Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د تور Tours ښار پوهنتون کې فرانسوي زده کول

د .....................سره Diplôme Universitaire Passerelle d'Etudes françaises du Centre Universitaire de Tours

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Université de Tours...میاشي کیږي چې نوي شوي 13 днів тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوالو او بې تابیعته (اپارتاید) خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړي.

دا روزنه د بهرنیو زده کونکو لپاره د فرانسوي ژبې زده کړې د پوهنتون د ښوونې مرکز (CUEFEE) وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې د پوهنتون او مسلکي پروژې رامنځته کولو کې ملاتړ ...
یادونه: روزنه لږترلږه یو سمستر (4 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې بیا د جنوري څخه تر اپریل پورې.
مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د A2 کچه ترلاسه کړې وي، تاسو کولی شئ د ثبت کولو فیس د معافیت څخه ګټه پورته کړئ، تاسې باید یو فایل ترتیب کړئ، د ژبې ازموینه ترسره کړئ او د یو ټولنیز کارکونکي سره په مرکه کې ګډون وکړئ، هغه به ستاسې وضعیت وارزوي او همدارنګه د CUEFEE یو ښوونکي سره مرکه کول چې تاسو ته به ستاسې د پوهنتون پروژې په اړه مشورې درکړي.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د تور پوهنتون (Université de Tours) د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دا روزنه په هر سمستر کې 240 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړه واړندې کوي.
تاسې به په اونۍ کې د 18 څخه تر 20 ساعتونو پورې ټولګي ولرئ، د سهار له 8 څخه تر 7 بجو پورې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې په CUEFEE کې د TCF او DELF یا DALF ازموینه د یوهمکار مرکز سره ترسره کړئ.

د روزنې په دې پروګرام کې، په هر سمستر کې 240 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه او 12 ساعته د «ادغام او لارښوونې» ورکشاپونه شامل دي.

تاسو به په اوونۍ کې له 18 تر 20 ساعتونو پورې کورسونه ولرئ، د سهار له 8 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې.

تاسو به ازموینې ورکړئ ترڅو د پوهنتون ډیپلوم (Diplôme d’Université) ترلاسه کړئ.

همدارنګه، د پروګرام په پای کې امکان شته چې په CUEFEE کې د TCF ازموینه ورکړئ، او یا د شریکو مرکزونو له لارې د DELF یا DALF ازموینې ترسره کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون سیسټم په اړه معلومات ومومئ: دا چې په فرانسه کې یو زده کونکی په معنی دی او څنګه ژوند کوي؟ کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي؟ کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري؟
تاسې به همدارنګه زده کړئ چې څنګه د ټولګي په جریان کې نوټونه واخلئ او له ټولګي څخه بهر مطالعه وکړئ، پریزنټشنونه څنګه جوړ او وړاندې کړئ، ازموینې ته څنګه چمتوالی ونیسئ، او داسې نور.

  • د CUEFEE ښوونکی د پوهنتون ادغام کورس هغو کسانو ته وړاندیز کوي چې B1 کچه ولري.
  • د مسلکي ادغام او اورینټیشن مرکز (MOIP) یو سلاکار به لیدنې وخت په اخیستو سره ستاسې په خدمت کې وي، ترڅو له تاسې سره د پوهنتون پروژې په رامنځته کولو او ترتیبولو کې مرسته وکړي.

د زده کړو د دورې په جریان کې، تاسو به په فرانسه کې له پوهنتوني ژوند سره آشنا شئ: زده‌کوونکی کېدل څه معنا لري؟ درسونه او ازموینې څنګه تنظیمېږي؟ کوم ډول ډیپلومونه او زده‌کړیز پروګرامونه شتون لري؟

تاسو به زده کړئ چې څنګه د درسونو پر مهال یادښت واخلئ، له درسونو بهر بیاکتنه او مطالعه وکړئ، پریزنټېشنونه څنګ جوړ او وړاندې کړئ، او د ازموینو لپاره چمتووالی ونیسئ او داسي نور.

د CUEFEE یوه ښوونکې د B1 کچې څخه په پوهنتون کې د ادغام په اړه یو ځانګړی کورس وړاندې کوي.

همدارنګه، د لارښوونې او مسلکي ادغام مرکز (MOIP) یو سلاکار به ستاسو په خدمت کې وي، له سلاکار سره د لیدنې لپاره تاسو باید وخت واخلئ. هغه له تاسو سره د زده کړې یا تعلیمي پروژې په جوړولو کې مرسته کوي.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کارکونکي د شته امکاناتو سره سم په انفرادي توګه د هر زده کونکي سره مرسته او ملاتړ کوي، ترڅو د اکادمیک او مسلکي پروژې په اړه رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

مسلکي کسان به تاسو سره ستاسې د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته وکړي، او ستاسې د خوښې روزنیزو کورسونو کې نوم لیکنه او ثبت نام کې مرسته وکړي.

  • د مسلکي ادغام او اورینټیشن مرکز (MOIP) کولی شي تاسې ته معلومات او مشورې درکړي.
  • د CUEFEE ټول ټیم به ستاسې په ټولو طرزالعملونو او اجراآتو کې ستاسې ملاتړ او مرسته کوي.
  • د پوهنتون ټولنیز او روغتیایی خدمت (SSU) ستاسو پوښتنو او اړتیاو ته ځواب وايي: نرسان، ډاکټران، ارواپوهان او ټولنیز کارمندان ستاسې سره د خبرو اترو، لیدنو او ستاسو سره د مرستې لپاره شتون لري.

تاسو کولی شئ د روزنې په جریان کې په بیلابیلو فعالیتونو کې برخه واخلئ او موږ تاسو هڅوو چې ستاسو د فرانسوي ژبې کچې ته وده ورکړئ بلکه د پوهنتون ټولنیز او کلتوري ژوند کې مدغم شئ:

  • د پوهنتون سپورت او روغتیا فعالیتونو خدمت (SUAPS) ډیری سپورتي فعالیتونه وړاندیز کوي چې عموما وړیا دي.
  • د پوهنتون کلتوري خدمت تاسو ته د زده کونکي کلتوري پاس (PCE) وړاندیز کوي کوم چې تاسو ته اجازه درکوي چې په ډیری کلتوري فعالیتونو، لکه (موسیقي، سینما، تیاتر، نندارتونونو، کنفرانسونو، او داسي نور) کې په وړیا یا په ټیټه بیه ګډون وکړئ.
  • د CUEFEE کلتوري مرکز په منظم ډول تاسو ته فعالیتونه وړاندې کوي چې تاسې یې په فارغ وخت کې، یوازې، د کورنۍ یا ملګرو سره ترسره کولای شئ.

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې پروسه: د پوهنتون په ویب پاڼه کې د نوم لیکنې فورمه ډکه کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټې : د لومړي سمستر لپاره نوم لیکنه د فبروري او اپریل ترمنځ او د دوهم سمستر لپاره نوم لیکنه د فبروري او اکتوبر تر پایه پورې ترسره کیږي.
  • اړیکې : سکرتریت cuefee@univ-tours.fr ،
  • د پروګرام همغږي کوونکی اموري تیریټ Amaury Theret:
  • amaury.theret@univ-tours.fr

ستاسو د غوښتنلیک سپارلو وروسته، که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

Lieu d'accueil

3 Rue des Tanneurs, 37000 Tours, France

02 47 36 68 61

cuefee@univ-tours.fr

Chargement de la carte...

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • admin-du-toursایډیټر او کره کتونکی
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles