Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

له موږ سره په ژباړه کې مرسته وکړئ !

1051 داوطلبانو لا دمخه زموږ سره د 2,349,112 کلمو په ژباړلو کې مرسته کړې ده. تاسو هم د دوی په څیر یو داوطلب ژباړونکی شئ، ترڅو زیات نه زیات خلک معلوماتو ته لاس رسی ومومئ.

ایا زه کولای شم ژباړه وکړم؟

ایا تاسو کډوال، ټولنیز کارکونکی، د فرانسې تبعه، په یوه ټولنه کې رضاکار یاست؟ نو تاسو کولی شئ زموږ سره په ژباړه کې مرسته وکړئ! دلته هغه شرایط یاد شوي چې باید پوره شي:

په خپله مورنۍ ژبه ښه برلاسی لرل او پوهیدل.

هیڅ ډول اسنادو ته اړتیا نشته، ولې دا مهمه ده چې د مورنۍ یا اصلي ژبې په لیکلو کې ښه مهارت او برلاسی ولري: اوکرایني، فارسي/دري، عربي، انګلیسي، پښتو، روسي، تیگریني.

په فرانسوي ژبه کې د B1 کچه لرل

دا اړینه ده چې په فرانسوي ژبه کې د لوستلو او لیکلو ښه وړتیا ولرئ ترڅو په اصلي متن پوه شئ اود متن پیغام، مفهوم تحریف نشي.

کمپیوټر ته لاسرسی لرل

د ژباړې وسیله یا پرګرام یوازې د انټرنیټ سره وصل شوي کمپیوټر له لارې د لاس رسي وړدی، تاسو نشئ کولی د خپل تلیفون له لارې یې ترسره کړئ.

د معلوماتي فایل د ژباړلو مرحلې کومې دي؟

یادونه: د معلوماتي فایل ژباړه یوازې د کمپیوټرله لارې ممکنه ده.

1

په Réfugiés.info کې خپل حساب جوړ کړئ

خپل بریښنالیک ادرس او پاس ورډ دننه کړئ، تاسو چمتو یاست چې د ژباړې پرګرام وکاروئ.

خپل حساب جوړول
2

د ژباړې لپاره خپله ژبه غوره کړئ

یوځل چې خپله ژبه غوره کړی، نو تاسو به ټولو فایلونو ته چې باید وژباړل شي لاسرسی ومومئ. د ژباړې پیل کولو لپاره په یو معلوماتي فایل کلیک وکړئ.

3

په اتوماتیک ډول وړاندیزشویو فایلونو څخه یو وژباړئ

کله چې یو معلوماتي فایل خلاص کړئ، تاسو به لومړنۍ کمپیوټري ژباړه ومومئ. یادونه، دا اتوماتیک ژباړه ده. تاسو باید په هغې کار وکړئ او اصلاح یې کړئ!

  • ساده جملې وکاروئ او د ډیالیکت یا لهجې له کارولو څخه ډده وکړئ.
  • په فرانسوي کلتور او ادارو کې کاریدونکي ځانګړي اصطلاحات تشریح کړئ (تصدیق لیک، نوي کول...) ولې هغه مهم اصطلاحات چې ستاسې په ژبه کې یې ژباړه شتون نلري، نو فرانسوي کلمات وکاروئ.
  • د ټکي په ټکي ژباړې څخه ډډه وکړئ، کوښښ وکړئ چې په اتوماتیک ډول شوي ژباړه اصلاح کړئ.
4

یومسلکي ژباړونکی ستاسې ژباړه ګوري، لولي او تاییدوي

یومسکلي ژباړونکی به د فایل خپرولو دمخه ستاسو د ژباړې بیا کتنه ترسره کړي.

کله چې تاسو یو معلوماتي فایل وژباړی، هغه به د ریفوجي.انفو (Réfugiés.info) ویب پاڼه او اپلیکیشن کې راښکاره شي او تاسو به یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

ژباړه خپره شوه 🎉

په خپله ژباړه وویاړی او شریکه یې کړئ!

ستاسو نوم او عکس، د نورو مرسته کونکو ژباړونکو سره یوځای چې په ژباړه کې یې مرسته کړي، د ترجمه شوي فایل په پای کې لیدل کیدای شي.

د خپلو ملګرو او خپلوانو سره یې شریکول مه هیروئ، دا ممکن د هغوی لپاره ګټور وي.

تاسو پدې کار کي یوازي نه یاست

معلوماتي ویډیوګانې

د مرستې په مرکز کې به تاسې ویډیوګانې او مقالې ومومئ چې د معلوماتو په ژباړلو کې له تاسې سره مرسته کوي.

لایف چاټ

لایف چاټ ستاسو د سکرین په ښکته برخه کې ښیې خوا ته د لاسرسی وړ دی. خپلې ټولې پوښتنې وپوښتئ: موږ تاسو ته ځواب درکو او دا یو ریښتینی انسان دی چې ستاسو غوښتني ترلاسه کوي!

ایا تاسو نورې پوښتني هم لرئ؟

د ژباړونکي کیدو لپاره هیڅ تصدیق لیک یا اتستاسیون ته اړتیا نشته، ولې دا مهمه او غوره ده چې په هغه ژبه چې تاسو یې ژباړئ برلاسی او مهارت ولرئ. که چیرې دا ستاسو مورنۍ ژبه نه وي، نو زموږ سپارښتنه داده چې یا خو تاسې د یادې ژبې زده کونکی اوسئ یا دمخه د ژباړې په برخه کې تجربه ولری. دا اړینه ده چې په فرانسوي ژبه کې د لوستلو او لیکلو وړتیا ولرئ ترڅو په اصلي متن پوه شي او د متن پیغام، مفهوم یا ژباړه تحریف نشي.

تاسې د خپل سرعت سره سم ژباړه کوی او له تاسو څخه د مشخص شمیر فایلونو د ژباړي غوښتنه نه کیږي. که تاسو له 10,000 زره زیاتي کلمې وژباړی (د 20 او 30 فایلونو ترمنځ)، موږ کولی شو ستاسې د هڅوني او پرمختګ په موخه د پیوستون یا سولیدیر ژباړې سرتفکیټ درکړو او ستاسې تعهد او ژمنې ته وده ورکړو.

په اوسط ډول یو فایل 300 کلمې لري. زموږ د اټکل لمخې د وړاندیزشوي کمپیوټري یا اتوماتیکي ژباړې اصلاح کول د 15 څخه تر 30 دقیقو پورې وخت نیسي. لاندې ټکو ته پام وکړئ: ساده جملې وکاروئ او د لهجې یا ډیالیکټ کارولو څخه ډډه وکړئ. په فرانسوي کلتور او ادارو کې کاریدونکي ځانګړي اصطلاحات تشریح کړئ (تصدیق لیک، نوي کول...) ولې هغه مهم اصطلاحات چې ستاسې په ژبه کې یې ژباړه شتون نلري، نو فرانسوي کلمات او اصطلاحات وکاروئ. د ټکي په ټکي ژباړې څخه ډډه وکړئ، کوښښ وکړئ چې په اتوماتیک ډول شوي ژباړه اصلاح کړئ. تاسې کولی شئ د فایل د ژباړې په جریان کې هر وخت چې وغواړئ ژباړه ودروئ. کومه ژباړه چې تاسې ترسره کړې وي هغه په اتوماتیک ډول ثبتیږي، او دا هم ستاسې لخوا د ژباړې په برخه کې لویه او مهمه مرسته ګڼل کیږي!

هغه خلک چې ویب پاڼه او اپلیکیشن کاروي، اوسمهال کولی شي معلومات په خپله ژبه ومومي، دا ستاسو د ارزښتناکو مرستو او زحمتونو پایله ده. همدا ډول، دا ستاسو لپاره هم یوه بډایه، ښه تجربه او لاسته راوړنه ده، تاسو د یوې نوې وسيلې یا پروګرام کارول زده کوی، په فرانسوي ژبه کې پرمختګ کوی، او د یوې ملي پروژې سره مرسته او همکاري کوی.

د ریفوجي.انفو (Réfugiés.info) پلیټفارم کې شته معلومات په یوه بله یا نوې ژبه ژباړل ممکن دي. ولې ددې لپاره پریکړه پدې اساس کیدای شي چې په اړونده ژبه د معلوماتو ژباړل په اوسني شرایطو کې څومره اړین دي او په څومره تعداد کې خلک غواړي او علاقه لري چې په نوې ژبه معلومات وژباړل شي. که تاسې په یو بله ژبه خبرې کوی او غواړی مواد یا معلومات وژباړی، ترڅوهغه ستاسو ټولنې یا د یادې ژبې وګړو ته د لاسرسي وړ وګرځي، نو دا فورمه بشپړه کړئ.

پیل کیدل!

Connectez-vous ou créez votre compte pour commencer à traduire les fiches.