قیمت او مرستې غوښتنه وکړئ (solidarité transport)

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د ټرانسپورټ پیوستون قیمت یوه مرسته ده چې د ایل-دې-فرانس سیمې او Ile-de-France Mobilités (چې په سیمه کې د ټرانسپورټ اداره کوي) لخوا د ټیټ عاید کورنیو لپاره جوړه شوې ده . دا د هغو خلکو لپاره دی چې د دې مرستې څخه ګټه پورته کولی شي او د ټرانسپورټ لګښتونو کې له 50 څخه تر 100 فیصده کمښت تر لاسه کیدای شي، او په ځینو شرایطو کې د هغوی د کورنۍ د غړو لپاره هم ورکول کیږي.

مهمه یادونه: د Navigo Imagine R، Navigo Annuel او Navigo Découverte د کم قیمت خدماتو سره ندې تړلي.

د ټرانسپورټ په قیمت کې کمښت د نیویګو پاس لپاره، د ټکټ کتابونو پیرودلو لپاره یا د ټیټ نرخ ټکټونو کارولو له لارې عملي کیږي او دا د هر کس په شرایطو او حالاتو پورې اړه لري.

د ګټه اخیستونکي وضعیت دا ممکنه کوي چې مشخص کړي چې کوم حقونه به ورکړل شي.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ په اسانۍ او ګړندۍ توګه ومومئ که تاسو د ټرانسپورټ پیوستون قیمت څخه ګټه پورته کولی شئ: دلته کلیک وکړئ.

څوک کولی شي د ټرانسپورټ پیوستون قیمت څخه ګټه پورته کړي؟

  • وړیا ترانسپورت

- د فعال پیوستون عاید (RSA) ګټه اخیستونکي، د عاید له حد څخه لاندې چې د ile-de-France Mobilités لخوا تعریف شوي، او د دوی د کورنۍ غړي،

- بې کاره خلک چې د ځانګړي پیوستون الاؤنس (ASS) او بشپړونکي پیوستون روغتیا سند یا بیمي (CSS) څخه ګټه پورته کوي،

- د هغو کسانو لپاره چې د معلولیت کارت (CI) یا د خوځښت شمولیت کارت (CMI) لرونکوکسانو سره مرسته کوي،

- په ځانګړو قضیو کې پخواني عسکر یا جنګیدلي افراد او له هغوی سره مرسته کونکو لپاره (د نورو معلوماتو لپاره دلته مراجعه وکړئ).

  • 75٪ کمښت

- د وړیا بشپړونکي روغتیا بیمې (CSS) ګټه اخیستونکي او د دوی د کورنۍ غړي،

- بې کاره خلک چې د ځانګړي پیوستون تخصیص (ASS) څخه ګټه پورته کوي مګر د وړیا CSS څخه ګټه نه اخلي،

- د بېکارانو لپاره د کور غړي د وړیا ASS او CSS څخه ګټه پورته کوي.

  • 50% تخفیف

د دولتي طبي مرستو (AME) ګټه اخیستونکي او همدارنګه د دوی د کورنۍ غړي.

مهمه یادونه: په دې اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره چې څوک د ټرانسپورټ پیوستون قیمت څخه ګټه پورته کولی شي، دلته کلیک وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د ټرانسپورټ پیوستون تعرفې لپاره د غوښتنلیک پورې اړوند ټول ګامونه آنلاین، د SolidaritéTransport.fr ویب پاڼې کې، یا د ایجنسی سولیډیر ټرانسپورټ (AST) سره د تلیفون له لارې ترسره کیدی شي.

مهمه یادونه: د چټک پروسس کولو لپاره، دا سپارښتنه کیږي چې تاسو خپل غوښتنلیک آنلاین وسپارئ.

یوځل د SolidaritéTransport.fr ویب پاڼه کې، "زه خپله غوښتنه آنلاین سپارم" “Je fais ma demande en ligne” باندې کلیک کولو سره خپله پروسه پیل کړئ. دوړاندیز شویو مالوماتو باندې ځان پوه کړئ، بیا د "دوام" تڼۍ باندې کلیک وکړئ.

مهمه یادونه: د 4 کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان په اتوماتيک ډول د وړیا ترانسپورت څخه ګټه پورته کوي. له همدې امله دا اړینه نده چې د دوی لپاره د ټرانسپورټ پیوستون تعرفو لپاره غوښتنلیک وسپاري.

لومړی، تاسو باید خپل وضعیت د لاندې 6 شته اختیارونو څخه وټاکئ :

  • د AME ګټه اخیستونکی
  • د مالي ګډون پرته د CSS ګټه اخیستونکي
  • د ایغیسا RSA ترلاسه کوونکی
  • د ASS ګټه اخیستونکی
  • د مالي ګډون پرته د ASS او CSS لرونکی
  • د معلولیت کارت لرونکی

د هر ممکنه حالت لپاره، وړاندیز شوي نرخونه ښودل شوي او همدارنګه هغه خلک چې کولی شي ترې ګټه پورته کړي.

یوځل چې غوره شو ، د خپلې غوښتنې سره دوام ورکولو لپاره "دوام ورکړئ" برخه کلیک کړئ.

مهمه یادونه: د تادیه شوي CSS ګټه اخیستونکي د ټرانسپورټ پیوستون خدماتو ترلاسه کولو یا کمښت لپاره وړ ندي.

تاسو باید خپل د ناویګو پاس یا د ټرانسپورت کارت نمبر دوه ځله دننه کړئ ترڅو ستاسو حقونه پکې پروسه ترسره شي، یوځل چې ستاسو غوښتنه تایید شي

مهمه یادونه: د Navigo پاس ستاسو په نوم یو سمارټ کارت دی، چې تاسو کولی شئ خپل ټرانسپورټ کارت په Ile-de-France کې چارج کړئ.

ستاسو د کارت شمیره ستاسو د لومړي او وروستي نوم لاندې ستاسو د عکس کیڼ اړخ ته لیکل شوی دی.

که تاسو تر اوسه د ناویګو پاس یا کارت نلرئ، تاسو کولی شئ د یوه کارت غوښتنه وکړئ. غوښتنلیک آنلاین، په یوه اداره یا د بریښنالیک له لارې کیدی شي.

که تاسو تر اوسه د ناویګو پاس نلرئ، د ټرانسپورټ پیوستون تعرفې پلي کول به ډیر وخت ونیسي (له 3 څخه تر 4 اونیو پورې وخت نیسي).

د دې لپاره چې ستاسو غوښتنه په ښه توګه وڅیړل شي، تاسو اړتیا لرئ چې د خپل وضعیت پورې اړوند ځینې ملاتړ کونکي اسناد چمتو کړئ:

  • د وړیا CSS ګټه اخیستونکو لپاره ستاسو د کلني CSS سند یوه کاپي،
  • د AME ګټه اخیستونکو لپاره د AME کارت یوه کاپي،
  • د معلولیت کارت یوه کاپي او همدارنګه د معلولیت کارت لرونکو لپاره د پتې ثبوت،
  • د RSA ګټه اخیستونکي باید د دوی د CAF ګټه اخیستونکي شمیره دننه کړي،
  • د ASS ګټه اخیستونکي باید د دوی د کارمندني مرکز شمیره دننه کړی.

تاسو ته به د بریښنالیک یا ایس ایم ایس له لارې ستاسو د غوښتنې او دوسي د پرمختګ په اړه خبر درکړل شي. که دا تایید شي، تاسو باید خپل Navigo پاس چارج کړئ. تاسو کولی شئ دوی د RATP یا SNCF د پلور ترمینل کې، په سټیشن یا د ترانسپورټ مرکزونو کې چارج کړئ.

ټول هغه څه چې تاسو یې باید وکړئ خپل کارت د پلور په ټرمینل کې د دې لپاره چمتو شوي ماشین کیږدئ. ستاسو د کارت چارج کولو مرحلې به تاسو ته مستقیم په ماشین کې تشریح شي.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ هر وخت وګورئ چې ستاسو حق ستاسو په پاس کې ترسره شوی. په ساده ډول خپل پاس په ټرمینل کې د ددې کار لپار په ځانګړیو شویو ماشین کېږدی او "زما د پاس مینځپانګې سره مشوره وکړئ" انتخاب غوره کړئ. ستاسو د حقونو لیست به په سکرین کې څرګند شي.

او ورپسې څه وکړو؟

د ټرانسپورټ پیوستون تعرفې یا کمښت سره نوي کولو شرایط هم ستاسو په وضعیت پورې اړه لري:

  • د RSA یا ASS ګټه اخیستونکو لپاره، د ادارې سولیډیر ټرانسپورټ په اوتومات ډول ستاسو فایل ستاسو د حقونو د اعتبار وروستۍ میاشت کې څیړي. تاسو به ستاسو د نوي وضعیت په اړه د SMS یا بریښنالیک له لارې خبر شئ.
  • د معلولیت کارت لرونکو لپاره، تاسو باید په هرو دریو کلونو کې یا کله چې ستاسو کارت پای ته ورسیږي خپل ملاتړي اسناد واستوئ. تاسو به ستاسو د نوي وضعیت په اړه د SMS یا بریښنالیک له لارې خبر شئ.
  • د CSS ګټه اخیستونکو لپاره، تاسو به د روغتیا بیمې لخوا چمتو شوي تازه CSS سند چمتو کولو ته اړتیا ولرئ.
مهمه یادونه: که ملاتړکونکو اسنادو او ثبتونو ته اړتیا وي، اداره به ستاسو د اوسني حقونو پای ته رسیدو یوه میاشت دمخه د بریښنالیک یا پوسټ له لارې د دوی غوښتنه وکړي.

یوځل چې ستاسو حقونه نوي شوي، نو تاسو به یې بیا په خپل ناویګوپاس کې چارج کړئ.

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
omar kokachomar kokachد صفحي پورته برخه
utilisateur_72712685utilisateur_72712685ایډیټر او کره کتونکی
hichamhichamد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه