مهم معلومات
د .....................سره Primo 'Accès
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
ستاسو د کار یا روزنې په لټون کې ملاتړ کیدل
دا څه دي ؟
د کار یا روزنې په لټه کې یاست؟ ایا تاسو په فرانسه کې د خپلې مسلکي پروژې لپاره مشورې ته اړتیا لرئ؟
ګردر Grdr تاسو ته شخصي ملاتړ وړاندیز کوي:
1. انفرادي ناستې او مشورې ستاسو اړتیاوې پوره کوي او دنده یا روزنه ومومي
2. ستاسو د ستونزو د حل لپاره ډله ایز ورکشاپونه :
- سي وي CV او د پوښښ یا انګیزه لیک لیکل او جوړول
- د کار په مرکه کار او مرسته کول
- په خپل ځان باور باندې کارکول
- خپل مهارتونه لوړول
- د کار لټون تخنیکونه پوهیدل
- په فرانسه کې د شرکت کوډونه پیژندل
- ډیجیټل وسایلو کارول او پیژندنه
3. شرکتونو څخه لیدنه، ځایونو او د مختلفو تجارتونو پیژندل! زموږ د همکارانو شبکې په همکاری
دا ولي په زړه پورې دي ؟
موږ او تاسو په ګډه ستاسو ملاتړ رامینځته کوو:
- ستاسو اړتیاوې (د فرانسوي زده کړه، روزنه پیل کول، د کار موندل، د استوګنې بدلول، د نوي خلکو سره لیدنه، او نور)
- ستاسو مشکلات
- ستاسو مسلکي پروژه
موږ تاسو د شرکتونو، روزنیزو مرکزونو، انجمنونو او ټولنیزو او کلتوري مرکزونو سره په اړیکه کې کوو ترڅو ستاسو اړتیاوې پوره کړي!
د Grdr سره د خپلې پروژې په جوړولو او مهارتونو باندې کار وکړئ!
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ موږ سره د تلیفون له لارې په 06 25 79 23 06 یا د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: marie.monkam@grdr.org
وګورئ چې ایا تاسو دا معیارونه پوره کوئ:
- تاسو مهاجر یا نوی راغلی یاست (تاسو په فرانسه کې د 5 کلونو څخه کم وخت لپاره اسناد لرئ)
- تاسو په پاریس کې اوسیږئ (یا تاسو په پاریس کې د استوګنې پته لرئ)
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي