Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د Réfugiés.info اپلیکیشن څنګه وکاروئ؟

د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د ریفیوجي (Réfugiés.info) اپلیکیشن وپیژنئ چې په فرانسه کې میشتو کډوالو ته وقف شوی دی!

وړیا، رسمي او په 8 ژبو ژباړل شوی، دا د اعتبار وړ او په منظمه توګه تازه شویو معلوماتو ته د لاسرسي لپاره اپلیکیشن دی.

شته ژبې فرانسوي، اوکرایني، فارسي/دري، عربي، انګلیسي، پښتو، روسي او تګریني دي.

اداري طرزالعملونه عام فهمه او د پوهیدو لپاره اسانه شوي دي، لکه، د کاف CAF سره ځان ثبتول، په فرانسه کې زده کړې کول، خپل د بیمې یا کارت ویتال ترلاسه کول، او داسې نور.

تاسو به تاسو ته نږدې اتحادیې او فعالیتونه هم ومومئ : د فرانسوي د ژبې زده کړې کورسونه، د یو مسلک یا رشتې زده کولو لپاره روزنه، او نور.

👉 د اپلیکیشن په اړه د لنډو ژباړل شویو ویډیوګانو په کتوسره معلومات ترلاسه کړئ

د اپلیکیشن ګټې او مثبت ټکي :

  • په 8 ژبو کې شتون لرل
  • معلومات په مستقیم ډول په خپله ژبه اوریدل
  • ترټولو ګټورې پاڼې د خپلې خوښي ځای (favoris) کې خوندي کول
  • یوه خبرتیا ترلاسه کول کله چې فایلونه تازه شي یا کله چې نوي معلوماتي فایلونه خپاره شي
  • په اسانۍ سره هغه فایلونه شریک کول چې ستاسو لپاره ګټور وو
یادونه: دا اپلیکیشن د Play Store (Android) او App Store (iOS) څخه د ډاونلوډ وړ دی.

څنګه یې وکړو ؟

په خپل تلیفون کې د Réfugiés.info اپلیکیشن نصبولو لپاره، Play Store (Android) یا App Store (iOS) ته لاړ شئ.

تلیفون چې د Android 5.0 یا نوي نسخې ولري:

  1. " اپلیکیشن " ته لاړ شئ
  2. د ګوګل پلی سټور کلیک کړئ
  3. د لټون بکس کې " Refugees.info " ټایپ یا ولیکئ
  4. " نصب " "Installer" کلیک وکړئ.

تلیفون چې iOS 13.0 یا نوي نسخې ولري:

  1. د کور سکرین ته لاړ شئ
  2. د اپل سټور کلیک کړئ
  3. په ښکته ښي خوا کې " لټون" باندې کلیک وکړئ
  4. د لټون بکس کې " Refugees.info " ټایپ یا ولیکئ
  5. " ترلاسه کړئ " "Obtenir" کلیک وکړئ.

تاسو کولی شئ شخصي پایلې ترلاسه کړئ او ستاسو د وضعیت سره سم معلومات ومومئ.

د دې لپاره، د Réfugiés.info برنامه یا اپلیکیشن خلاص کړئ، بیا خپل شخصي معلومات بشپړ کړئ:

  • ژبه (مثال: ستاسو مورنۍ ژبه)
  • ښار (مثال: پاریس)
یادونه: تاسو کولی شئ " زما موقعیت کارول " "Utiliser ma position" باندې هم کلیک وکړئ.
د جغرافیایي موقعیت فعالولو مرحلې توپیر کوي او دا ستاسو د وسیلې یا تلیفون نوعیت پورې اړه لري.
د Android لپاره دلته کلیک وکړئ یا د iOS لپاره دې پاڼې ته لاړ شئ.
  • عمر
  • فرانسوي (ستاسو د ژبې د مهارت کچه).
یادونه: تاسو کولی شئ دا ټول معلومات وروسته هم د " زه " “Moi” ټب (لاندې ښیې طرف) ته په تګ سره بدل کړئ.

معلومات د کټګوریو له مخې طبقه بندي شوي (د ادغام موضوعات).

ستاسو د اړتیاو پورې اړه لري، تاسو کولی شئ په اسانۍ او چټکۍ سره معلوماتي پاڼې یا فایلونه ومومئ:

  • اداري طرزالعملونه : د بانکي حساب پرانیستل، د استوګنې جواز ترلاسه کول، او داسې نور.
  • تاسو ته نږدې فعالیتونه

د ساده لټون سره پیل کړئ:

  1. " سپړنه " "Explorer" کلیک وکړئ
  2. یوه کټګورۍ غوره کړئ: روغتیا ، زما چارې یا طرزالعملونه ترسره کول ...
  3. په فرعي کټګورۍ کلیک وکړئ
  4. یو فایل غوره کړئ.

د ځانګړي لټون لپاره کلیدي کلمې وکاروئ:

  1. " لټون " کلیک کړئ
  2. د لټون بار کې کلیدي کلمې ولیکئ: د زیږون سند، د واده کولو اجازې اخیستو سند، او نور.
  3. یو فایل غوره کړئ.
یادونه: په نښه شوی یا ځانګړۍ لټون د املا غلطۍ او ورته څرګندونې په پام کې نیسي (مثال: د زیږون سند = د زیږون ورقه، د زیږون ډاکومنټ، او نور).

تاسو کولای شئ چې هغه ژبه غوره کړئ چې تاسو غواړئ د هغې په واسطه بېلا بېل فایلونه ولولئ.

  1. د سکرین په پورتنۍ ښۍ خوا کې، د څو ثانیو لپاره د ژبې بار (بیرغ عکس) ته فشار ورکړئ
  2. د خپلې خوښې ژبه وټاکئ.
یادونه: فرانسوي ته د ژبې د بدلولو لپاره، خپله ګوته د ژبې بار کې چپې یا ښي خوا ته په حرکت ورکولو سره ژبه بدلولای شئ.

د Réfugiés.info اپلیکیشن تاسو ته اجازه درکوي چې په فرانسوي، اوکرایني، عربي، روسی یا انګلیسي کې فایلونه واورئ ! تاسو به په معلومات ښه وپوهیږئ او فایلونو ته لاسرسۍ نور هم اسانه کیږي.

مهمه یادونه: په فارسي/دري کې اوریدل یوازې په iOS ایپ کې شتون لري.

د یو فایل لوستل شوي متن ته غوږ ونیسئ:

  1. د اوریدلو لپاره یو فایل ومومئ (درېیم ګام وګورئ)
  2. " اوریدل " کلیک کړئ (د سکرین په ښکته کې ګرده نیلي تڼۍ)
یادونه: له یوې برخې څخه بلې برخې ته په حرکت کولو سره د معلوماتي فایلونو د لوستلو لپاره د تیر ⬅️➡️ کارولو مه هیروئ!

تاسو کولی شئ فایلونه مستقیم له فایل څخه د خوښې ځای ته اضافه کړئ ترڅو دوی په اسانۍ سره دوباره ومومئ.

د فایلونو په نښه کول یا زیرمه کول:

  1. یو فایل غوره کړئ
  2. " زما فایلونه " برخې ته فشار ورکړئ (ستورۍ لاندې کیڼ لور ته)

د خوښې ځای کې خوندي شوي فایلونه ولولئ:

  1. د " سپړنه یا اکسپلورل "، " لټون " یا " زه" ټب څخه ، " زما فایلونه " برخې ته فشار ورکړئ
  2. د لوستلو لپاره فایل غوره کړئ.

تاسو کولی شئ د خبرتیاو برخه فعالول غوره کړئ. بیا به تاسو ته په مستقیم ډول ستاسو په تلیفون کې د Réfugiés.info څخه د نویو پاڼو یا فایلونو خپریدلو او تازه شويو مینځپانګو یا معلوماتو خبر درکړل شي.

په خپل تلیفون کې خبرتیاوي فعالول:

  1. " سپړنې یا اکسپلورل " ته لاړ شئ
  2. په پورتنۍ ښیې خوا کې د خبرتیا زنګ بټنې ته فاشار ورکړئ
  3. " خبرتیاوي فعالول " کلیک کړئ
  4. په خپل تلیفون کې خبرتیاو ته اجازه ورکړئ.

د ترلاسه کولو لپاره معلومات غوره کړئ:

  1. " زه " "Moi" باندې کلیک کړئ.
  2. د " تنظیماتو " لاندې، " خبرتیاوې " کلیک کړئ.
  3. هغه فایلونه او مضامین (" موضوعات ") غوره کړئ چې تاسو ورسره علاقه لرئ.
یادونه: که یوه ژبه تنظیم شوي وي، نو خبرتیاوې به په غوره شوې ژبه کې وژباړل شي.

د Réfugiés.info ټولې پاڼې یا فایلونه په 8 ژبو کې شتون لري.

کله چې تاسو یو فایل ولولئ، تاسو کولی شئ دا په وړیا توګه هر وخت د ایس ایم ایس SMS، بریښنالیک، WhatsApp یا نورو برنامو او اپلیکیشنونو له لارې شریک کړئ.

  1. د شریکولو لپاره فایل ومومئ (درېیم ګام وګورئ)
  2. د سکرین په ښکته ښي خوا کې " شریک " باندې کلیک کړئ
  3. په خپل تلیفون کې د شریکولو لپاره یوه برنامه یا اپلیکیشن غوره کړئ: مسنجر Messenger، وټساپ WhatsApp، سیګنال Signal...

او ورپسې څه وکړو؟

ایا تاسو کډوال، یو ټولنیز کارکونکی، یو فرانسوي تبعه، په یوه ټولنه کې رضاکار یاست؟ تاسو کولی شئ زموږ سره په ژباړه کې مرسته وکړئ! د دې کولو لپاره، تاسو باید ډیری شرایط پوره کړئ او د Réfugiés.info ویب پاڼه کې حساب جوړ کړئ.

دلته هرڅه تشریح شوي !

مهمه یادونه: تاسو د خپل سرعت سره سم ژباړه کوی. که تاسو له 10,000 څخه ډیر کلمې وژباړئ (د 20 او 30 فایلونو ترمنځ)، موږ به تاسو ته د ژباړې یو رسمي سند درکړو (certificat officiel de traduction solidaire).

په شخصي توګه د ځواب ترلاسه کولو لپاره زموږ د ژوندي چاټ له لارې زموږ ملاتړ یا مرستې خدماتو سره اړیکه ونیسئ !

19 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • moreauد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • t_mana05د صفحي پورته برخه
  • didiiد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • djedoد صفحي پورته برخه
  • ogi8f76dtybjnmد صفحي پورته برخه
  • yousef salemد صفحي پورته برخه
  • cathyw99د صفحي پورته برخه
  • piedhand1998د صفحي پورته برخه
  • feeد صفحي پورته برخه
  • a.banerjeeد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles