د افپرا لخوا لیږل شوي د کورنۍ معلوماتو فورمه بشپړول
د.........لخوا وړاندیز شوي Ofpra ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un anمهمه یادونه: د 2025 کال د جنوري له 2مې راهیسې، اوفپرا نور کسانو ته چې تازه یې په فرانسه کې د کډوالۍ وضعیت ترلاسه کړی وي د کورنۍ د حوالې یا معلوماتو فورمه (FFR) نه لیږي. که تاسو د 2025 کال راهیسې د قبولۍ اسناد اخیستي وي، نو تاسو به دا فورمه چې ستاسو د پریکړې سره ضمیمه وي ترلاسه نه کړئ او تاسو اړتیا نلرئ چې دا ډکه کړئ. که تاسو واده کړی وي، په مدني ملګرتیا کې یاست یا طلاق شوي یاست، نو تاسو باید د خپلې پریکړې سره ضمیمه 1 کې ضمیمه شوي ساده فورمه ډکه کړئ. په هرصورت، که تاسو د 2025 کال د جنوري میاشتي د لومړۍ نیټې څخه مخکې پریکړه ترلاسه کړې وي، تاسو باید د کورنۍ د حوالې پاڼې بشپړولو ته دوام ورکړئ چې تاسو ته لیږل شوې ده. تاسو کولی شئ لاندې کړنلاره تعقیب کړئ.
که تاسو د 2025 کال د جنوري د 2مې نیټې څخه مخکې د کډوالۍ دریځ یا فرعي خوندیتوب ترلاسه کړی وي، اوفپرا به تاسو ته یو سند واستوي چې باید بشپړ یې کړئ: د کورنۍ د حوالې یا معلوماتو فورمه.
دا ستاسې لخوا د اړوند معلوماتو " تصدیق او شاهدی سند" دی، پدې مانا چې تاسو په رسمي ډول منی او تصدیق کوئ چې په سند کې یاد شوي ټول معلومات سم دي.
د کورنۍ د حوالې یا معلوماتو پاڼه افپرا ته اجازه ورکوي چې ستاسې مدني حالت (ستاسو هویت په فرانسه کې) رامینځته کړي.
تاسې باید دا په فرانسوي ژبه بشپړه کړئ او لاسلیک یې کړئ.
یادونه: که د کورنۍ د معلوماتو فورمه په سمه توګه ډکه او بشپړه شي، نو ستاسې د دوسیې ارزونه به په چټکۍ سره ترسره شي.
مهمه یادونه: افپرا (Ofpra) هر بالغ کس (له قانوني سن څخه پورته کس) ته د کورنۍ د معلوماتو بشپړولو پاڼه لیږي. د قانوني سین نه لاندې کسانو (زیرې سنانو) لپاره دا ډول فورمه شتون نه لري، پرته له ځانګړو قضیو څخه.
یاده فورمه یو شخصي بار کوډ لري . مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، له دې امله دا ناشونې ده چې د بل کس د کورنۍ د معلوماتو فورمه ډکه کړئ.
یاده فورمه یو شخصي بار کوډ لري . مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، له دې امله دا ناشونې ده چې د بل کس د کورنۍ د معلوماتو فورمه ډکه کړئ.
- که تاسو په خپل شخصي انلاین انټرنټي ځای (د افپرا په ویب پاڼه کې حساب) ته لاس رسی لرئ، ستاسې د کورنۍ معلوماتو فورمه په ورته وخت کې په یاده ویب پاڼه کې ستاسې حساب ته لیږل کیږي.
- که تاسې د CNDA (د پناه غوښتنې ملي محکمه) له پریکړې وروسته خپل نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړی وي، تاسې به د کورنۍ د معلوماتو ورکولو دوسیه به د بریښنالیک له لارې ترلاسه کړئ.
- که تاسو د کورنۍ معلوماتو ورکولو فورمه د خپلې مصاحبې (د بیا میشتیدنې پروګرام) په جریان کې ډکه کړه وي، نو تاسې به دا فورمه د افپرا په ویبپاڼه کې په خپل شخصي اکونټ ونه مومئ.
مهمه یادونه: که تاسې خپل بشپړ شوی د کورنۍ معلوماتو فورمه افپرا ته ونه لیږئ، آفپرا به ونشي کولی ستاسې د مدني حالت اسناد چمتو کړي. له همدې امله دا مهمه ده چې ځان مطمیین کړئ چې یاده فورمه مو ترلاسه کړی او افپرا ته لیږلي ده.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
15 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
claudia m
diplosamد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
cm_ofpraایډیټر او کره کتونکی