Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

کمپیوټر کارول او د فرانسوي ژبې کچه مو ښه کول

د .....................سره Le programme Découverte numérique

د.........لخوا وړاندیز شوي Simplon Auvergne Rhône Alpes , Fondation Simplon, BOP 104...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

د لاندې مواردو زده کړې او خدماتو لپاره د شپږو اونیو روزنیز کورس:

  • د دندې موندلو او په انټرنیټ کې د اداري پروسیجرونو ترسره کولو لپاره د ډیجیټل یا معلوماتي ټکنالوجۍ وسیلو کارولو زده کول
  • په لیکل شوي او ویل شوي فرانسوي ژبه کې پرمختګ کول.
یادونه: د روزنې ځای: bureau de Simplon.co, 34 rue Antoine Primat, 69100 Villeurbanne
د پیل نیټه: د 2025 کال د مارچ میاشتي 10 نیټه
ساعتونه: د چهارشنبې پرته هره ورځ د سهار له 9:30 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې.

د روزنې په جریان کې تجهیزات (لیپ ټاپ، موږک او چارجر) تاسو ته په پور درکول کيږي.
مهمه یادونه: د دې روزنې د ترسره کولو لپاره، تاسو باید:
- کډوال اوسئ، یا د فرعي یا لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکی یاست، یا بې تابعیته، اپارتاید کس یاست، یا په فرانسه کې له پنځو کلونو څخه کم وخت تیر کړی وي.
- د فرانس تخوی سره ثبت او راجستر شوي یاست
- لږ تر لږه د فرانسوي ژبې A2 کچه ولرئ.
- په خپله مورنۍ ژبه لوستل او لیکل کولای شئ
- د روزنې په اوږدو کې هڅونکی، علاقه ولرئ او موجود اوسئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په اونۍ کې یوه ورځ د فرانسوي ژبې زده کړې کورس (په ورځ کې 7 ساعته)
  • د ډیجیټل یا معلوماتي ټکنالوجۍ برخه کې، ورځني ژوند او مسلکي ژوند اړوند لغتونه زده کول
  • په شفاهي او لیکلي ډول اړیکه نیول.

  • د کمپیوټر، پرنټر کارولو څرنګوالی زده کول (وای فای (wifi) سره وصل کیدل، فورمه ډکه ول او چاپ یا پرنټ کول، او داسې نور)
  • د اداري پروسیجرونو او طرزالعملونو په آنلاین توګه ترسره کولو وړتیا ترلاسه کول (د ملاقات وخت نیول، اسناد سکین کول او د بریښنالیک له لارې یو سند استول، او داسې نور).
  • په ویب پاڼو او اپلیکیشنونو کې د کار لټون کول زده کول.

  • د مسلکي ژوند لپاره ګټور مهارتونه زده کول: په ټیم کې کار کول، د نورو خلکو په وړاندې خبرې کول
  • یوه سي وي CV جوړه ول او یو انګیزه لیک لیکل
  • د شرکتونو او ادغام جوړښتونو سره غونډې او لیدل.

څنګه یې وکړو ؟

  1. دا فورمه دلته ډکه کړئ او "د غوښتنلیک دوسیه ترلاسه کړئ" باندې کلیک وکړئ.
  2. د غوښتنلیک فورمه ډکه او واستوئ
  3. د سمپلون (Simplon) ټیم څخه یو کس به تاسو سره اړیکه ونیسي ترڅو د هڅونې یوه مرکه او فرانسوي ژبې ارزونه ترسره کولو لپاره د ملاقات وخت تنظیم کړي.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • charlène-simplonایډیټر او کره کتونکی
  • tremataد صفحي پورته برخه
  • matthedevد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles