Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د روغتیايي کتنو او مشورو پر مهال د ژباړونکي سره اړیکه نیول

د .....................سره ISM Interprétariat

د.........لخوا وړاندیز شوي Réseau Santé Précarité , Métropole Rouen Normandie, ARS Normandie, ISM interprétariat...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د تلیفون له لارې د فوري ژباړونکي خدمات وړیا او د اداري پروسیجرونو پرته، په اونۍ کې 7 ورځې او 24 ساعته د لاسرسي وړ ده، چې د هغو ناروغانو لپاره چې په فرانسوي ژبه خبرې نشې کولای د ډاکټر سره د روغتیايي مشورې پرمهال اړیکه اسانه کوي.

د تلیفون له لارې، تاسو د یو مسلکي ژباړونکي سره اړیکه نیول کیږي چې د کلتوري اړیکو په برخه کې روزل شوي او د طبي محرمیت تضمین مسؤولیت لري (پدې معنی چې ستاسې خبرې بل ځای د ویلو حق نه لري).

تاسو د دې وسیلې یا خدماتو څخه د ګټې اخیستنې امکان لرئ که تاسو د روین نورمندي میټروپولیټن (Métropole Rouen Normandie) په ساحه کې کار کوئ لکه:

- د لیبرال روغتیا پاملرنې مسلکي (عمومي متخصص، متخصص، پارامیډیکل)

- په ټولنیز جوړښت کې د روغتیا مسلکي کارمند (CHRS، CADA، او نور)

- په طبي - ټولنیز جوړښت کې مسلکي کارمند (LHSS، ACT، LAM، او نور)

یادونه: د یادو خدماتو په اړه معلوماتي ویدیو دلته شتون لري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دا خدمات دا ممکنه کوي چې د هغو خلکو سره چې په فرانسوي ژبه خبرې نشي کولای مرسته وکړي او له هغوی سره د روغتیايي پاملرني په برخه کې اسانتیاوي برابرې شي.

د طبي مشورې په جریان کې د ژباړونکي څخه ګټه اخیستل د ناروغ او ډاکټر ترمینځ دقیقه پاملرنې او متقابل تفاهم ته اجازه ورکوي.

د طبي مشورې په جریان کې د معلوماتو کامله پوهه ناروغ ته اجازه ورکوي چې د دوی د خپلې پاملرنې او درملنې وضعیت تعقیبولو کې خپلواک وي او د فرانسي د روغتیا سیسټم په اړه ښه پوه شي.

څنګه یې وکړو ؟

د ایسم د ژباړونکو خدماتو (ISM Interprétariat) ته د لاس رسي کوډ او د کارولو لارښود ترلاسه کولو لپاره د پریکاریتي سانتي شبکي (Réseau Santé Précarité) سره اړیکه ونسئ.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • réseausantéprécaritéایډیټر او کره کتونکی
  • darlapmد صفحي پورته برخه
  • issam boulekد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles