Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU passerelle - Etudiants en exil (niveau A1 vers A2)

Université Jean Moulin Lyon 3
د.........لخوا وړاندیز شويUniversité Jean Moulin Lyon 3

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, A1

قیمت

50€ په کال کې

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 8 میاشت
د ګډون کچهلږ تر لږه 4 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

په لیون 3 پوهنتون کې فرانسوي ژبه زده کول (ابتدايي کچه)

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیرل پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې تابعیته خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړئ.

دا د DU Passerelle روزنه په جلاوطنۍ کې د زده کونکو لپاره لاندې موضوعات وړاندیز کوي:

  • د A2 کچې په لور فرانسوي کورسونه (په ټولیز ډول 400 ساعته)
  • د کمپیوټر کورسونه (په ټولیز ډول 20 ساعته)
  • کلتوري او سپورتي فعالیتونه
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ.
مهمه یادونه: روزنه دوه سمسترونه (8 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر اپریل پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د لیون 3 په پوهنتون کې روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو په پوهنتون کې هره اونۍ د 20 څخه تر 25 ساعتونو پورې د فرانسوي ژبې زده کړې لرئ، د دوشنبې څخه تر جمعې پور، د سپتمبر څخه تر اپریل پورې د 20 اونیو لپاره.

د هر سمستر په پای کې به تاسې د کال په پای کې د پوهنتون ډیپلوم د تصدیق او تایید په موخه ازموینې ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) ترلاسه کولی شئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: هغه دا چې یو زده کونکی څنګه ژوند کوي او په څه معنی ده، زده کړې یا کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم کیږي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د ټولګیو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه جوړول، امتحانونو ته چمتووالی نیول…

  • لارښود یا همکار ښوونکی
  • د پوهنتون د کتابتون پیژندل،
  • اداري ملاتړ،
  • نمونه "په شفاهي توګه خبرې کول"، "په ځان باور ترلاسه کول" (لږترلږه 6 ساعته)

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان د خپلو امکاناتو سره سم د زده کونکو سره په انفرادي او ګروپي توګه د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامنځته کولو کې مرسته کوي، د امکاناتو پورې اړه لري.

مسلکي کسان همدارنګه ستاسو سره ستاسې د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د علاقي وړ روزنې کورسونو کې د نوم لیکنې په پروسه کې مرسته کوي.

  • د پوهاوي او مسلکي ادغام ورکشاپونه او مرکې (لږترلږه دوه ساعته)
  • د کمپیوټر یا انفورماتیک کورس.

د روزنې په جریان کې، تاسو مختلف فعالیتونو ته لاسرسی لرئ:

  • سپورتي فعالیتونه،
  • پرله پسې کلتوري سفرونه
  • د پوهنتون محصلینو سره ستاسې په اړیکه کې کول،
  • د خبرو اترو ورکشاپونه
  • د کلتوري تبادلې فعالیتونه (د عکس ژبه، موسیقي، لیکل، او نور).

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې یا راجسټریشن شرایط : د نوم لیکنې یا راجسټریشن څرنګوالي موندلو لپاره د پوهنتون ویبپاڼې ته لاړشئ: https://www.univ-lyon3.fr/du-passerelle.

د غوښتنلیک نیټه : د مارچ څخه تر می پورې.

اړیکه : etudiants-exil@univ-lyon3.fr _

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د کچې ازموینې اخیستو او/یا مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
fabienne ferreronsfabienne ferreronsد صفحي پورته برخه
mariammariamد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه